ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ټرمپ: امریکاییان دې د اپرېل میاشتې تر آخره پخپلو کورونو کې پاته شي

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا وایرس د مرض او مرګ پېښې مخ په زیاتېدو دي، صدر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکاییان د راتلونکې اپرېل میاشتې تر آخره پخپلو کورونو کې پاته کېدی شي. مخکې تر دې د امریکا وفاقي حکومت د مارچ په نیمایي کې د هدایاتو په جاري کولو سره، د ملک په کچه د پنځلسو ورځو دپاره خلکو ته د ټولنیزې فاصلې ساتلو سپارښتنه کړې وه، چې دا موده د ګل یا دوشنبې په ورځ په ختمېدو ده مګر صدر ټرمپ یوه میاشت بله هم پسې وغځوله. د امریکا د وفاقي انتظامیې په هدایاتو کې بیا هم سپارښتنه شوې چې خلک دې په غټو ډلو کې نه سره راټولیږي، او زړو او هغو خلکو ته چې له وړاندې نه کومه بله غټه بیماري لري، په ټینګار ویل شوي چې له کورونو دې نه راوځي. همدا راز خلکو ته سپارښتنه شوې چې که امکان یې وي، نو له خپلو کورونو څخه دې کار وکړي او تر هغه چې کړی شي، رېسټورېنټونو، شرابخانو، بازارونو، او غیرضروري سفرونو ته دې نه ځي. ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې لېوالتیا ښودلې وه چې کم از کم د امریکا په ځینو برخو کې چې د کرونا عالمي وبا هلته ډېره نده رسېدلې، ځیني تحفظي تدابیر بېرته لېرې کړی شي. خو د اتوار/یکشنبې په ورځ چې په وایټ هاوس کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، د مخکینیو سپارښتنو موده یې د اپریل تر دېرشمه په ټوله امریکا کې وغځوله او امریکاییان یې تشویق کړل چې په کورونو کې دې پاته شي. خو یاده دې وي چې دننه په امریکا کې بیا هر ایالت ځان ته کولای شي تحفظي ګامونه اوچت کړي، او ځینو ایالتونو دمخه لا د خلکو په تګ راتګ او د ګڼ شمېر کسانو پر یو ځای راټولېدو، یو شمېر پابندۍ لګولي دي. د یو لاکهو نه د زیاتو کسانو د مرګ امکان  امریکا اوس مهال په ټوله نړۍ کې له بل هر ملک نه د کروناوایرس بیمارۍ زیاتې پېښې لري، او د تایید شویو کېسونو شمېر د اتوار/یکشنبې تر ماښامه، یو لاکهوڅلوېښت زرو ته ورسېد. د کرونا وایرس له امله په امریکا کې د اتوار تر ماښامه پورې، ټولټال څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه شوي دي. په همدې حال کې د امریکا د عفونتي امراضو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ممکن په امریکا کې له یو لاکهو نه زیات کسان په کرونا وایرس مړه شي او په دې وایرس د اخته کسانو شمېر څو میلینه کسانو ته ورسیږي.  ډاکټر فاوچي په وایټ هاوس کې د ټرمپ ترڅنګ رسنیو ته خبرې کولې او ویې ویل: "که د کرونا وایرس بحران د اثراتو د کمولو دپاره کافي اندازه کار ونشي، نو دا مکان شته چې د یو لاکهو نه واخله تر دوه لاکهو پورې کسان په امریکا کې مړه شي." امریکا تر درې سوه میلینه زیاته آباتي لري او اوس دستي په هرو درېیو امریکاییانو کې، یو یې د ایالتي یا ځایي انتظامیې په امر په کور کې ایسار دی. سکولونه په ټوله امریکا کې بند دي، او ډېری کاروبارونه هم تړلي دي. نیویارک د کرونا وایرس د خورېدو له وجې، د امریکا تر ټولو ډېر زیانمن شوی ایالت ګڼل کیږي چې د تایید شویو کېسونو شمېره په کې د اتوار/یکشنبې تر ماښامه، قریب شپېته زره او د کروناوایرس له وجې د مرګونو شمېر ۹۶۵ ته اوچت شوی و.

30.03.2020 ډیوه

په کروناوایرس ځپلي نیویارک کې پخپله د ډيوه په خبریال باندې څه تېریږي؟

د وي او اې خبریال، فضل الله چې تاسو ته یې ډېر ځله د نیویارک حالات بیان کړي، پخپله هم د کرونا وایرس د خورېدو له وجې سخت فکرمند دی. هغه په دې لیکنه کې د خپل له نظره، نیویارک او خپل کاري ماحول او موجودو خطرو ته کتلي دي: فضل الله - نیویارک د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس وبا خونړی شکل خپل کړی دی او تر دې دمه پورې یوازې په دې ښار کې تر ۶۷۸ کسان د دې وبا له امله مړه شوي دي. د دومره لويې شمېرې مخې ته راتلو وروسته زه هم د لويې ويرې سره مخ يم. تېرې دوه اوونۍ خو مې په مستقله توګه د ډيوه لپاره رپورټونه او د نيويارک د بېلا بېلو سيمو نه نېغ په نیغه د فېسبوک له لارې ويډيويي خپرونې وکړې خو د زيارت په ورځ چې کله په يوه ورځ د سلو کسانو د مړينې خبر په مطبوعاتو کې خپور شو، نو له هغې وروستو لږ په ويره کې شوم او د لږ وخت لپاره په سوچ کې ورغلم چې خدای دې نه کړي چېرته زه د دې مرض ښکار نه شم. یو وسوسه او شک په زړه کی راپورته شی خو ولی بیا ځان په کار کی مشعول کړم او ځان سره اوویم الله اکبر، او الله ډیر لوې دې او په دی طمع چی خیر به شی. هسی هم د خبریال دا کار وې چی که د امن زمانه وی یا د جنګ، که وبا وي او یا بیړنی حالات، نو دوی خلقو ته حالاتو په اړه تازه معلومات ورکوي.  لکه دا وخت په نيويارک کې حالات دې ته رسېدلي چې په روغتونونو کې د وېنټي لېټرو هم کمی دی، په يو وخت کې دوه کسان يو وېنټي لېټر استعمالوي، د هغې له کبله ډېر خلک د مرګ خُلې ته ورغلي دي.  تېره اوونۍ ځايي اولس د خوراکي شيانو په تکل کې وو، دا مهال خلک په نيويارک ښار کې د صحت په اړه د يو لوی تشويش سره مخ دي، خلک ويرېدلي دي. يو اړخ ته که د صحت د اسانتياو نه ګيلې کوي نو بل اړخ ته په ځينو بازارونو کې د خوراکي شيانو کمی هم دی. تر دې چې چارواکي هم ګيلې کوي چې د دوی سره د صحت اسانتياوې کمې دي، خلکو لا پکار دی چی بايد احتياط وکړي. زه په خپله ډېر احتياط کوم او چې څومره هم احتياطي ګامونه دي، پوره هڅه کوم چې پرې پوره پوره عمل وکړم. د نيويارک د حالاتو ملګري او خپل خپلوان د نړيوالو مطبوعاتو له لارې خبرېږي، هم دا وجه ده چې له تېرو څو ورځو راهسې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په ټيليفون، واټس اپ او فېسبوک مسېنجر پوښتنې کوي، د احتياط کولو وايي او ډېر ملګري پکې دا ګيله هم کوي چې زه بې احتياطي کوم، نو ما سره هم فکر شو. خو بیا می فکر کاوه چی خلق خبرول او معلومات شریکول یو اړخ ته خپل روزګار تقاضې پوره کول او بل اړخ ته د کور ذمه داري تر سره کول انسان د ویری او اندیښنو نه لاپروا کړي.  تېره ورځ راسره په کور کې خوراکي شيان هم نه و، بس لږ دال او وريژې راسره پرتې وې، خو دا فکر راسره نه وو چی ګني په امريکا کې به د خوراک کمښت راشي. نو هم په دې اړه راته ډاکټر حسن الامين او زما د سختې ملګري سجاد خان او ناصر خان وويل چې د حالاتو څه پته نه لګی نو ځان له لږ خوراکي شيان واخله. ما د دوی ومنله او لږ دال، وريژې، غوښه او مهيان مې راواخستل. اګۍ، پياز، ټماټر او سبزيانې مې هم واخستې. د خوراکي شیانو په اړه دومره فکر مند نه یم خو د خپل لا پروایی د امله لږ د ويرې سره مخ يم ځکه چی د امریکه په روغتون کی هم د طبی آلاتو کمی دی او بیا دا سوچ کوم چې دا حالات کوم اړخ ته روان دي. اوس داسې لګي چې په راتلونکي وخت کې به حالات نور هم خراب شي. کرونا وايرس او ټېکنالوجۍ ماشومان هم د وخت نه وړاندې په دې قيصو پوهه کړي دي. تېره ورځ راته خپل شپږ کلن زوی فېضان، چې په خوی خصلت کې ما ته تلی، راته وايي چې "بابا بهر مه ځه، وايرس ګډ شوی، ماسک اچوه او چې کور ته راشې نو لاس په صابون وينځه." زوی مې دا پوښتنه بيا بيا کوله چي تاسو کور ولې نه کېنې؟ هر وخت بهر ګرځې؟ هغه له مې لا ځواب نه ورکړی چې په خوا کې ورسره ناست زما څلور کلن زوی حمدان وويل، "بابا ګنده بچی دی، د ماما خبره نه اوری." ما ورته په ځواب کې ويل چې بچو ستاسو بابا هيرو دی نو يو زوی راته په ځواب کې وويل چې بابا ته ‘سپرمېن يې؟‘ ما ورته ويل هر هغه څوک سپرمېن وي چې څوک د مور او پلار خبره اوري، د سکول کار کوي، د خلکو سره په ادب خبرې کوي. کشر زوی مې راته ويل، ‘بابا پوځي او پوليس والا هم سپرمېن وي؟‘ ما ورته ويل چې اصل سپرمېن ډاکټران دي چې دوی د خلکو ژوند بچ کوي، او اصل سپرمېن استاذان دي چې دا ډاکټران، پولس او فوځیان جوړوي. د مور او پلار له اړخه هم راته ډېر نصيحت وي چې احتياط کوه، چې مور مې راپاڅي او ويده کېږي نو دمونه راباندې اچوي او وايي چې خدای دې په خپل امان کې لره.  تېره ورځ د نيويارک سنټرل پارک کې مې د ډيوه د فېسبوک پاڼې نه نېغ په نېغه خپرونه کوله، له هغې وروستو چې کور ته راغلم نو لږ فکرمند وم، جامې مې بدلې کړې او لږ وخت لپاره په سوچ کې لاړم چې دا به څه کېږي؟  يوه اندېښنه چې د بهر ته تللو او کور ته راتللو په وخت مونږ نه پرېږدي هغه دا ده چې کله د يو خبريال په حېث بهر وتل مجبوري شي، خپله احتياطي ګامونه هم اخلو خو بيا ځيني داسې خلکو سره مخامخ شو چې خدای مه کړه هغوی بې احتياطي کوي، دا ويره به زما تر څنګ يو شمېر خلک نفسياتي مريضان هم کړي ځکه چې يو خوا حالات خرابېدو اړخ ته روان دي او بل اړخ ته د مړو شمېر مخ په زياتېدو دی.  د دې ويرې سره ژوند کول ورو ورو ګرانېږي، ځکه چې د خبريالۍ ژوند په کور دننه تېرول ګران دي. له حالاتو د ځان خبرولو لپاره بهر تګ ضروري وي. د خوشحالۍ او اطمينان خبره دا هم ده چې د ډيوه خبريالان له کورونو کار کوي، ما ته هم ويل شوي چې زياتره وخت په کور کې تېروه او له کوره معلومات، رپورټونه او فېسبوکي خپرونې کوه. يوه د اطمينان بله خبره دا هم ده چې په امريکا کې د مسافرۍ د ژوند تر څنګ ځيني ملګري او مشران هم داسې لرو چې که مونږ چرته يو ځای کې بې احتياطي هم وکړو نو هغوي راته په ګوته کړي. زه د ډيوه د ټولو خبريالانو مننه کوم چې وخت په وخت يې راته په ټيليفون ويلي چې د ځان خيال ساته. د ډېر ګران او محترم لارښود او زما مشر ورور حمان بونېري وړومبی ټيليفون چې راغلو او ډیر فکرمندي یې وښودله او ډیر نصیحت یې وکړ چی د هر څه نه مهم د ځان خیال ساتل دی نو زړه مې ډیر ښه شو ځکه چې په داسې حال کې څوک حوصله هم درکړي دا لويه خبره ده.  بيا د خپل مشر نفيس ټکر صېب هم ډېره مننه چې وخت په وخت يې راته لار ښودلې، د ځان د خيال ساتلو يې ويلي او بيا بيا د احتياطي ګامونو يادونه يې راته کړې ده. د دې ترڅنګ د خپلو همکار ملګرو نوشېروان قلندر، محمد عالمګير، افتخارحسېن، ارباب محمود، بارکوال میاخیل، نصير کاکړ، وږمه جالوان، منزه شهيد، نګین شاه، صداقت جان، عدنان رشید، ارشد علی، شعېب زاده، ابراهیم شینواری، ارشد مومند، احسان داوړ او نورو ټولو همکارانو مننه چې وخت په وخت يې نه يواځې تپوس کړی بلکې خپله فکرمندي يې هم ښودلې. د مشال رېډيو د ډېرو ګرانو ملګرو عبدالحی کاکړ، ګل اياز، او شاهين بونېري هم مننه چې وخت په وخت يې زما په اړه خپله فکرمندي ښودلې او زما پوښتنه يې کړې. د فېسبوک د ملګرو هم مننه چې هر وخت يې راته د خپل ځان د خيال ساتلو ويلي. په اخره کې بس هم دا هيله، دا دعا چې خدای دې وکړي چې دا خونړۍ وبا ژر تر ژره د انسانانو نه لرې شي او دا دنيا د امن، مينې، محبت، ژوند او مستۍ کور جوړ شي.

30.03.2020 ډیوه

علي وزیر ته د مرګ دړکه - هغه وایي د هر نقصان ‌‌ذمه وار به یې ریاست وي

د پاکستان پولیس وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلې غړي علي وزیر ته د سر خطره پېښه ده او طالبانو یې د وژلو منصوبه بندي کړې ده. د دې خطرې په اړه د پولیس چارواکو او استخباراتي ‌ذرایعو معلومات، په ډېره اسماعیل خان کې ځایي پولیس چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ علي وزیر ته سپارلي دي او هغه ته یې سپارښتنه کړې چې پر ځان دې پام ساتي. علي وزیر له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل چې خپله ډي پي او هغه ته فون کړی او ورته یې ویلي چې د ډي آی جي لخوا ورته خط رارسېدلی او پکې ویل شوي چې د دوی د معلوماتو مطابق، د تحریک طالبان سجنا ګروپ په علي وزیر د حملې پلان لري. په خط کې دا هم ویل شوي چې په کال ۲۰۰۴ کې چې په واڼه کې د علي وزیر والد، مرزا عالم او پنځه تنه نور قتل شول، هغه هم د تحریک طالبان پاکستان کار و. خو د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر وایي چې د سیکوریټي ادارو دا خبرې د پېښې سره اړخ نه لګوي. علي وزیر له وي او اې ډېوه سره په مرکه کې وویل: "د دوی دا خبره خو ځکه له دلایلو سره مطابقت نه خوري چې په ۲۰۰۵ کې هغه وخت تحریک طالبان هېڅ جوړ شوی هم نه و."  علي وزیر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې پخوا هم د ده خلاف څو ځله کوششونه شوي و، "د ارمان په جلسه کې فائیرېنګ وشو، بیا په ۲۰۱۸ کې په واڼه کې، او بیا د خړکمر پېښه چې پر مونږ فائیرېنګ وشو، خو حمله کوونکي کامیاب نشول." علي وزیر زیاتوي: "ما پخوا هم ویلي، هر قسم نقصان چې راورسیږي، سیکوریټي ادارې یې ‌ذمه وارې دي. مونږ پخپله لاره نېغ روان یو، زمونږ سوچ او فکر و ضمیر صفا دی. موږ د قوم د حق دپاره هر قسم دهمکیو ته ولاړ یو. له هېچا ویره نه خورو." یاده دي وي چې تېر کال د خړکمر په پېښه کې د پوځیانو له طرفه د پي ټي اېم په ممبرانو ډزې وشوې، او علي وزیر هم هلته ګرفتاره شو چې څو میاشتې یې په بند کې تیرې کړلې. هغه په لومړي سر کې پوځ ونیو، خو وروسته وویل شول چې هغه د ترهگرۍ ضد پولیسو ته سپارل شوی دی، او پس له څو ځله چې د پي ټي اېم له بل بندیوان مشر، محسن داوړ سره عدالتونو ته پېش کړی شو، په آخره کې په ضمانت خوشې شول.

29.03.2020 ډیوه

د سکواش پخوانی اتل اعظم خان د کرونا وایرس ناروغۍ له امله په حق رسېدلی

اعظم خان  چې د نړۍ یو له غوره سکواش لوبغاړو څخه شمیرل کیږي ، د کرونا وایرس سره د یوې اونۍ جګړې وروسته په لندن کې مړ شوې دی . د اعظم خان د کورنۍ سرچینو د خالي - شنبې په ورځ ویلي چې د سکواش پخوانی اتل تیره اونۍ کوویډ - 19 یا کرونا وایرس په ناروغی اخته شوې وو، او د لندن په اییلینګ روغتون کې یې وروستی ساه ورکړه. د اعظم خان عمر95 کله وو. اعظم خان  د سکواش د لوبی یو بل نامتو لولغاړی هاشم خان کشر ورور وو او  1959 او 1962 ترمینځ څلور ځله د برټش چېمپین شپ ګټلی و. د هغه یوه لوی بریا د روشن خان پرضد وه. هغه د خپل کیرئر په جوبن کې په 1962 کال کې د پروفشنل سکواش نه د ناروغتیا له وجی ریټائرمنټ واخستو. اعظم خان د پیښور سره نزدې نوي کلې کې زیږیدلی وو او په 1956 کال کې د خپلې کورنۍ سره انګلېنډ- برتانیا ته کډه وکړه.  د برتانیې شهزاده چارلس او د هېواد وزیراعظم بوریس جانسن هم په کرونا وایرس اخته شوي دي. په برتانیا کې تر دې مهاله له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 19,758 ته رسېدلی او د مړیو شمېر یې 1,231 ته رسېدلی او تر اوسه یواځې 151 کسان ترې نه روغ شوي‌ دي.  

29.03.2020 ډیوه

په نيويارک کې د کرونا وايرس د پېښو زياتېدو سره وقتي روغتونونه جوړول کيږي

د امريکا په نيويارک رياست کې د جمعې په ورځ د کرونا وايرې نورې پېښې مخې ته راغلي او له دې وروستو د ۴۴زره نه زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

28.03.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېر د ۱۳۰۰ نه سېوا شوی، ۱۱ يې مړه کړي

د پاکستان حکومتي شمېرې ښايي چې د تېرې شپې پورې په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېر ۱۲۹۶ ؤ خو د امریکې جان هوپکنز پوهنتون تر دې دمه په پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۷۳ ښايي.

28.03.2020 ډیوه

کرونا د علاج په خاطر څښل شويو شرابو په ایران کې سلګونه کسان مړه کړي

د ایران د صحت وزارت ډاکټر حسین حسنیان ای پي ته وویل د زهرجنو شرابو دلاسه ۴۸۰ کسان مشړه او د ۲۸۵۰ نه زیات کسان ناروغان شوې دي

28.03.2020 ډیوه

صدر ټرمپ کرونا وایرس نه د متاثر شویو امریکایانو د مالي امداد قانون لاس لیک کړو

ای پي په خپل رپورټ کې وویل په کوم یوالي او چټکتیا چې د کرونا ځپلو امریکایانو سره د مالي امداد قانون منظور کړو په کانګرس د کال ۲۰۰۱ د ناین الېون حملو نه وروسته په لومړي ځل ولیدل شو

27.03.2020 ډیوه

افغان حکومت طالبانو سره د مذاکراتو پلاوی اعلان کړو، زلمي خلیلزاد یې هرکلی کړی

افغان حکومت د جمعې په ورځ طالبانو سره مذاکراتو دپاره د ۲۱ کسیزه پلاوي جوړوولو اعلان وکړو چې پکې میرمنې هم شاملې دي او مشري به یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستنکزی کوي

27.03.2020 ډیوه

پاکستان وايي د ۵۰ مېلین ډالرو په لګښت به د کرونا د مخنیوي الات اخلي

د وزیراعظم عمران خان د دفتر په بیان کې وویل شو چې د جمعې په ورځ عمران خان د یوې غونډې مشري وکړه چې پکې ورته په ملک کې د بیړني حالاتو په صورت کې د امدادي کار ادارې مشر ندیم احمد کرونا وایرس د مخنوي په لړ کې د ګامونو په اړه معلومات ورکړی شول

27.03.2020 ډیوه

دطبي لارښوونو برعکس خیبر پښتونخوا کې زیاتره خلکو دجمعې نمونځ جوماتونو کې په جمعه کړی

دپاکستان په سندهـ اؤ بلوچستان ایالتونو کې د کرونا وائروسو د خوریدو دمخنیوي په خاطر دحکومتي بندیز له امله خلکو دجمعې نمونځونه په کورونو دننه کړي خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې بیا دجمعې نمونځونه په جوماتونو کې شوي دي اؤ خلکو پکې په ګڼ شمیر برخه هم اخستې ده.

27.03.2020 ډیوه

کيليفورنيا کې څلور زره د پاسه کسان په کرونا وايرس اخته، ۸۳ مړه شوي

د کيليفورنيا په هیوارډ ښار کې د کرونا وايرس د ټيسټونو مرکز ويلي چې په ۵۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دا مهال په کيليفورنيا کې د څلور زرو دپاسه خلک په دې رنځ اخته شوي او د مړو شمېره تر دې دمه ۸۳ رسېدلې ده.

27.03.2020 ډیوه

بلوچستان کې هم جوماتونو ته د عامو خلکو په تګ بندېز ولګول شو

د بلوچستان حکومت ويلي د کرونا وايرس خورېدو له امله يې جوماتونو ته د نمانځه دپاره د عامو خلکو په تګ بندېز لګولی دی.

27.03.2020 ډیوه

کورونا وايرس په نيويارک کې په يوه ورځ سل تنه مړه کړي

د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس وبا خونړی شکل خپل کړی دی او د زيارت په ورځ د دې وايرس له امله د سلو کسانو د مرګ پخلی شوی دی د کوم وروسته چې يواځې په نيويارک کې د دې وايرس نه د مړو شوو کسانو شمېره د ۴۰۰ نه سېوا شوې ده.

27.03.2020 ډیوه

کرونا وايرس: پاکستان کې به تعليمي ادارې تر ۳۱ مې تړلي وي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په ملک کې به تعليمې ادارې تر ۳۱ مې پورې تړلې وساتي، دا پرېکړه د کرونا وايرس خورېدو څخه د مخنيوي په لړ کې شوې ده.

27.03.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more