د کابل د کرکټ شپږیزه لېگ سیالۍ پیل شوې
په لومړي ځل دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو سره سره د پاکستان اووه لوبغاړي هم برخه اخلي
د افغانستان امریکايي پوهنتون بند دی، استادان یې تښتول شوي
په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون چارواکي وایي چې نامعلومه کسانو د دوی دوه پروفیسوران تښتولي دي.
د سوريې جنگ د سولې خبرو ته خنډ پیښولاي شي: ملگري ملتونه
په محاصره شويو سیموکې بند پاته د ١.٢ ملیونه انسانانو څخه یواځي ۴٠ فيصده خلکو ته مرستي رسیدلي دي.
کریم امین: د سولې موافقت لیک به ډیر ژر لاس لیک شي
د حکمتیار د اسلامي حزب استازی وایي د ملي وحدت حکومت او اسلامې حزب دواړه د موافقت لیک پر ټولو ټکو باندې پوره موافقه لري.
هډه وال : د کلدارو پر ضد کمپاين د افغانۍ ارزښت لوړکړ
د افغانستان د مرکزی بانک مرستيال خان افضل هډه وال اشنا راډيو ته وويل ، په ځينو ولايتونو کې د خلکو له خوا د کلدارو پر ځاې د افغانۍ کارولو ، د افغانۍ ارزښت لوړ کړې او مرکزي بانک هڅه کوي چې دا ارزښت ثابت وساتی . هډه وال زياته کړه، د خلکو له خوا په خپله خوښه به دا کمپاين ددې سبب شي چې د افغانۍ ارزښت لوړ پاتې شی . په وروستيو کې يو شمير افغانانو د محلي چارواکو په مرسته د جنوب ختيځو ولايتونو په بازارونو او سودا گريز کاروبار کې په کالدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي او پر ځاې يی د افغانۍ کارولو لپاره کمپاين پيل کړې . ښاغلي هډه وال دا هم وويل چې له پخوا څخه اوس په بازار کې افغانۍ ته تقاضا ډيره شوې چې دی سره دهيواد په کچه اقتصاد ته گټه رسيدلې . ځينې سوداگر او صرافانو اشنا راډيو سره په خبرو کې ويلی ، سره له دی چې په کارونو کې د لږ تاوان سر مخ دي خو بیا هم خوشحاله دي چې دا مهال يی سوداگريزې چاری د هيواد د اقتصاد په گټه تماميږي . خان افضل هډه وال سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :
کندهار کې پر کلدارو بندیز هره ورځ یو ملیون افغانۍ ګټه لري
په کندهار کې چارواکي وایي د پاکستانیو کلدارو پر ځای د افغانیو د رایجیدو په کمپاین کي د افغانستان بانک ته هره مورځ نږدې یو ميلیون افغانۍ ګټه رسیږي .
د فراه د احتمالي سقوط په اړه اندیښنې
د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس وایي د مرکزي حکومت د نه پاملرنې په وجه کیدای شي د کندز په څیر طالبان د فراه ولایت هم ونیسي.
په نړیوال معیار په کابل کې د شپږیزې لیک سیالۍ
سږکال به د افغانستان کرکټ په سترو سیالیو، الکوزی شپږیزې لیګ سیالیو کې د تیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو کې اوه بهرني نړیوال لوبغاړي ولوبیږي.
طالبان په کندز کې تنکي ځوانان د ورانکارۍ لپاره تربیه کوي
په کندوز کې یو شمیر تنکي ځوانان د وسله والو طالبانو له خوا د ماین ایښودلو او مقناطيسي ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره تربیه شوي دي.
پاکستان په کویټه کې یو روغتون کې چاودنې له ۴۰ زیات وژلي
پولیس وایي، نن د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په ښار کې په ملکي روغتنون کې د بم د چاودنې له امله لږ ترلږه ۴۱ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي.
کابل پولیسود دوو تښتول شوو بهرنیو د ژغورلو هڅې پیل کړي
افغان چارواکي وايي،پولیسو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو استادانو لټون پیل کړی چې تیره شپه د دغه ښار په لویدیځ کې د ناپيژندو وسلهوالو تښتولي دي.
امریکا د سایبري جګړې وړتیاوې ډيروي
ولسمشر باراک اوباما غواړي د امریکا د پوځ انټرنټي وړتیاوې ډيرې کړې او د سایبري بریدونو مخه ډب کړي.
په ریو ۲۰۱۶ کې د سرو زرو مډال لمړني ګټونکي
په نژدې څلورو شپو ورځو کې به پدی لوبو کې 28 ډوله ورزشونو کې 306 لوبغاړیو ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شي.
جنرال عبدالرازق: د پاکستانۍ روپۍ کارول جرم دی
د کندهار د امنیې قوماندان وایي " دا د مسؤلینو بی پروایي وه چې د تیرو پنځلس کالو راهیسې پاکستانۍ روپۍ (کلدارۍ) په عام ډول کارول کیدې."
طالبانو د کندهار-لښکرګاه لویه لار تړلې ده
په هلمند کې چارواکي وايي طالبانو د کندهار-لښکرګاه د لویې لارې په ځینو برخو کې ماینونه کرلي او لاره یې تړلې ده.