شاته

کریم امین: د سولې موافقت لیک به ډیر ژر لاس لیک شي

د حکمتیار د اسلامي حزب استازی وایي د ملي وحدت د حکومت سره موافقت لیک بشپړ شوی او دواړه اړخونه د هغې پر ټولو ټکو باندې پوره موافقه لري.

کریم امین د امریکا غږ ته وویل چې په ځو راتلوونکو ورځو کې به د توافق لیک د لاس لیکولو او د هغې د انفا‌ذ څرنګوالی هم د دواړو خواو ترمنځ بشپړ شيږ

هغه وویل د حکمتیار ـ اسلامي حزب پر جمهور رئیس باور لري خو ځنې" کورنۍ او بهرنۍ کړۍ " د سولې د موافقې د ناکامولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو د ترهګرو له لیست څخه د اسلامي حزب د نوم ایستل، ددې ګوند د غړو آزادول او له پاکستان څخه ددې ګوند د پلویانو ستنیدنه او په افغانستان کې د هغوی ځای پر ځای کیدل، او د رڼو او عادلانه انتخاباتو تر سره کیدل د اسلامي حزب او د افغانستان د حکومت ترمنځ ددې موافقت لیک د اساسي ټکو څخه ګڼل شوي دي.

ښاغلي امین دا هم وویل چې په ذکر شویو مواردو باندې د دواړو اړخونو توافق شوی دی، خو د هغه په وینا داچې دغه مواد څنګه عملي بڼه غوره کړي بحث ته اړتیا ده او هیله یې څرګنده کړه چې دا به هم له لاس لیک دمخه حل شي.

د اسلامي حزب استازي د امریکا غږ د خبریالې ددې پوښتنې په ځواب کې څومره متیقین دی چې نور خنډونه نشته او دا ځل به دا موافقت لیک لاسلیک شي وویل "اسلامي حزب په بشپړه ژمنه او پوره اخلاقو دغه بهیر ته ژمن دی".

خو هغه وویل چې "ددې ضمانت نه شم کولای چې مقابل لوری د نظام د هویت په خاطر چې لري یې او څو اړخونه چې دلته موجود دي د حکومت له لورې دا ضمانت نه شي کولای چې خدای ناخواسته دغه کار ناکامۍ ته سوق کړای شي".

ښاغلي امین یو ځل بیا په تکرار وویل چې د چمهور رئیس او هغه ته د نژدې کړیو پر ژمنو باور لري او دوی هم خپل تعهد او اخلاص په وار وار بیان کړی دی.

دا چې د افغان حکومت مشرانو سره توافق شوی خو هغوی چې مخالفت کوي، څوک دي د اسلامي حزب استازی وایي چې "د هیواد دننه، ګاونډیان او بهرنۍ کړۍ دي چې متاسفانه د افغانستان د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ویني او په داخل کې هغه اشخاص او ګروپونه دي چې په دې تیرو ۱۵ کالو کې یې د جګړې له وجې اقتدار ګټلی دی، هغوی په هیڅ ډول نه راضي کیږي چې ددې اقتدار او د هغه تعریف په وجه چې د خپلو منافعو څخه یې کړی دی په شا شي".

هغه په مذاکراتو کې د ځنډ پړه د هغه پر وینا پر هغو کړیو واچوله چې په سوله کې خپلې ګټې نه ویني، خو زیاته یې کړه چې مذاکرات هیڅکله هم په تپه نه و دریدلي او کله چې هیت په بهر کې هم و، دلته په داخل تماسونو دوام درلوده.

کریم امین وویل تمه ده چې په دوه درې راتلونکې ورځو کې د اسلامي حزب پلاوی بشپړ شي او مذاکرات پیل شي.