د بشري حقونو ډله: ایران په شپږو میاشتو کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي
په ناروې کې د بشري حقونو یوه ډله وايي چې ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي او د تېرکال په پرتله د اعدامونو لړۍ تېزه روانه ده.
سعودي عربستان د قران د نسخې د سوځولو په اعتراض کې د سویډن سفیر احضار کړ
د سعودي عربستان رسنۍ وايي حکومت یې په سویډن کې د قران د یوې نسخې د سوځولو د غندنې دپاره ددغه هېواد سفیر احضار کړی دی.
یونیسف: افغانستان کې مو د روغتیایي سیستم د سقوط مخه مو نیولې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې تراوسه ۱۹ میلیونو افغانانو سره د ژوند د ژغورونکو روغتیايي خدمتونو او تغذيې په برخو کې خدمتونه برابر کړي دي.
ملګرو ملتونو د افغانانو د ملاتړ لپاره یو نوی ستراتیژیک چوکاټ ترتیب کړی
افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ افغانانوته د روغتیا، تغذیي، تعلیم، کارموندنې، اقتصادي، ټولنیز پیوستون، ټولشمولوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونو، او د قانون حاکمیت په برخو کې د ملاتړ د برابرولو لپاره یو ستراتیژیک چوکات ترتیب کړی دی.
د پښتورګي د کاڼي په هکله څومره پوهیږئ؟
د پښتورګي کاڼي د منرالانو او مالګې د مرکباتو پاتې کیدنه او راټولیدنه ده چې په په پښتورګې کې دننه جوړیږي او کله نا کله د ناروغانو لپاره د ډیرو او جدي ستونزو پیدا کیدو سبب کیږي.
ایران د قرانکریم په سوځیدو د اعتراض په توګه سویډن ته د سفیر لیږل ځنډولي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي سویډن ته یي د نوي سفیر لیږل پدې خاطر ځنډولي چې د دې هیواد په پایتخت کې تیره اوونۍ یوې مظاهرې ته اجازه ورکړل شوه چې د قرانکریم یوه برخه هم پکې وسوځول شوه.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
جو بایډن د ناټو په غونډې کې د ګډون او متحدینو سره د خبرو لپاره اروپا ته ځي
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې اوونۍ دریو اروپایي هیوادونو ته په رسمي سفر روان شوي.
د اسلامي همکارۍ سازمان: باید د قران سوځولو مخه ونیول شي
د اسلاميهمکارۍ سازمان د یکشنبې په ورځ جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۱) غوښتنه وکړه چې باید په راتلونکې کې په ډله ایز او متحدانه ډول د قران د نسخو د سوځولو مخه ونیول شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د «بشریت ضد جنایت» سره اندازه کیدلی شي. که د طالبانو دا اقدامات د بشریت ضد جنایت ومنل شي، د طالبانو لپاره به څه ډول پاېلې ولري؟
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستاني طالبانو په بلوچستان کې څلور پولیس وژلي- مقامات
په پاکستان کې مقامات وايي چې د یکشنبې په ورځ جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۱) د بلوچستان په ایالت کې د وسله والو په یو برید کې د دغه هېواد څلور امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې: د بخښنې نړیوال سازمان دریځ اورئ چې وایي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د بشریت په ضد د جنایت سره اندازه کیدلی شي. د روسیې او چین په تړاو د اروپایانو د یوې نظرپوښتنې پاېلې خپرو او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د اختر دودیزو مېلو په کمیدو او سړیدو راپور هم لرو.