کابل پولیسود دوو تښتول شوو بهرنیو د ژغورلو هڅې پیل کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پولیسو د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو استادانو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي، چې تیره شپه د کابل ښار په لویدیځ کې د ناپيژندو وسلهوالو له خوا وتښتول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان تیره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې د ناپیژندو وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي.
ښاغلي دانش وویل، د کابل پولیسو د دغو بهرنیو استادانو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
د ښاغلي دانش پر وینا دا استادان چې یو یې امریکایی او بل یې استرالیایی دی، تیره شپه هغه مهال په دارالامان سیمه کې د پوهنتون له مخې د ناپیژندو وسلهوالو له خوا وتښتول شول، چې په موټر کې سپاره او د میلمستون په لور روان وو.
لا تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه بهرنیان د چا له خوا او د کوم هدف لپاره تښتول شوي دي.
د امریکا او استرالیا چارواکو هم لا تر اوسه په رسمي توګه د خپلو دوو تښتول شوو اتباعو په اړه سه نه دي ویلي.
دا په تیرو دوو میاشتو کې په کابل کې د بهرنیو اتباعو د تښتونې دویمه پېښه ده.
شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې، د جودیت دیسوزا په نوم د آغاخان مؤسسې یوه کارکونکې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د سړي تښتونې د یوې ډلې له خوا وتښتول شوه.
خو دغه هندۍ ښځه د اسد میاتشې په دویمه نېټه د پولیسو له خوا د تښتوونکو له منګلو وژغورل شوه.