ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د برطانيي شهزاده چارلس چې د کرونا ازموینه یې مثبته وه صحت یاب شوي

د شهزاده چارلس وروسته د برطانيي  وزیراعظم بورس جانسن هم په کرونا وایرس اخته شوی دی او خپل ځان یې په قرنطين کي ساتلی دی. هغه دا مهال  خپل ټول سرکاري کارونه د کوره کوي

30.03.2020 ډیوه

د المپیک لوبو نېټه وټاکل شوه

واشنګټن ډي سي: په ټوکیو کې د المپیک د سیالیو تنظیم کونکو اعلان وکړ چې دغه لوبې به د ۲۰۲۱ د جولای له ۲۳ نېټې څخه داګسټ تر اتمې نېټې پورې ترسره شي. د ټوکیو د ۲۰۲۰ کال د المپیک د کمېټې مشر یشیرو موري دغه اعلان د ګل یا دوشنبې په ورځ د المپیک له نړیوالې کمېټې سره تر مشورو وروسته وکړ. د المپیک نړیوالې کمېټې تېره اونی د کرونا وایرس له امله دغه لوبې ځنډولې وې. موري وویل،‌ پارا المپیک سیالی به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۲۴ نېټې څخه د سپټمبر تر پنځمې نېټې پورې ترسره شي.‌

30.03.2020 ډیوه

د کرونا وایرس نه ناخبره انسانان به څوک وي؟

ایسوسي اټېډپرېس خبري اداره د فرانس د لا پېک ساحل نه په خپل رپورټ کې وايی د فرانس په اېټمي ابدوزونو کې پرځای شوي عسکر لکه د کرونا وایرس په ډول د لویو پېښو نه قصدابې خبره ساتل کیږي

30.03.2020 ډیوه

د طالبانو د زندانیانو خوشې کېدل وځنډېدل - طالب استازي به کابل ته ځي

ټاکل شوې وه چې افغان حکومت د سلو تنو طالب زندانیانو په آزادولو سره، د پنځه زره طالبانو د خوشې کولو پروسه پیل کړي، خو د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) شورا وایي چې دا پروسه ځنډېدلې ده. د افغانستان د قامي سلامتیا د شورا یو ویاند، جاوید فیصل، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا فیصله له طالبانو سره د حکومتي استازو د خبرو په ترڅ کې شوې ده. فیصل وایي: "سبا (د نهې/سې شنبې ورځ) بندیان نه خوشې کیږي. طالبانو په یوه ویډو کنفرانس کې دې ته راضي شول چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د نور تخنیکي بحث لپاره یو هیئت کابل ته راوليږي."  مخکي تر دي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې پر دې هوکړه شوې وه چې د مارچ له ۳۱مې نه به د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پروسه پیلیږي. د طالبانو د حملو دوام که څه هم یوې خوا ته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر خبرې روانې دي، او د طالبانو او امریکایي ځواکونو ترمنځ هم ډزبندي ده، بل طرف ته طالبانو په افغان حکومتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. افغان چارواکي وایي چې طالبانو په تازه حملو کې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۲۷ عسکر وژلي دي. په یو له دغو دوو بریدونو کې، طالب یاغیانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ، په تخار ولایت کې چې د افغانستان په شمال کې پروت دی، ۱۳ پولیس عسکر ووژل او یو جګپوړی پولیس افسر یې زخمي کړ. په دویم برید کې چې پرون د اتوار په ورځ، طالبانو د ډیورنډ کرښې غاړې ته په زابل ولایت کې ترسره کړی، پولیس وایي چې کم از کم یوولس عسکر وژل شوي دي. علاوه له دې، افغان حکومت وایي چې په هلمند او بغلان ولایتونو کې هم طالبانو حملې کړي او هغو ځایونو کې یې د افغان ځواکونو څلور تنه وژلي دي. ځایي پولیس وایي چې په بغلان کې د طالبانو ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي دي. افغان چاوارکي دعوه کوي چې په نورو ولایتونو کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده، خو جزییات یې ندي څرګند.

30.03.2020 ډیوه

حکومت به د کرونا ځپلویو امریکایانو مالي امداد کوي، د مرکزي بېنک مشر وايي

د امریکې اېن بي سي ټوډی شو پروګرام سره د زیارت په ورځ مرکه کې جېروم پاول ومنله چې ممکنه ده چې په امریکا کې اقتصادي بدحالي یا ریسېشن شروع شوی وي خو هغه وویل د موجوده د اسباب د تېرو وختونو د ریسشن نه ډیر مختلف دي

30.03.2020 ډیوه

په پاکستان کې د تبليغي جوماتونو څخه د کرونا وايرس خورېدو ويره سېوا شوې

پاکستاني چارواکي وايي په پنجاب صوبه کې په ۲۷ تبليغيانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او د نايجيريا د لسو غړو چې پکې پينځه ښځې شاملې دي، ۴۷ نور تبليغيان قرنطین کړی شوي دي.

30.03.2020 ډیوه

د هندوستان د یوې کورنۍ په ۲۵ غړو کې کورنه وایرس موندل شوی

 د رپورټ ترمخه اول د کورنۍ په هغه څلورو غړو کې کرونا موندل شوی و چې سعودي عرب ته تللي وو او بیا د خاندان به ۲۱ نورو غړو کې دغه ناروغي وموندل شوه

30.03.2020 ډیوه

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو درې نوي کېسونه رپورټ شوي

د خېبرپښتونخوا په کومو دریو جنوبي ضلعو کې چې د پولیو نوي پېښې رپورټ شوي دي پکې لکي مروت تر ټولو زیاته متاثره ضلع ده. په لکي مروت کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغۍ ۱۲ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دغه ضلع کې د پولیو ۳۲ کېسونه رپورټ شوي وو

30.03.2020 ډیوه

دافغانستان دروغتیا: په هېواد کې د کرونا وایرس پېښې 141 ته رسېدلي دي

دافغانستان دروغتیا وزیر فبروز الدین فیروز وايي په هرات کې تیره ورځ دکرونا وایرس ۲۴ اوپه بدخشان کې دیوې مثبتې پیښو په رامنځته کیدو سره دا مهال په هیواد کې کروناپه ناروغۍ دافغان وګړوداخت شویو کسانو شمیر۱۴۱ تنو ته ورسید. 

30.03.2020 ډیوه

په هسپانیه کې په یوه ورځ ۸۱۲ کسان په کرونا مړه شوي دي

واشنګټن ډي سي: په هسپانیه کې د ګل یا دوشنبې په ورځ له کرونا وایرس څخه د ۸۱۲ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی. په دغه هېواد کې د کوېډ ۱۹ د ۶۰۰۰ نویو پېښو خبر هم ورکړل شوی چې له دې سره په ایټالیا کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر یو لک کسانو ته نږدې شوی ی. هسپانیه یا سپېن د امریکا او ایټالیا څخه وروسته په نړی کې په کرونا د سختو ځپل شویو هېوادونو په کتار کې دریم ځای لري. په ایټالیا کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ  تر ۷۵۰ کسان زیات له کرونا وایرس څخه مړه شوي دي. په ایټالیا کې تر اوسه پورې نږدې ۱۱۰۰۰ کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي او کابو یو لک کسان پرې اخته شوي دي. دغه هېواد د تېرو څو اونیو راهیسي په لاک ډون کې دی خو د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې په کرونا د نویو اخته شویو کسانو په شمېر کې د کموالي هیلې څرګندې شوې. د ایټالیا حکومتي چارواکو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي دي، په داسې حال کې چې ټول خلک بېرته عادي ژوند ته د راګرځېدو خبرې کوي خو په اوس وخت کې دا مناسب کار نه دی او د لاک ډون وخت چې د جمعې په ورځ پای ته رسېږي یو ځل بیا به وغځول شي. د نړی ګڼو مشران بیا د کرونا اقتصادی ناورین لوري ته پام اړولی. د برازیل ولسمشر په ټویټر باندې په یو شمېر پوستونو کې د سوداګریزو چارو تړل او د خلکو د راټولېدو مخنیوی تر پوښتنې لاندې راوستي. ټویټر ویلي، چې دوی به هغه پوستونه بند کړي چې د روغتیايي سپارښتنو پرخلاف وي او پکې خلک د مخنیوي بې اغیزو لارو چارو ته هڅول شوي وي د کومو له امله چې د خلکو د ناروغ کېدو چانس زیاتېږي. په هسپانیه کې چارواکو د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپار دوه اونی مخکې لاک ډون لګولی دی. په ګرده نړی کې حکومتونو دغه لاره غوره کړې ده. د ګل یا دوشنبې په ورځ په ماسکو کې د یو نوی حکم له مخې خلک نشي کولای د اړینو دندو، خوړو، درملو د رانیولو او د روغتیايي بیړني حالت پرته له خپلو کورونو څخه ووځي. د نایجریا ولسمشر محمدو بخاري په پلازمېنې ابو جا کې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی او خلکو ته یې ویلي، چې پلازمېنې ته له راتلو او وتلو څخه باید ډډه وکړي. په برتانیه کې چې د لومړي وزیر بوریس جانسن او شهزاده چارلس په ګډون پکې په کوېډ ۱۹ باندې تر ۲۲۰۰۰ زیات خلک اخته شوي دی، حکومتي چارواکي وايي، چې لاک ډون دغلته ښايي تر شپږو میاشتو هم دوام وکړي. دوی زیاتوي، که خلک هغه څه وکړي چې غوښتل کېږي او روغتیايي حالت ښه شي نو د لاک ډاون وخت لنډه کېدای هم شي. دې ته ورته په نیپال، سلوینیا او ارجنټاین کې لاک ډاون اوږد کړای شوی دی. وروستی شمېرې ښيي چې په ټوله نړی کې په کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۷۳۰۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان شاخوا ۳۴۶۰۰ ته رسیدلي دي. د اسرایلو د لومړي وزیر په یوې سلاکارې کې کرونا وایرس مثبت شوی. رویکا پلوچ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اسرایلو له وزیر اعظم نتن یاهو او ګڼو نورو سیاستوالو سره لیدلي دي. دا لا نه دي ویل شوي چې نتن یاهو او دغه نور سیاستوال به قرنطین شي او که نه. په اسرایلو کې د کرونا ۴۳۴۷ پېښې موندل شوې دي. د هندي رسنیو د یو راپور له مخې په مهراشترا ایالت کې د یوې کورنی ۲۵ غړو کې کرونا مثبت شوې. خبر زیاتوي، د یادې کورنی په څلور غړو کې چې له سعودي عرب څخه راغلي وو کرونا وایرس موندل شوی وو او بیا یوه اونی وروسته د کورنی په پاتې ۲۱ کسانو کې چې یو دوه کلن ماشوم هم دی ټولو کې کرونا مثبت شوې وه. هندي چارواکي ددغې پېښې پړه په تنګ ځای کې د ډېرو کسانو یو ځای اوسېدو باندې اچولی. تېره اونی په هند کی د ۲۱ ورځو لپاره لاک ډون لګېدلی تر څو په دغه ګڼ نفوسه هېواد کې د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي. د جان هاپکنز د شمې له مخې په هند کې تر ۱۰۷۱ زیات کسانو کې کرونا وایرس موندل شوی. د کوېډ ۱۹ په قربانیانو کې د جاپان نامتو ټوکمار کین شیمورا هم شامل دی د چا مړینه چې د اتوار ناوخته اعلان شوه. دغه ۷۰ کلن کس. مارچ په شلمه نېټه د تبې او سالنډي له امله په روغتون کې بستر شوی و. د چین حکومت اوس د سوداګریزو چارو بېرته پرانستلو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي او روغتیايي چارواکي یې له بهر څخه د کرونا د کیسونو راتلو ته پام اړولی ځکه په سیمیزه کچه د کرونا په خپرېدو کې د پام وړ کموالی راغلی. چین لومړنی هېواد و چې د کرونا وایرس د کیسونو راپور یې ورکړ او په وهان ښار کې یې لاک ډون ولګوو چېرې چې تر ۸۱۰۰۰ زیاتې پېښې وموندل شوې. په ټوله نړی کې روغتونونو ته د بې شمېره ناروغانو ورتګ او د کافي روغتیايي وسایلو نه شتون د نړی روغتیايي سیستم له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی. د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د نهې په ورځ په یو ټویټ کې وویل، چې په ټوله نړی کې روغتیايي کارکونکي د کویډ ۱۹ له وبا څخه اغیزمنو کسانو ته روغتیايي مرستې رسوي که هم خپله هم قرباني ورکوي. هغه زیاته کړې، زه د دوی میړانې، ژمنتیا او قربانیو ته د قدر په سترګه ګورم.

30.03.2020 ډیوه

په چارسده کې شپږ تبليغي چينايان قرنطين کړی شوي، مرستيال کمشنر وايي

د چارسدې ضلعې مرستيال کمشنر ويلي، د چین سره تعلق لرونکي شپږ تبليغيان په جومات کې قرنطين کړی شوي دي، او په ضلع کې د نورو بهرنيانو تبليغيانو لټه روانه ده.

30.03.2020 ډیوه

د مردان پوليس افسران په کرونا وايرس اخته شوي، د منګا ۲۰ کسان کورونو ته لېږل شوي

د مردان د پوليس (اېس اېس پې اپرېشن) ويلي هغه د کرونا په وايرس اخته شوی او په يو بل پولیس افسر کې هم د کرونا وايرس پخلی شوی دی، ضلعي انتظاميه وايي د منګا ۲۰ مشکوک کسان د قرنطين نه وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

30.03.2020 ډیوه

امریکا د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغان مذاکراتي ډلې جوړولو هرکلی کړی

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغانستان د حکومت هرکلی کړی چې د طالبانو سره د خبرو دپاره يې ټول شموله ډله جوړه کړې ده.

30.03.2020 ډیوه

بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه ۱۷ تنه ښه شوي دي

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال وایي په ایالت کې د کرونا په وايرس اخته شوي ۱۷ ناروغان جوړ‎ شوي ، ټېسټونه يې سم راغلي دي.

30.03.2020 ډیوه

کروناوایرس له څه جوړ شوی او ولي یې له منځه وړل سخت دي؟

میلینونه کاله کیږي چې د ځمکې پر سر وایرسونه موجود دي او همیش یې ژوندیو مخلوقاتو ته لوی خطر پېښ کړی دی. کرونا وایرس هم د بې شمېره وایرسونو له ډلې یو وایرس دی چې اوس یې بشریت ته غټه ستونزه پیدا کړې ده. وایرسونه بشپړ ژوندي موجودات ندي او ځیني پوهان وایي چې وایرس د کیمیايي او بیالوجيکي حالاتو ترمنځ یو ډول موجودات دي. ویروس په حقیقت کې د نیوکلیک اسید یو مالیکول دی چې په پروټیني طبقې باندې پوښل شوی دی. دا پوښ، د غوړیو خاصیت لري، او همدا وجه ده چې صابون یې ډېر زر د نورو غوړیو په شان ویلي کوي او له منځه یې وړي. په صابون باندې لاسونه مینځل، په لاسونو باندې موجود کرونا وایرسونه ډېر زر پاکولی شي.   د اندازې له اړخه، وایرسونه ډیر زیات واړه دي او اندازه یې له ۲۰ نه واخله بیا تر ۴۰۰ نانومتره پورې فرق کوي. یعنې د یو وایرس اندازه، د یو ويښته د ډبلۍ یو په زرمه حصه ده. د علمي څېړنو له مخې، سمدستي پس له هغه چې وایرس د انسان بدن ته ننوځي، د بدن په خلیو (حجراتو یا سېلز) حمله کوي. په دې حالت کې د وایرس هغه پروټیني پوښ، د بدن په خلیې باندې اثر کوي او د زیانمنې شوې خلیې د مالیکولي سیسټم ټول اختیار، د وایرس په لاس کې لویږي او د خلیې د نیوکلیک اسیدونو په کارولو سره، وایرس د ځان په شان نور وایرسونه کاپي کوي. پوهانو دا موندلې چې کله یو وایرس خلیې یا حجرې ته ننوځي، نو په څو ګهېنټو کې، خپل ځان په شان لس زره نور وایرسونه جوړوي. کله چې یو انسان په وایرس ککړ شي، نو یوازې څو ورځې وروسته یې په هره قطره وینه کې، په میلینونه وایرسه موجود وي.  اوس نو راشو کروناوایرس ته: کرونا وایرس دغه کار، یعنې د ځان په شان د نویو نورو وایرسونو جوړول یا کاپي کول، د انسان په سپېږمو (پوزې) او ستوني کې ترسره کوي او هر ځل چې بیمار ټوخیږي یا پرنجیږي، نو دا بې شمېره وایرسونه ماحول کې خپریږي او نورو کسانو ته لګیږي. په ځینو بیمارانو کې کروناوایرس ځان سږیو ته رسوي چې دلته نو د بیمار حالت خرابیږي او کیدای شي ځیني بیماران حتا د مرګ خـُلې ته واچوي. همدا وجه ده چې په کروناوایرس ځیني ککړ کسان، ډېر کم ناروغه کیږي، د ځینو حالت خرابیږي، او د ځینو بیخي حال تر مرګه رسیږي. د کرونا وایرس بله ځانګړنه دا ده چې اعراض او علایم یې ډېر په کرار کرار او ناوخته راپیدا کیږي، او مخکې له دې چې یو بیمار ډاکټر ته ولاړ شي، له وړاندې یې لا نور کسان هم په وایرس ککړ کړي وي. په عمومي توګه وایرسونه ډېر سخت سري موجودات دي، او په تېره یوه پېړۍ کې یې میلینونه انسانان وژلي دي. د وایرسونو له منځه وړل او یا کنټرول لاندې راوستل، ډېر سخت کار دی.  کرونا وایرس چې کله د انسان له بدنه بهر وي، نو فعالیت نه لري، خو له منځه نه وي تللی او کیدای شي چې له څو ګهېنټو نیولې بیا تر څو ورځو خطرناکه پاته شي. پوهان وایي اکثر وایرسونه ډېر ساده شکل لري، مګر کروناوایرس ډېر پیچلی دی. علاوه له دې، کرونا وایرس ډېر زیات دا توان لري چې د ځان بڼه په تیزۍ سره بدله کړي او له ماحول سره ځان عیار وساتي. د کرونا وایرس د ټولو دغو وړتیاوو او خطرو باوجود، دا چې پر له پسې خپل شکل بدلوي نو داسې ورځ به راورسیږي چې نور خطرناک مرض به ونشي جوړولی، او د زکام د وایرس په شان به کم خطره وایرس ترې جوړ وي. خو تر هغه وخته، ممکن د ګڼ شمېر کسانو د مرګ سبب وګرځي.

30.03.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more