شاته

د اسلامي همکارۍ سازمان: باید د قران سوځولو مخه ونیول شي 

د اسلامي‌همکارۍ سازمان د یکشنبې په ورځ جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۱) غوښتنه وکړه چې باید په راتلونکې کې په ډله ایز او متحدانه ډول د قران د نسخو د سوځولو مخه ونیول شي.

د سلوان مومیکا په نوم یو عراقي، چې څو کاله مخکې سویډن ته کډوال شوی، د تېرې چهارشنبې په ورځ په ستاکهولم کې د یو لوی جومات مخې ته قران ته اور واچوه. د اسلامي همکارۍ سازمان له دغې پېښې وروسته د سعودي عربستان د جدې په ښار کې اضطراري غونډه وکړه.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې د خپلو ۵۷ غړو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په اینده کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره «متحدانه او ډله ایز» اقدامات وکړي.

په همدې حال کې مومیکا د سویډن یوې ورځپاڼې ته ویلي دي: «په راتلونکو لسو ورځو کې به د عراق د سفارت مخې ته د قران یوه بله نسخه او د عراق بیرغ ته اور واچوي.»

د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر ابراهیم طه وویل چې قران ته د «سپکاوي» د دغه عمل په اړه باید واضح پیغام ورکړل شي. هغه وویل چې دا ډول کارونه له اسلام څخه د ویرې او ترهې عادي پېښې نه دي.

ابراهیم طه زیاته کړه: «موږ باید نړیوالې ټولنې ته د نړیوالو قوانینو د سمدستې تنفیذ په اړه، چې له دینونو څخه د کرکې د حمایت ممانعت کوي، یادونه وکړو.» نوموړي په سویډن کې د قران سوځول وغندل.

د سویډن حکومت عکس العمل

د سویډن حکومت نن یکشنبه د قران سوځول وغندل او هغه یې له «اسلام څخه د ویرې» یو عمل وګاڼه.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل: «د سویډن حکومت پوره درک کوي چې په سویډن کې د مظاهرو په مهال ترسره شوي اعمال مسلمانانو ته سپکاوي کوونکي کېدای شي. موږ دا اعمال په کلکه غندو.»

دغه وزارت ویلي دي چې دا ډول کارونه د سویډن د حکومت لیدلوری نه څرګندوي. تر دې مخکې ډېرو اسلامي هېوادونو په سویډن کې د قران د نسخې سوځول او د سویډن حکومت وغندل چې ولې یې دې کار ته اجازه ورکړې وه.

په همدې لړ کې عراق، کویټ، متحدو عربو اماراتو او مراکش د سویډن سفیرانو احضار کړي وو او په دې اړه یې خپله غوصه ورته څرګنده کړې ده.