شاته

هډه وال : د کلدارو پر ضد کمپاين د افغانۍ ارزښت لوړکړ

د افغانستان د مرکزی بانک مرستيال خان افضل هډه وال اشنا راډيو ته وويل ، په ځينو ولايتونو کې د خلکو له خوا د کلدارو پر ځاې د افغانۍ کارولو ، د افغانۍ ارزښت لوړ کړې او مرکزي بانک هڅه کوي چې دا ارزښت ثابت وساتی .

هډه وال زياته کړه، د خلکو له خوا په خپله خوښه به دا کمپاين ددې سبب شي چې د افغانۍ ارزښت لوړ پاتې شی .

په وروستيو کې يو شمير افغانانو د محلي چارواکو په مرسته د جنوب ختيځو ولايتونو په بازارونو او سودا گريز کاروبار کې په کالدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي او پر ځاې يی د افغانۍ کارولو لپاره کمپاين پيل کړې .

ښاغلي هډه وال دا هم وويل چې له پخوا څخه اوس په بازار کې افغانۍ ته تقاضا ډيره شوې چې دی سره دهيواد په کچه اقتصاد ته گټه رسيدلې .

ځينې سوداگر او صرافانو اشنا راډيو سره په خبرو کې ويلی ، سره له دی چې په کارونو کې د لږ تاوان سر مخ دي خو بیا هم خوشحاله دي چې دا مهال يی سوداگريزې چاری د هيواد د اقتصاد په گټه تماميږي .

خان افضل هډه وال سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :