شاته

سعودي عربستان د قران د نسخې د سوځولو په اعتراض کې د سویډن سفیر احضار کړ

د سعودي عربستان رسنۍ وايي حکومت یې په سویډن کې د قران د یوې نسخې د سوځولو د غندنې دپاره ددغه هېواد سفیر احضار کړی دی.

د سعودي حکومت له دې وړاندې د یو ۳۷ کلن عراقي سلوان مومیکا له خوا د سویډن د پایتخت ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قران د یوې نسخې د سوځولو پېښه غندلې وه.

د سعودي عربستان رسمي دولتي اژانس د دوشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۲) وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د سویډن سفیر احضار کړ او له سویډن څخه یې وغوښتل چې "د داسې کارونو مخنیوی وکړي چې د زغم او اعتدال خپرولو او افراطیت خلاف نړیوالو هڅو سره په ټکر کې دي او د خلکو او دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره اړین متقابل احترام ته زیان رسوي".

په سویډن کې د قران د نسخې د سوځولو وروستۍ پیښې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د عراق، کویټ، متحده عربي اماراتو او مراکش په ګډون هیوادونو هم د اعتراض په ډول د سویډن سفیران احضار کړي دي.

ایران د یکشنبې په ورځ وویل چې سویډن ته یې د خپل نوي سفیر استول د دې پېښې له امله ځنډولي دي.

د سعودي عربستان په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه فوق العاده غونډه کې د داسې اجتماعي اقداماتو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې د قران د سوځولو مخنیوی وکړي.

د ستاکهولم پولیسو ویلي مومیکا ته یې د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې، د اعتراض د یوې بڼې په توګه د قران د نسخې د سوځولو اجازه ورکړې وه. پولیسو وروسته وویل چې دوی د دې سړي لخوا د "د یوې مذهبي ډلې د پارونې دپاره جومات ته څېرمه ددې کار د ترسره کولو" په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د سویډن حکومت د یکشنبې په ورځ د مومیکا کړنې وغندلې او هغه یې "د اسلام ضد" وبللې.