شاته

په کوټه کې دوه ډاکټران کرونا وایرس وهلي دي

د کوټي د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یو زمه وار په وینا په کوټه کې دوہ ځوانان ډاکټران په کرونا وایرس اخته شوي او د پنځو نورو ځوانانو ډاکټرانو د معاینو نتیجې د جمعې به ورځ ممکنه ده چې څرګندې شي.

بلخوا د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاہواني پر خپل ټویټر پانه لیکلي په بلوچستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرونا نوی کېس ندی رپورټ شوی، ښاغلي لیکلي د ۳۹ تنو ټیسټونه یې کړ‎ي چې په یوہ کې ھم د کرونا وایرس تصدیق نه دی شوی.

د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یو زمه وارہ غړ‎ي په خبرہ حکومت او ډاکټران ځکه نه غواړ‎ي دا خبر خپور کړ‎ي چې بیا په ولس کې نوره ویرہ زیاتيږ‎ي.

د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اچکزیي څو ورځې وراندې له وي او اې سرہ په ځانڰړ‎ې مرکه کې له حکومته وغوښتل چې و ډاکټرانو ته دې له کرونا وایرس د ژغورلو اسباب ورکړ‎ل شي ، شاغلي اڅکزي دا ھم وویل چې حکومت دې د کوټې په دولتي روغتونونو کې د عامو ناروغانو راتڰ د څه مودې لپارہ بند کړ‎ي ، د ھغه په خبرہ یوازي د کوټې و سول روغتون ته په یوہ ورځ کې له پنځه زرہ بیا تر اوہ زرہ پورې ناروغان د چېک اپ لپارہ ورځي۔

تر دې وړ‎اندې ھم ف ځوان ډاکټرانو اتحادیې مشرانو په پریس کانفرنس کې پر حکومت نیوکې کړ‎ې چې حکومت و ډاکټرانو او په روغتونونو کې نورو کارکونکو ته له کرونا وایرسه د ځان ژغورنې اسباب نه دي ورکړ‎ي، دوی له ایالتي حکومت چخه د ھغو ډاکټرانو د مستقل لڰولو غوښتنه کړ‎ې کوم ډاکټران چې تر اوسه په عارضي ډول په روغتونونو کې پر ډیوټي وہ

د بلوچستان د تعلقات عامه یا ډي جي پي آر په یوہ خپارہ شوي بیان کې لیکل شوي چې د بلوچستان د بيړ‎نز حالت د خوندي ساتلو د ادارې مشر د بلو چستان و اعلا وزیر ته ویلي چې حکومت له چین څخه اونیم لکه این 95 ماسکونه،اوہ لکه پنځوس زرہ ایي پېک، پنځه اویا زرہ سادہ ماسکونه، څلور زرہ حفاظتي شيلډ، اخیستل شوي ، په لنډ وخت کې به بلوچستان ته ورسیږ‎ي ۔

د بلوچستان حکومت د ایالتی ویاند لیاقت شاہواني په خبرہ په بلوچستان کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر یو سل یو دیرش دی ، په ایالت کې د کرونا یو اویا کلن ناروغه مړ‎ شوی او دوہ تنه له قرنطین وروسته جوړ‎ شوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.