شاته

د بشري حقونو ډله: ایران په شپږو میاشتو کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي 

په ناروې کې د بشري حقونو یوه ډله وايي چې ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي او د تېرکال په پرتله د اعدامونو لړۍ تېزه روانه ده.

د بشري‌ حقونو دغه ډله وايي چې په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته ددې پېښې د غندنې دپاره د پیل شویو مظاهرو څخه راهیسې، تهران د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده چې په هېواد کې ویره او ترهه خپره کړي.

د دغې ډلې په وینا، د تېرکال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله سږکال په شپږو میاشتو کې په ایران کې اعدامونه ۳۶سلنه زیات شوي. وايي تېرکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت ۲۶۱ کسان اعدام کړي وو.

دا ډله په دې اندېښنې ټېنګار کوي چې په ایران کې غیر فارسي توکمونه په نا متناسب ډول د اعدامونو تر اغیز لاندې دي او په اعدام شویو کې یې ۲۰ سلنه سني بلوڅ اقلیت دي.

فرانس پرس دد دغې ډلې د راپور په اساس لیکلي، چې ۲۰۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور اعدام شوي، دا د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۱۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په اعدام شویو کې یې شپږ ښځې هم وې او دوه نارینه په عام محضر کې په دار ځړول شوي.

د ایران د بشري حقونو د ډلې مشر محمود امیري مقدم وویل: «د مرګ سزا د دې لپاره تطبیق کېږي چې په ټولنې کې ویره خپره شي او د نورو مظاهرو مخه ونیول شي.» نوموړی وايي چې اکثریت وژل شوي‌ کسان د منزوي شویو ټولنو او کلیو او بانډو وګړي دي.

دې ډلې څه موده مخکې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو ایران په ۲۰۲۲کال کې ۵۸۲ کسان اعدام کړي وو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په یو کال کې خورا زیات کسان دي چې دغه هېواد کې اعدام شوي‌ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ایران له چین څخه وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې اعدام کېږي، خو د چین رسمي ارقام نشته.

د ایران حکومت د مظاهرو په تور اووه کسان اعدام کړي او د بشري حقونو ډلې وايي چې لږ تر لږه اووه نور نیول شوي کسان هم د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

د ایران حکومت لا په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د ډلې د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.