شاته

جنرال عبدالرازق: د پاکستانۍ روپۍ کارول جرم دی

د افغانستان د پولیسو یو لوړ پوړی مقام چې په یو له ځواکمنو قوماندانانو گڼل کیږي، د کندهار په عام بازار کې د پاکستانۍ روپیو ( کلدارو) راکړه ورکړه بنده کړې ده.

د کندهار د ښار امنیه قوماندان جنرال عبدلرازق ویلي چې په پاکستاني کلدارو راکړه ورکړه یو جرم دی.

خو جنرال عبدالرزق د اسوشیتیدپرس خبري ازانس سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان سره د تجارت بندول نه غواړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به واردات او صادرات دوام ولري. جنرال رازق وایي د خپلو سوداګرو سره یي مشوره کړې چې بهرنۍ پیسې به په کندهار بازارونو کې نه کاروي او وایي دا کار باید پنځلس کاله پخوا شوی وی، ځکه دا د مسؤلینو بی پروایي څرګندوي چې تراوسه بهرنۍ پیسه کاریدله.

د پاکستان کلدارې د افغانستان په جنوبی او ختیځو ولایتونو کې چې د پاکستان سره گډه سرحدي سیمه ده، زیات کارول کیږي.

پاکستانۍ روپۍ (کلدارې) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم مروجې دي

پاکستانۍ روپۍ (کلدارې) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم مروجې دي

د جنرال رازق دغه اقدام په مارکیتونو کې د افغانستان د افغانیو په وړاندې د پاکستاني روپیو پر ارزښت سمدستی اغیزه کړې ده. اوس د پیسو د تبادلې په بازارونو کې سوداگر وایي چې پدې وروستیو ورځو کې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

د عبدالله غفوري په نوم په کندهار کې یو دوکاندار وایي په نهایت کې خلک په بازارونو کې د پاکستانۍ روپیو په کارولو خوښ ندي، کوم چې تراوسه یي په خپلو دوکانونو کې کارولې. دغه دوکاندار وویل خلک د پاکستاني تولیداتو هم رضایت نلري او همدا وجهه ده چې په خپلو دوکانونو کې پاکستاني توکي نه پلوري.

په کابل کې د اسعارو د تبادلې د اتحادیې رئیس خان محمد باز وایي که چیرته د هیواد په نورو سیمو کې مقامات همداسی اقدامات وکړي، نو افغانۍ به چې د افغانستان ملي هویت دی، د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې ډير ارزښت پیدا کړي.

جنرال عبدالرازق د اسوشیتد پرس سره دخبرو په ترڅ کې وویل چې دا اقدام یی د پاکستان د هغه کړو وړو په ضد کړی دی چې په خپله خاوره کې یی مخربو طالبانو ته پناه ځایونه برابر کړي او ملاتړ یی کوي او په خوله دا عمل ردوي.

داسې ویل شوي دي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي او له هماغه ځایه دوئ په افغانستان کې د هغې جگړې اور ته لمن وهي چې اوس یې پنځلسم کال پیلیږي.

بلخوا د افغانستان په ستراتیژیک مهم ولایت هلمند کې د طالبانو یوه نوې قوه را رامنځ ته شوې ده چې د جگړې په ډگر کی یی د نویو جنگي تکتیکونو مهارت څرگند شوی دی. داسې ویل شوي چې دا نوې روزل شوې ډله اوس د افغانستان فني پوځي ځواکونو سره مخامخ جگړې ته دریدلې ده.

د هلمند ګرشک ته غزیدلې لاره

د هلمند ګرشک ته غزیدلې لاره

هلمند هغه ولایت دی چې د ځنو نړیوالو راپورونو پراساس د کوکنارو د کر او په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید مرکز گڼل کیږي. پدې وروستیو اونیو کې ددې ولایت د ځینو برخو په نیولو کې بریالي شوی دی او اوس داسې ښکاري چې دوئ (طالبان) ځانونه ددې ولایت مرکز لشکرگاه ته نږدې کړي دي.

په هلمند کې افغان پوځي چارواکي وایي افغان پوځي ځواک اوس په هغه ولایت کې له پوځي اړخه د یوې تنظیم شوې او په جنگي مهارتونو سمبالې ډلې سره مخ دی. دوئ وایي طالبان اوس جنگ ته داسی کسان استوي چې کوماندو ته ورته مهارتونه لري او داسې ویل کیږي چې شمیر یی هم څو سوو جنگیالیو ته رسيږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.