شاته

په ریو ۲۰۱۶ کې د سرو زرو مډال لمړني ګټونکي

د 2016 کال د اولمپیک سیالۍ په رسمي ډول د جمعې په ورځ، د آگست په پنځمه د ریودې جنیرو ښار په دماراکینا ستوډیوم کې پیلې شوې.

د اولمپیک په لوبو کې یوڅو لوبغاړو د شنبې (اګست ۶) په ورځ د سرو زرو لمړني مډالونه واخستل. په دوئ کې یوه دمتحده ایالاتو څخه ویرجینیا ټریشر وه چې د لسو میترو په فاصله کې ېې، په بادي ټوپک د نښې وېشتلو په سیالۍ کې اوله راغله او د سرو زرو مډال ېې واخیست.

امریکایۍ ټرېشر ١٩ کلنه ده او د چین له ډولي نومې نښې وېشتونکې نه مخکې شوه. تریشر چې د مډال ګټلو سره ډیره خوشحاله وه، وی ویل "زه د حیرانوونکې خوښۍ احساس کوم؛ زه هیڅ باور نشم کولې، زه له ډېرو خلکو نه مننه کوم، خو شروع به ېې له خپلې کورنۍ او زما له روزونکو وکړم؛ هغوئ زما په ژوند کې د ټولې نړۍ هومره ارزښت لري."

ورجینیا ټریشر - په المپیک ۲۰۱۶ لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې امریکایۍ

ورجینیا ټریشر - په المپیک ۲۰۱۶ لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې امریکایۍ

ټرېشر په نړۍ کې 23 مه ده خو په ډېر مهارت ېې 208 نمرې واخیستلې. د هغې چینایي سیالي د سپینو زرو مډال وګټو. د سروزرو بل میډال د شنبی په ورځ د سړک پرسر د بایسکل چلولو په سیالۍ کې د بلجیم گرېگ وان آویرمایټ واخیست.

د بایسکل ځغاستې هم د ډیرو پام جلب کړې و

د بایسکل ځغاستې هم د ډیرو پام جلب کړې و

د باېسکل چلولو سیالي ډېره په زړه پورې وه او د کوپاکبانا په ساحل کې پایته ورسیده. د سرو زرو دې مډال ته دوه نور لوبغاړي هم په تمه وو خو هغه دواړه پرسړک د پورته ختلو په وخت کې ولوېدل. په پای کې گریگ وان د سرو زرو مډال واخیست او فو گلسنگ د سپینو زرو میډال واخیست.

زرومډال ېې واخیست.

د جودو د سرو زرو لومړنی مډال داولمپیک په لوبو کې د ارجنټاین پاؤله پاریټو وگاټه ، هغې پخوا د بیجنګ په اولمپبک کې د ژېړو مډال گټلی و. پاؤله پرېټو اوس یوه رسمي ډاکټره ده. د برتانیې اډم پیټي د سل میترو په لامبو وهلو کې خپل پخوانی ریکارډ د شنبی په ورځ مات کړ. خو یوې آسټرالیایي لوبغاړې هم په اولمپیک کې یونوی ریکارډ د لامبو په آزاد سبک کې جوړ کړ. آډم پیټ د 1988 کال راهیسی د لامبو وهلو اتل دی.

برازیلي لامبو وهونکو د اپریل په میاشت خپل تمرینونه کول

برازیلي لامبو وهونکو د اپریل په میاشت خپل تمرینونه کول

د ښځو په والبیال کې بیا د هالنډ د ښځو ټیم د چین د ښځینه والبیال ټیم ته ماتې ورکړه او هغوئ دا تاریخي لوبه 3 د 2 په مقابل کې وگټله. د هالنډ ټیم د لومړي ځل لپاره په 1996 کې دا مسابقه پیله کړه.

او د صربیا د نارینه و د کوچنۍ کشتۍ چلوونکيو وروسته له هغه نه هم هڅه وکړله چی کشتۍ یي په نیمايی کې چپه شوه. ددی لوبې یو شرط دادی چې که څوک وروستي خط ته ونه رسیږي بله مسابقه کې برخه نشی اخستلې، خو دوئ ته اجازه ورکړل شوله چې په بله مسابقه کې برخه واخلی.

د یکشنبې په ورځ بله امریکایي ورزشکاره د جمناستک په سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.