شاته

کرونا وايرس: پاکستان کې به تعليمي ادارې تر ۳۱ مې تړلي وي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په ملک کې به تعليمې ادارې تر ۳۱ مې پورې تړلې وساتي، دا پرېکړه د کرونا وايرس خورېدو څخه د مخنيوي په لړ کې شوې ده.

دغه خبره د منصوبه بندۍ وزير اسدعمر د ملي رابطه کار کمېټۍ د غونډې وروسته کړې ده، هغه ويلي د تعليم وزیر شفقت محمود دغه پرېکړه کړې ده.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کرونا وايرس په لړ کې د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې تعليمي ادارې به تر پينځم اپرېل پورې تړلې وي او تر دوه اوونيو په هر ډول غونډو کولو بندېز لګول شوی ؤ.

اسد عمر دغه خبره د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د يوې غونډې وروسته کړې ده، په دغه مهال هغه وويل وزيراعظم په دوه ورځو کې ډېرې مهمې فېصلې کوي خو د دغو فېصلو جزيات يې ښکاره نه کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، په پرونۍ غونډه کې مهمې فېصلې شوي چې مرکز او صوبې به د يو بل سره د کمانډ او کنټرول د مرکز د لارې رابطې ساتي.

جيو ټي وي سره په خبرو کې هغه وويل په پرونۍ غونډه کې دا هم ويل شوي چې د ډاکټرانو او نرسانو ترڅنګ د ټولې طبي عملې د تحفظ دپاره ګامونه پورته کولی شي، او د کرونا وايرس د ټېسټونو سېوا کولو د مشينانو برابرتيا به کولی شي.

پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ مخې ته راغلې وه.

د تېرې شپې پورې د حکومتي شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېر ۱۱۷۹ ته رسېدلې ده.

ويل شوي د کرونا وايرس نه په پاکستان کې نهه تنه مړه شوي او ۲۱ صحتمند شوي هم دي.