شاته

د مردان تبليغي مرکز دقرنطین مرکز ګرځول شوی

د مردان ضلعي انتظاميې د مردان جنډۍ سيمې سره نزدې تبليغي مرکز د څارملنې مرکز ګرځولی دی، له دې وړاندې د پاکستان د مذهبي چارو وزارت ويلي وو خلک دې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې عبادتونه محدود کړي او د ګڼه جوړولو نه دې ډډه وکړي.

دا ګام په داسې وخت کې اخستل شوی چې په مردان ضلع کې د کورونا وايرس خورېدو له امله يو تن مړ شوی او لږ تر لږه ۴۴ مثبت کېسونه رپورټ شوي دي.

د ياد وړ ده کرونا دلاسه مړ شوی پنځوست کلن تن د منګا سيمې سره تعلق درلود او هغه د عمرې نه واپس راغلی او د يو شمېر خلکو سره یې ملاقاتونه هم کړي وو.

سرچينې وايي چې دا وخت د مردان په تبليغي مرکز کې شاواخوا سل کسان ځان له کړی شوي دي چې پکې د چين، افريقې او افغانستان نه علاوه ځايي خلک هم شامل دي.

په دغه مرکزي کې موجود يو تن د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وويل چې دوي به د حکومت سره پوره پوره مرستې کوي خوا دا يې ونه ويل چې د جمعې په شپه کېدونکې لويه غونډه به کېږي يا نه؟

ضلعي انتظاميې دغه ځای د څارملنې مرکز ګرځولو سره سره دا هيله هم څرګنده کړې چې دوي به دغلته خلک د راغونډېدو نه هر ممکن حد پورې منع کوي.

د مردان د لوی هسپتال مردان مېډيکل کمپلېکس وياند ډاکټر جاوېد اقبال ډيوه ته ويلي چې په روغتون کې يو تن د کورونا وايرس نه روغ شوی او هيله څرګندوي چې هغه به په ورځ دوه کې د هسپتال نه کور ته لېږل کېږي.

نوموړی وايي چې دا وخت په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د دوه او په د ضلعې په لوی هسپتال کې د اووه مريضان علاج هم روان دی.

د دوه په وينا چې په مجموعي توګه ۴۴ کېسونه مخې ته راغلي خو په دغه مريضانو کې په زياتره کې د کورونا وايرس علامات يا نښې نه دي څرګند شوي.

د دې ترڅنګ د نوښار ضلعې مرستيال ډپټي کمشنر شاهد علي وايي چې په ښار کې د تبليغي جومات سره تعلق لرونکي اتلس کسان په يو ځايي جومات مسجد قبا کې ځان له کړی شوي دي څوک چې د مردان ضلعې نه راغلي وو.

صوبايي حکومت وايي، په ټوله صوبه کې ټول ۱۷۶ د څارملنې مرکزونه جوړ کړی شوي او تر دې دمه په ۱۲۱ کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.