شاته

یونیسف: افغانستان کې مو د روغتیایي سیستم د سقوط مخه مو نیولې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي چې د نړیوال بانک او د اسیا د پرمختايي بانک په ملاتړ یې په افغانستان کې د ۲۷۰۰۰ روغتیايي کارکوونکو په مرسته زرګونه روغتیايي مرکزونه فعال ساتلي او د دغه هیواد د روغتیايي سیستم د سقوط مخه یې نیولې ده.

یونیسف وايي چې له دې لارې یې د ډېرو خلکو درملنه هم کړې ده. دا اداره وايي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې تراوسه ۱۹ میلیون افغانانو ته حیاتي روغتیايي خدمتونه او خواړه برابر کړي‌دي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ جولای درییم ( چنګاښ ۱۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا خدمتونه د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو څخه د ملاتړ او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د فعال ساتلو په پایله کې برابر شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان " ډبلیو اچ او" هم په یو راپور کې ویلي، چې د مۍ په میاشت کې یې ۱.۴ میلیون وګړو ته ددغې ادارې د شریکانو په مرسته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

دغه راپور، چې د یکشنبې په ورځ جولای دوییم( چنګاښ ۱۱) خپور شوی په کې ویل شوي، چې دغو کسانو له زرو څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو له لارې دا خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلی:" د افغانستان په محرومو سیمو کې د ۲۲۲ روغتیايي مرکزونو له لارې ۲۸۱ زره او ۱۹ کسانو سره لومړنۍ روغتیايي مرستې شوي. ۷۷۹ کسانو ته د روغتیا د نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې مرکزونو له لارې د بیا توانمدۍ ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي دي".

همداشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې ۴۴ ټنه روغتیايي او غیر روغتیايي توکي یې د ۳۴ ولایتونو په ۶۹ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې تیره میاشت ویشلي دي. ددغې سازمان د وینا پر اساس په دغو ولایتونو کې ددغو توکو څخه ۱.۴۶ میلیونو کسانو ګټه اخیستې ده.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي او د تغذیې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ستراتیژیک لارښود او د مرستو څخه په محرومو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د ناروغانو د لاسرسي د کچې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې دغه ستراتیژیک لارښود به د افغانستان عامې روغتیا وزارت او د روغتیا په سکتور کې د شاملو موسسو سره په محرومو سیمو کې په اضطراري او سختو شرایطو کې په سمه توګه د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ملګروملتونو د نورو ادارو په څیر د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د مالي منابعو نشتون د روغتیا سکټور باندې اغیز کوي ځکه چې ډیر روغتیايي مرکزونه د مرستو کمیدو له امله تړل شوي دي او په افغانستان کې د روغتونونو څخه ملاتړ هم کموي او ددې کار پایله به د ناروغانو د مړینې سبب وګرځي.

ددې دمخه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" ویلي و، چې د بودیجې کمبود یوه عمده ګواښ دی، چې د روغتیا د سکټور په ګډون د مرستو رسونې د شریکانو په کاري وړتیا ناسمه اغیز کوي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې د ژغورنې برخې لکه تغذیه، روغتیا او خواړه په افغانستان کې د بشري بحران ته د ځواب ویلو د بشري مرستو د وړاندیز ۷۰ فیصده بودیجه تشکیلوي.