ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا د کروناوایرس د پېښو شمېرې له بل هر ملک نه زیاتي شوي

په امریکا کې د کرونا وایرس د تایید شویو پېښو شمېر د چین تر هغې هم واووښت او د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، د زیارت يا پنجشنبې تر ماښامه په دې هېواد کې د کرونا وایرس تایید شویو کېسونو شمېر تر 83000 هم لوړ شو. تر دې مخکې، په نړۍ کې تر ټولو زیاتې پېښې د چین وې چې شمېر یې څه باندې 81000 ته رسېده. یاده دې وي چې د امریکا آباتي، نږدې 330 میلینه یادیږي چې د چين په نسبت ډېره کمه ده. په نیویارک کې چې د کروناوایرس له اړخه د امریکا تر ټولو ځپل شوی ریاست ګڼل کیږي، هم د تایید شویو کېسونو شمېر څلوېښت زرو ته نږدې شوی دی. همدا شان ویل شوي چې تر اوسه په امریکا کې د کرونا وایرس له امله، څه باندې 1100 کسان مړه شوي دي. په همدې حال کې د امریکا نایب صدر مایک پېنس د زیارت په ورځ وویل چې صدر ټرمپ ته به په راتلونکو دوو ورځو کې له خپلو سلاکارانو څخه د کرونا وایرس سره د مقابلې او د امریکا د اقتصاد د بیا پرانېستو په برخه کې مشورې واخلي. ټرمپ دا څو ورځې کیږي چې د کروناوایرس د مخ په زیاتېدونکو پېښو سره سره، په امریکا کې د کاروبارونو د بیا پرانېستنې خبرې کوي. تر دې وړاندې، ټرمپ د خپلو سلاکارانو په مشوره، له ټولو امریکاییانو غوښتي و چې د پنځلسو ورځو دپاره دې ټولنیزې فاصلې وساتي او ګڼې ګوڼې دې راکمې کړي. مایک پېنس وایي د دغو پنځلسو ورځو په ختمېدو سره، د صدر ټرمپ سلاکاران په پام کې لري چې د نویو شمېرو په نظر کې نیولو سره، هغه ته نوي پېشنهادونه وکړي. صدر ټرمپ ویلي: "مونږ به دا وایرس لاندې کړو، مونږ ته په کار ده چې بېرته کار ته ستانه شو، زمونږ خلک کار غواړي." صدر ټرمپ د کانګرس د استازو له ایوان نه هم وغوښتل چې د کرونا وایرس د آفت له مختلفو اثراتو سره د مقابلې دپاره دوه ټرېلین ډالري مالي پکېج دې زر تر زره پاس کړي څو له کرونا وایرس سره په ښه توګه مبارزه وشي. د امریکا سنېټ د دې مالي پکېج قانون، پس له ډېرو لانجو او بحثونو، د شورو یا چهارشنبې په ورځ تصویب کړ او ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د استازو په ایوان کې پرې ووټ اخېستنه وشي.

27.03.2020 ډیوه

امریکا په ایران نوي بندیزونه ولګول

 واشنګټن ډي سي: امریکا په ایران باندې د خپلو فشارونو د زیاتولو په بهیر کې په شلو کمپنیو او وګړو باندې له دې امله نوي بندیزونه لګولي چې په عراق او نورو ځایونو کې له ایران پلوو ملیشو سره مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت دغه بندیزونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان کړل او په دې کمپنیو او وګړو باندې یې تور پورې کړ چې د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواکونو ملاتړ کوي. چارواکي وایي، دغو کمپنیو په عراق کې د کتایب حزب الله او اسایب اهل الحق دوه ایران پلوو ملیشو ته خطرناکې مرستې رسولې او همدارنګه په یمن کې یې ایراني پلوو هوسي یاغیانو ته وسلې قاچاق کولې. د ادعاو له مخې دغو کمپنیو د پیسو سپیناوی یا مندي لنډرینګ هم کاوه، په سوریه کې یې په غیر قانوني توګه تېل پلورل او د ایران په ګټه یې د عراقي سیاستوالو د وېرولو کمپاین پرمخ وړه. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن په یو بیان کې ویلي دي، چې ایران ځینې کمپنی ګمارلي چې په سیمه کې ترهګرو ډلو ته پیسې ورکړي، له ایرانیانو څخه سرچینې یوې خواته کړي او لومړی حق ترهګرو ډلو ته ورکړي. د امریکا لخوا په ایران باندې دغه نوي بندیزونه په داسې وخت کې لګېدلي دي چې دغه هېواد له کرونا وایرس سره لاس او ګریوان دی چې د راپورونو له مخې پرې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۹۰۰۰ کسان اخته تر ۲۲۰۰ زیات نور مړه شوي دي. ایراني چارواکو په وار وار ویلي دي چې د امریکا لخوا بندیزونه په ایران کې د کرونا له خپرېدو سره مرسته کړې ده.‌ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران پرضد د زیارت د ورځې د بندیزونو په اړه ویلي دي،‌ چې دا د نورو هېوادونو اخلاقي دنده ده چې د داسې سرکشو بندیزونو مخه دې ونیسي.‌ امریکايي چارواکي بیا په ایران تور لګوي چې طبي او بشري مرسته یې رد کړې او په ورته وخت کې یې نورو ګاونډیو ته د کرونا وایرس په خپرېدو کې مرسته کړې ده.‌ منوچین د زیارت په ورځ ژمنه وکړه چې له نویو بندیزونو سره به د ایران له خلکو سره د مرستو بهیر ټکنی نه شي.‌ په هغو کمپنیو کې چې پرې د امریکا لخوا نوي بندیزونه ولګول شول د سپیڅلو زیارتونو د بیارغونې اداره هم شامله ده چې په عراق او ایران کې کار کوي او ځان یوه مذهبي ډله ګڼي. په بندیزونو لګول شویو کسانو کې سید یاسر مصور چې د قدس ځواک یو چارواکی دی او د ۲۰۱۴ کال راهیسې په عراق کې له ایراني پلوو ملیشو سره کار کوي، د کتایب حزب الله د ډلې د عملیاتو قومندان شیخ عدنان الحمدوی چې د امریکا او ایتلافي ځواکونو په وړاندې بریدونو کې تورن دی هم شامل دی. د امریکا د خزانې د وزارت په بیان کې وړاندې راغلي دي چې په بندیز لګول شویو کمپنیو کې داسې کمپنی هم شاملې دی چې هڅه کوي عراق د ایران په انرژي تړلی وساتي.

26.03.2020 ډیوه

د اټلي د کرونا وایرس یو ناروغ د خپلی ناروغۍ کیسه کوي

روم - لکه څنګه چې اټلي د کرونا وایرس سره جګړه کوي ، یو ناروغ چې د دې میاشتې په اول کې په دغه وایرس اخته و نړۍ ته خبردارئ ورکوي چې احتیاط وکړي ځکه چې د وایرس د هغه چا لخوا لیږدی شي کومې بې چې نښې ونلري. د اټلي د کرونا وایرس د خپریدو کچه د زیارت- پنجشنبې په ورځ د څلورمې ورځې لپاره کمه شوې ده او ډیرخلک امید لري چې دغه اوږد لاک ډاون یا کورنو کې دننه پاتې کېدل به هغه نتېجی ورکړي چې هرڅوک ورته دعا کوي. چارواکي اوس هم محتاط دي او داټالویانو نه غوښتته کوي چې خپل احتیط دی نه کموي او د چارواکو امر ته دی درناوی جاری وساتي. په هسپتال با روغتون کی موجود یو ناروغ شوی تن خپلې تجربې په اړه خبرې کوي. 38 کلن فوسټو راسي د مارچ په پنځم ناسازه شو او تبه ورته وشوه. څلور ورځې وروسته هغه د لیټینا په ښار کې د سانټا ماریا ګورټي روغتون ته یوړل شوچیرته چې د هغه د کرونا وایرس ټیسټ نتیجه مثبت راغله. وسټو راسي وايي، " د دې وایرس سره مشکل هغه وخت پیده شي، کله چې دا د ستاسو سږي ته ورسیږي ځکه چې دا په سږو ګوزر کوي او سخته نمونیا ورنه کېږي ، چې د مرګ اوسط یې ډیر زیات دی. " نوموړی زیاتوي چې دا نمونیا ویجاړونکی ده. هغه وویل "دا ډیره سخته ناروغي ده او د مرګ کچه ترې نه ډیره لوړه ده." هغه زیاتوي که چیرې هغه په نورو ناروغیو باندی اخته وی او یا د بل عمر تن وی نو شاید چې ژوندی نه وی. " . وسټو راسي زیاته کړه "دا یو ډیر ویریدونکی احساس دی چې ته ساه نه شی اخستلی راسي چې لا هم په روغتون کې دی او د جدي پاملرنې څانګی نه خوشې شوی دی او تمه لري چې زر تر زره به بیرته خپل خاندان او کور ته ستون شي. هغه زیاتوي چې په اټلي کې هرچا دا وایرس کمزوری ګڼلی و. هغه وویل چې هغه امید لري چې دا ناروغي به زر تر زره ختمه شي او هرڅوک به بیرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي. راسي خلکو ته خپله مشوره هم وړاندې کړه.    خلک باید منع شي او د هغه اقداماتو ته درناوی وکړي چې ځای پر ځای شوي دي ، او کور نه یوازی د ډیر ضروري ضروتونو لپاره باهر لاړ شي. دوی باید په کور کې پاتې شي او له نورو سره ټولنیزه فاصله ونیسئ ځکه چې "دا وایرس د هغه کسانو په پښو روان دی چې هیڅ ډول نښې نلري ، نو چا ته هم کیدلی شي." نوموړی د هغه کسانو مننه کوي چې د هغه علاج یې کړې. " زه د روغتون د خپریدونکي ناروغیو د څانګی ټولو ډاکټرانو او نرسانو مننه کوم ، دوی د دې جنګ ریښتیني اتلان دي. هره ورځ دوی په ډیر سختو شرایطو کې کار کوي ، د عصابي فشار لاندې وي او د وایرس د ورپوری کیدو ویره ورسره وي چې خپلو کورنیو ته به بیرته ستانه شي ".   د اټلي د کرونا وایرس دغه ناروغ وایی چې په روغتون کې د هغه ورځې ډیرې یوازی ځان ته تیری شوې چې د کورنۍ هیڅ غړی ورسره نه و او هیڅوک د هغه ملاتړ لپاره نه وو. راسي وویل چې دغه تجربې د هغه ژوند بدل کړی او هغه ته یې سبق ورکړی چې ډیر وړه وړه څیزونه چې هغه به په پام کې نه نیولد هغو قدر وکړي لکه "ژوند کول ، ساه اخیستل ، چکر ته وتل ، غیږه ورکول ، د شرابو یو ګلاس او آزادي".

26.03.2020 ډیوه

د جي ۲۰ مشرانو د نړی له اقتصاد سره د ۵ ټریلینه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

واشنګټن ډي سي: د نړی سترو صنعتی هېوادونو یا جي ۲۰ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د کرونا وبا له امله په نړی کې د رامنځ ته شویو اقتصادي ستونزو ته په کتو به له نړیوال اقتصاد سره د پنځه ټریلینه ډالرو مرسته کوي.‌ د جي ۲۰ هېوادونو لخوا د مرستې دغه ژمنه د سعودي عربستان په کوربتوب دغړو هېوادونو له یوې انټرنیټي غونډې وروسته شوې. د جي ۲۰ ډله چې د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ مالي بحران څخه وروسته جوړه شوې دا مهال تر بل هر وخت څخه متحده ښکاري. د رویټرز خبري ادارې په یو راپور کې ویلي دي، چې دغو مشرانو په یاد ویډیو کانفرانس کې ژمنه وکړه چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې به له ټولو اړینو لارو چارو څخه کار واخلي. د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو د اړینو روغتیايي وسایلو په وړو راوړ کې د اسانتیاوو د برابرولو او په دې برخه کې د شته ستونزو د حلولو په برخه کې هم ژمنه وکړه. په داسې حال کې چې په اکثرو هېوادونو کې د روغتیايي وسایلو په صادراتو باندې بندیزونه دی د جي ۲۰ هېوادنو مشران ویلي چې دوی به دا باوري کړي چې په دې برخه کې غیر ضروري مداخلې ونشي. دوی ویلي د روغتیايي سیستم د ژغورلو په برخه کې بیړني، مناسب او شفاف ګامونه پورته کېږي. د جي شلو هېوادونو مشرانو همدارنګه د کمزورو هېوادونو په اړه په ځانګړي توګه چې په افریقا کې دي او په نړی کې د کډوالو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. جي ۲۰ هېوادونو د خپلې ۹۰ دقیقو ویډیويي خبرو وروسته په یو ګډ بیان کې ویلي، چې دوی به د ګډ ګواښ په وړاندې یو موټی ودرېږي. سعودی عربستان چې د جي ۲۰ اوسنئ مشري کوي دغه ویډیوي کانفرانس په داسې حال کې بللی  چې په دغې ډلې باندې د کرونا د وبا په وړاندې د غبرګون ښودلو په برخه کې نیوکې کېدې. وروستئ شمېرې ښيي چې په نړی کې په کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۲۴۰۰۰ ته رسېدلی. پاچا سلمان سلمان جي ۲۰ ته په وینا کې وویل، چې ټول غړي باید د وسایلو او خدماتو وړل راوړل نورمال کړي چې په هغو کې طبي وسایل هم شامل دي. د جي ۲۰ لخوا د نړی له اقتصاد سره د ۵ ټریلینه ډالرو د مرستې اعلان د ۲۰۰۹ له مرستې سره په یوې اندازه ده. د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر د جي ۲۰ بډایه هېوادونو غونډې ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کرونا وبا په پراخه کچه د پراخېدو په حال کې ده او له دوی یې وغوښتل چې روغتیايي کارکونکو ته د ژغورنې د وسایلو برابرول دې ګړندی شي. تیدروس ګبریاسس وویل، مونږ په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د ژغورنې د وسایلو تولیدات دې زیات کړي، د صادراتو بندیزونه دې لېرې کړي او په مناسبه توګه دې وویشي. د ډبلیو اچ او چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې نړی د روغتیايي کارکونکو لپاره د ژغورنې د وسایلو له زیات کمښت سره مخ ده چې په هغو کې په ځانګړې توګه د ماسکونو، دستکشو او مخ ساتلو وسایل شامل دي.

26.03.2020 ډیوه

په کوټه کې دوه ډاکټران کرونا وایرس وهلي دي

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاہواني پر خپل ټویټر پانه لیکلي په بلوچستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرونا نوی کېس ندی رپورټ شوی، ښاغلي لیکلي د ۳۹ تنو ټیسټونه یې کړ‎ي چې په یوہ کې ھم د کرونا وایرس تصدیق نه دی شوی

26.03.2020 ډیوه

د مردان تبليغي مرکز دقرنطین مرکز ګرځول شوی

دا ګام په داسې وخت کې اخستل شوی چې په مردان ضلع کې د کورونا وايرس خورېدو له امله يو تن مړ شوی او لږ تر لږه ۴۴ مثبت کېسونه رپورټ شوي دي

26.03.2020 ډیوه

امریکا وايي په ایران کې بې درکه شوی امریکايي شهري مړ شوی، خو تهران د دې تردید کوي

د لېونسن کورنۍ وویل "مونږ په نژدې ورځو کې د امریکايي چارواکو نه معلومات ترلاسه کړي دي چې هغوی او مونږ دې نتېجې ته رسوي چې زمونږ خوږ خاوند او پلار د ایران به ولقه کې مړه شوی دی." د لیونسن کورنۍ وویل دا ورته نه ده معلومه چې هغه کله او څنګه مړه شوی خو دا واقعه د کرونا وایرس د خورېدو نه  وړاندې د

26.03.2020 ډیوه

مایک پامپېیو کرونا وایرس د " ووهان وایرس" په نوم یاد کړی، چین یې غندنه کړي

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جي سېون نومې په اقتصادي توګه برمخته تللې هېوادو به څنګ کې د وډیو کانفرس دلارې خبریالانو سره خبرو کې مایک پامپېیو وویل چین د کرونا وایرس په اړه غلط معلومات خوروي خو دنیا یې مخالفت کوي

26.03.2020 ډیوه

دخیبر پښتونخوا حکومت وایي صوبه کې دکرونا د شکمنو ناروغانو شمیره ۶۹۴ ته رسېدلې ده

دخیبر پښتونخوا دوزیراعلی داطلاعاتو مشاور اجمل وزیر وایي په صوبه کې د کرونا د شکمنو ناروغانو شمیره ۶۹۴ته رسېدلې ده اؤ ۱۲۱ کسانو کې د کرونا وائروسو دموجودیت پخلی شوی دی.

26.03.2020 ډیوه

د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو حمله کوونکي تن خپل جرم ومنلو

په برېنټن ټېرېنټ د ۵۱ قتلونو، ۴۰ د اقدام قتل او یوه د ترهګرۍ دفعه لګلو شوې ده. د هغه د مقدمې اورونا په کرایسټ چرچ ښار کې وشوه چرته چې د کال ۲۰۱۹ د مارچ په ۱۵ نېټه النور او لېنووډ جوماتونو حملو کې ۵۱ کسان ووژل شو

26.03.2020 ډیوه

ځلمي خلیلزاد:دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو تبادله به ۳۱م مارچ څخه پیل شي

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي ځلمي خلیلزاد ویلي افغان دولت اؤ طالبان توافق ته رسیدلي چې دواړه خواوې به دبندیانو دخوشې کولو لړۍ د مارچ په ۳۱مه نیټه پیل کړي.

26.03.2020 ډیوه

پاکستاني روپۍ دتیرو نهو میاشتو په مهال تر ټولو زیات خپل ارزښت وبائیللو،ډالر نور هم وختلو

په نړۍ کې د کرونا وائروسو د را الوتلې وباء له امله دپاکستاني روپۍ ارزښت پرله پسې په ښکته روان دی اؤ د زیارت په ورځ دپاکستان په بانکونو کې یو ډالر په ۱۶۷.۴۵ روپۍ پلورل شوی دی.

26.03.2020 ډیوه

کرونا وايرس: د پېښور ډاکټران وايي د کرونا وايرس ناروغانو دپاره ورسره وينټېلټرې ډېرې کمې دي

د پېښور ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس دا وخت په کوم حساب سره خورېږي نو د صوبې په روغتونو کې موجود چې څومره وينټيلېټرې يا د ساه ورکولو مشينان دي هغه د کرونا په وايرس اخته کېدونکي کسانو دپاره پوره نه دي.

26.03.2020 ډیوه

صدر علوي: علما دې د جامعه الازهر د فتوې په رڼا کې په جوماتونو او جُمعې د نمونځ په اړه په تندۍ فېصله وکړي

د پاکستان صدر عارف ويلي علماؤ ته خواست کوي چې د قران او سنت د اصولو په رڼا کې دې د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې سمدستي ګامونه پورته کړي.

26.03.2020 ډیوه

په نيويارک کی د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر ۳۰زره ته رسېدلی، ۲۸۰ مړه

د امريکاد نيويارک رياست ګورنر اندريو کومو د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي چې په سيمه کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېره د۳۰زره نه اورړېدلی او يواځې په دغه ښار کې د دې وايرس نه تر دې دمه ۲۸۰  خلک مړه شوي دي.

26.03.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more