ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا سنا د پورونو د زیاتوالي حد تصویب کړ 

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د پنجشنبې په شپه، د جون په لومړي نیټه (غبرګولي ۱۱) د متحده ایالاتو د پورونو په حد کې زیاتوالی په ۶۳ موافقو او ۳۶ مخالفو رایو سره تصویب کړ؛ داسې څرګندیږي چې یو سناتور دغه پلان ته رایه نده ورکړې. 

02.06.2023 امریکا غږ

کرکټ؛ افغانستان سري لانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان او سرِي لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) په شپږ ویکټو افغانستان وګټله.

02.06.2023 امریکا غږ

عبداللهیان: د هلمند سیند د اوبو ویش په اړه له طالبانو سره خبرې ښې روانې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي چې هېواد یې د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

02.06.2023 امریکا غږ

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف ټاکلی

د افغانستان او سري لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) کوربه ټیم افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.

02.06.2023 امریکا غږ

ترکیه کې ډیرو افغانانو د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې

په دې وروستیو کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو ترمنځ ډیرو یې د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې ده.

02.06.2023 امریکا غږ

ناهیلۍ کې نڅا؛ د طالبانو د مشر څرګندونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض

د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت غړو او ځینو نورو معترضو ښځو، د ښځو په اړه د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو په وړاندې د اعتراض لپاره په " ناهیلۍ کې نڅا" تر عنوان لاندې د بندو دروارو شاته یوه اعتراضي غونډه وکړه.

02.06.2023 امریکا غږ

امریکا د ایران د سپاه پاسدارن په پنځو غړو او قدس ځواک په یو سازمان بندیز ولګوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا ۱۱) په یو لړ «تروریستي توطیو» کې د لاس لرلو له کبله د ایران د سپاه پاسداران په پنځو غړو او د دغه هېواد د قدس ځواکونو په یو سازمان بندیز ولګوه.

02.06.2023 امریکا غږ

د سویس پارلمان اوکراین ته د وسلو د انتقال وړاندیز رد کړ

د سویس پارلمان د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا۱۱) اوکراین ته د سویس ساخت وسلو د انتقال وړاندیز رد کړ.

02.06.2023 امریکا غږ

واشنګټن د شمالي کوریا د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو هڅه غندلې او د امنیت شورا غونډه یې غوښتې

د  امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده چې د شمالي کوریا له لوري فضا ته د جاسوسي سپوږمګۍ د استولو د ناکامې هڅې په اړه بحث وکړي.

02.06.2023 امریکا غږ

شهیدي: سري لانکا سره لوبې مو د نړیوال کپ سیالیو ته ښه چمتوالی دی

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ نن جمعه جون لومړۍ (جوزا ۱۱) د سري لانکا د «هامبانتوتا» په لوبغالي کې پیلېږي.

01.06.2023 امریکا غږ

استرالیا کې محکمې یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د بندیانو په وژلو پړ وګڼه

د استرالیا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ جون اوله (غبرګولي ۱۱) حکم وکړ چې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتیري بن رابرټس سمیت په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر وخت په غیرقانوني توګه افغان بندیان وژلي او نور جنګي جنایتونه یې کړي دي. 

01.06.2023 امریکا غږ

میسي د پاریس سینټ ژرمن لوبډلې سره مخه ښه کوي

 د پاریس سینټ ژرمن (پي اس جي) فوټبال کلب، مشر روزونکي کریسټوف ګالټیه نن پنجشنبې د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې لیونل میسي به د سږکال دوبي کې له دغه فرانسوي‌ لوبډلې سره مخه وکړي او په دې توګه به ددې اونۍ په پای کې د دې کلب لپاره خپله وروستۍ لوبه تر سره کړي. 

01.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.06.2023 امریکا غږ

بواسیر څه دي او څنګه یې باید درملنه وشي 

بواسیر یوه عامه ناروغي ده چې د مقعد په شاوخوا کې د رګونو د پړسوب له امله رامینځته کیږي او ښایي د درد، ځایي خارښ او د مقعد د وینې کیدو لامل شي.

01.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more