شاته

امریکا وايي په ایران کې بې درکه شوی امریکايي شهري مړ شوی، خو تهران د دې تردید کوي

امریکې غوښتنه کړې ده چې تهران دې د امریکايي شهري رابرټ لېونسن په اړه معلومات وړاندې کړي خو تهران د هغه د کورنۍ دا خبره ردوي چې لېوسن د ایران به قید کې مړ شوی دی.

رابرټ لېونسن چې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي پخوانی کارکونکی و، ۱۳ کاله وړاندې په ایران کې بې درکه شوی دی.

وایټ هاوس يا د امریکې صدارتي ماڼۍ ویلي امکان شته چې لېونسن څه موده وړاندې د ایران په ولقه کې ساه ورکړې وي او ایران باید چې د هغه په اړه مکمل معلومات وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د ډلې ترجمان علي رضا میریوسفي د زیارت، پنجنشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل "ایران همیشه دا خبره کړې ده چې چارواکي یې د ښاغلي لیونسن د درک په اړه معلومات نلري، او دا چې هغه د ایران په ولقه کې نه دی. دغه حقایق نه دي بدل شوي."

د ښاغلي یوسفي د پېغام به ځواب کې وایټ هاوس د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین وویل "د دې نه وړاندې چې امریکا د ایران دریځ ومني، ایران باید چې پوره حال بیان کړي چې د باب (رابرټ) سره څه شوي دي."

رابرټ لېونسن ۵۸ کلن و چې ۱۳ کاله وړاندې په ایران کې بې درکه شو.

د هغه کورنۍ په سوشل میډیا ویلي د امریکې حکومت نه د هغه د ممکنه سرنوېشت په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

د لېونسن کورنۍ وویل "مونږ په نژدې ورځو کې د امریکايي چارواکو نه معلومات ترلاسه کړي دي چې هغوی او مونږ دې نتېجې ته رسوي چې زمونږ خوږ خاوند او پلار د ایران به ولقه کې مړه شوی دی."

د لیونسن کورنۍ وویل دا ورته نه ده معلومه چې هغه کله او څنګه مړه شوی خو دا واقعه د کرونا وایرس د خورېدو نه وړاندې ده.

د رابرټ لېونسن د کورنۍ د بیان وروسته صدر ټرمپ ویلي ګمان نه کوي چې لیونسن به مړ شوی وي. "زه دا نه منم چې هغه مړ شوی دی."

رابرټ لېونسن د ۲۰۰۷ د مارچ په میاشت کې د ایران کیش جزیرې ته تللی و چې د سیاحت مرکز ګڼل کېږي. په دغه وخت هغه د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای سره کار کوولو.

امریکې د ایران نه په مستقل ډول غوښتلي چې د لېونسن په اړه دې معلومات وړاندې کړي خو ایران ویلي د هغه په اړه معلومات نلري.

خو کله چې لېونسن بې درکه شو نو د ایران یوې حکومتي خبري ادارې وویل هغه د ایراني امنیتي ځواکونو په ولقه کې دی.