ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د کرونا ټسټونو برخه کې د ناغېړۍ تورونه رد کړل

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون چارواکي اردن ته د لوبغاړو تر سفر مخکې د کرونا ویروس د ټسټونو په برخه کې پر دغه فدراسیون د ناغېړۍ تورونه ردوي. ‎د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو له سهمیې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د لیرې کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ورزش مینه‌والو پراخ غبرګونونه د دې لامل شول چې د تکواندو ملي فدراسیون مسؤلین د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۳» په کابل کې یو خبري کنفرانس جوړ کړي. ‎د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره‌کي دغه کنفرانس ته وویل، ټول هغه لوبغاړي چې ټسټونه‌یې مثبت ښودل شوي، په اردن کې د تمرینونو پر مهال په کرونا ویروس اخته شوي دي. ‎ښاغلي تره‌کي وویل چې ټولو لوبغاړو د تمرینونو له پیل مخکې په ایران، دوبۍ او اردن کې د کرونا ټسټونه کړي وو او پایلې یې هم منفي وې. دی زیاتوي: "په دوبۍ کې د ټولو لوبغاړو د ټسټونو پایلې منفي وې، وروسته ولاړو اردن ته، په اردن کې هم زموږ د ټولو لوبغاړو تسټونه منفي و، موږ خپل تمرینونه هلته پیل کړل، له بده مرغه له ۷۲ ساعتونو وروسته د زهرا رضایي ټسټ مثبت و، دوه ورځې وروسته زموږ د یو روزونکي ټسټ مثبت شو، په وروستۍ شپه د محسن رضایي ټسټ هم مثبت راغی." ‎د نړیوال او اسیایي فدراسیون د اصولو له مخې، هر کله چې د یوې لوبډلې د ۵۰ سلنه لوبغاړو ټسټونه مثبت و، د لوبډلې ټول غړي د المپیک سیالیو له سهمیې محروم کېږي. ‎محسن رضایي، محمد مرزایي، زهرا مرزایي او سمیه غلامي هغه افغان تکواندو کاران دي چې د کرونا ټسټونو پایلې یې مثبتې ښودل شوي. ‎له دې ډلې د تکواندو ملي لوبغاړې سمیې غلامي د کرونا ټسټ له سفر وړاندې په افغانستان کې مثبت ښودل شوی چې له سفره پاتې وه. ‎د افغانستان د تکواندو ملی ټیم لوبغاړی فرزاد منصوري وایي چې د المپیک سیالیو د سهمیې لپاره‌یې څلور کاله هڅې او تمرینونه وکړل، خو په خبره‌یې د ملګرو په کرونا اخته کېدو ترې بې‌برخې کړ. منصوري وايي: "زه ‌‌‌‌‌‌ډېر خواشینی یم چې ومې نشو کړای په دغو سیالیو کې ګډون وکړم، څلور کاله مې زیار وکاږه چې د دغو سیالیو سهمیه ترلاسه کړم او المپیل ته لار ومومم، خو له بده مرغه ونه‌شو." ‎د تکواندو فدراسیون روزنکی بشیر تره‌کی وایي چې دغه فدراسیون د تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري چې د کرونا ټسټ پایله‌یې منفي ده، د انفرادي ګډون وړاندیز د المپیک نړیوالې کمېټې ته کړی، خو تر اوسه‌یې ځواب نه‌دی تر لاسه کړی. ‎د تکواندو لوبغاړو شپږ کسیز پلاوي کې درې لوبغاړي، دوه روزونکي او د هیئت مشر شامل وو چې د افغانستان په استازیتوب د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو د سهمیې د ترلاسه کولو لپاره اردن ته تللي وو.

24.05.2021 ازادي راډیو

هند کې د 'میوکورمایکاسیس' خپرېدل؛ ۷ ایالاتونو کې وبا اعلان شوې

په هند کې د کرونا ویروس ترڅنګ یوې بلې وبا هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړي. دا ناروغي د فنګس د یوه ډول له کبله رامنځته کېږي او د بدن پر پوست تور داغونه جوړوي.   د نوي ډیلي د ټلوېزیون د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې په اوو ایالاتونو کې وروسته له هغه د وبا وضعیت اعلان شو چې په دغه ناروغي ۲۱۹ کسان مړه شول او اته زره او اته سوه پرې اخته شول.   د هند د روغتیا ادارې له رییسانو یو ډاکټر انیل ګویال وايي، دا ناروغي په هغو کسانو کې ډېره لیدل شوې چې د شکرې ناروغي لري. هغه کسان چې په کووېډ-۱۹ اخته شوي، د بدن دفاعي قوه یې ضعیفه شوې او که دیابیت یا شکرې ناروغي ولري د میوکور مایکاسیس په ناروغي په اسانۍ اخته کېدای شي.   دی وایي: "دا ناروغي اخیستل کېدونکې نه ده. هغه کسان چې په کووېډ-۱۹ اخته شوي وي او د شکرې ناروغي لري، د سږو ستونزې لري، دوی له طبیعي چاپېریاله په میوکومایکاسیس اخته کېدای شي، خو دوی دا ناروغي بل ناروغ ته نه شي انتقالولای."   دا لومړی ځل نه دی چې دغه ناروغي په هند کې لیدل شوې. د ټایم اف انډيا د معلوماتو له مخې په هند کې د میوکورمایکاسیس پېښې د نړۍ پرتله اتیا چنده زیاتې دي. په دغه هېواد کې شااو خوا ۷۷ میلیونه کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي او دا شمېرې څرګندوي چې ولې خلک په کووېډ- ۱۹ تر اخته کېدو وروسته په میوکورمایکاسیس اخته کېږي.   وروسته له هغه چې هندوستان د درملو له کمښت سره مخامخ شو، حکومت پنځو درمل جوړوونکو شرکتونو ته جواز ورکړ چې د تور فنګس د درملنې لپاره دې درمل جوړ کړي. پنځه نور شرکتونه له مخکې لا پر دا ډول درملو کار کوي.   د راجستان، اتر پردېش او اډيسه په ګډون اوو ایالاتونو تور فنګس د پانډیمي په توګه اعلان کړی دی. مرکزي حکومت له ایالاتونو غوښتي چې د پانډیمی د مخنیوي ملي پالیسۍ د ملاتړ لپاره دې پر وخت او نوي معلومات شریکوي.  

23.05.2021 ازادي راډیو

امریکا کې د کرونا ویروس د نوېو پېښو شمېر تر ټولو ټیټې سطحې ته راکم شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر دومره کم شوی چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی.  روغتیايي متخصصانو پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) وویل، تېره اوونۍ د بستر شوېو او مړینو شمېر هم په کمېدو وو.  امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر هم په اوسط ډول د ورځې ۳۰،۰۰۰ ته راکم شوی چې دا د ۲۰۲۰میلادي کال د جون میاشتې له ۱۸مې راهیسې تر ټولو ټیټ شمېر دی.   روغتیايي متخصصانو بیا هم خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د ماتولو لپاره لا هم په کافي اندازه امریکايي وګړو واکسین نه دی کړی چې دا کار په بالقوه ډول د ویروس د بدلې شوې بڼې د خپرېدو او د بحران د غځېدو سبب کېدای شي.  د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکزونو مشرې راشل والینسکي (Rochelle Walensky) پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) په یوه کنفرانس کې وویل، د هرې اوونۍ په تېرېدو سره موږ یو پرمختګ وینو چې دا یوه هیله راکوي.  هغې زیاته کړه: "څومره چې نور خلک واکسین کېږي، ورسره د مثبتو پېښو شمېر کمېږي او خلک خوندي کېږي."  د ناروغیو د کنټرول او وقایې اداره وايي، د امریکا په متحدو ایالاتونو کې تر ۱۸ کلنۍ د لوړ عمر لرونکو کسانو له ډلې ۶۰ فیصدو یې لږ تر لږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.   د دې ادارې په وینا، په امریکا کې نږدې ۵۰ فیصده وګړي، په بشپړ ډول واکسین شوي دي.  خو روغتیايي چارواکو اندېښنه ښوولې چې د امریکا په زیاتو برخو کې د واکسین لپاره تقاضا راکمه شوې، ځکه ګڼ کسان نه غواړي چې واکسین ولګوي.  فرانسه کې د کرونا ویروس پېښې هاخوا په فرانسه کې هم په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې راکمې شوي چې پرون په کې دغه پېښې تر ۱۴۰۰۰ کمې وې.  خو د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د ورځې په اوسط ډول تر ۴۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبتېدې.  برازیل کې د کرونا ویروس پېښې برازیل چې کرونا ویروس سخت ځپلی، ښی اړخی ولسمشر، ژایر بولسونارو په کې په یوه عمومي مناسبت کې د روغتیايي خوندیتوب د مقرراتو د نه رعایت له کبله جریمه شوی دی.   د مارانیائو والي فلاویو دینو وویل، روغتیايي چارواکو د ولسمشر پر خلاف دوسیه پرانیستې چې په دغه ایالت کې یې داسې غونډه رابللې وه چې د خوندیتوب معیارونه په کې پام کې نه وو نیول شوي.  اوس بولسونارو د استېناف لپاره ۱۵ ورځې وخت لري، تر هغه وروسته به د جریمې اندازه وټاکل شي.  هند کې د کرونا ویروس پېښې هلته د هندوستان په ځینو برخو کې د کرونا ویروس خپرېدل یو څه ثابت پاتې دي، خو پرون په کې په دې ویروس د ۴۱۹۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده.   کرونا ویروس اوس د هندوستان په لېرې پرتو سیمو کې په خپرېدو دی چې روغتیايي خدمات په کې کمزوري او تر فشار لاندې دي.  د مې میاشتې په لومړیو کې په هندوستان کې په کرونا ویروس د ورځې د ۴۰۰،۰۰۰ کسانو اخته کېدل هم ثبت شوي، خو اوس دا شمېر کم شوی، پرون شنبه حکومت په دې ویروس د ۲لکه ۵۷زره ۲۹۹ کسانو اخته کېدل ثبت کړي دي. 

23.05.2021 ازادي راډیو

د ناسالم زېږون پرمهال ستونزو سره د مبارزې ورځ؛ "د ميندو او ماشومانو مړینه کمه شوې"

د زېږون پر مهال مور او ماشوم ته د ستونزو پیدا کېدل او بیا روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده. افغان مېرمنې وايي، په روغتونونو کې د لازمو اسانتیاوو او مسلکي روغتیاپالانو کمښت دغه ستوتزه جدي کړې ده. روهینا په شل کلنې کې واده وکړ، دا چې د بامیان ولایت اوسیدونکې ده وايي، له زېږون وروسته دا او ماشوم یې ښه نه وو، ځکه ماشوم ته يې تنفسي ستونزه پیدا شوې. ۲۲ کلنه روهينا وايي، د زېږون پرمهال یې د ماشوم سمه ساتنه ونه شوه، اوس ورته اندېښمنه ده. نوموړې د قابله ګانو او روغتیا پالانو کمې پاملرنې ته په اشارې سره وايي: " په کومه ولسوالۍ کې چې موږ ژوند کوو، زموږ روغتون ته ځینې جراحان راغلي، په هېڅ نه پوهېږي او بل ځای مو نه پریږدي چې لاړ شو، تر اوسه دوه مېرمنې د دوی د عملیاتونو په ترڅ کې مړې شوي، څو ماشومان هم د دوی د ناپوهۍ له امله مړه شول." خو د افغانستان د نرسانو او قابله‌ګانو شورا په میندو کې د زېږون پر مهال د ستونزو 'فسټولونو' پیدا کېدو په اړه وايي، ډېرې هغه میندې ورسره مخ وي چې په لېرو پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو او قابله‌ګانو ته لاسرسي نه لري او زېږون یې ستونزمن وي. د دې شورا اجراییوي مشرې هیلۍ غرشین وايي: " اوس مهال موږ په افغانستان کې شااوخوا ۳۴ زره فارغې قابلې لرو چې ۶۰۰۰ یې په سیسټم کې کار کوي او ۲۸ زره یې وزګارې دي، په افغانستان کې د فسټولونو مسئله په مېرمنو کې بیخې زیاته ده، دا فسټولونه د ستونزمنو ولادتونو له امله راپیدا کېږي، هغه مېرمنې چې سم روغتیايي سیسټم ته لاسرسی نه لري او یا هم په صنعتي ډول ولادت کوي دغه ستونزې ورته پیدا کېږي." د افغانستان د نرسانو او قابله‌ګانو شورا مشره وايي، که مسلکي او په کارپوه قابله‌ګانې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو وګمارل شي د میندو او ماشومانو د مړینې کچه به ۸۰ سلنه راښکته شي. له دې سره هم مهاله بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو مړینه د نور کلونو پرتله کمه ښيي. د دې وزارت د بارورۍ ریاست سلاکارې حمیرا ابوي ازادي راډیو ته وویل، روغتیايي سکټور کې د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې هیله بښوونکي دي: " د ولادت پر مهال د میندو د مړيني کچه زموږ د شمېرو پر بنسټ په یو لک ولادتونو کې په کلني ډول ۶۶۱ میندي دي، له موږ سره دغه شمېر اوس ثبت دی، خو دا شمېر د تېرو کلونو پرتله اوس ښه شوی او لا ښه والي خوا ته روان دی، ولې اوس هم کار ته اړتیا ده چې موږ وکولای شوی د میندو د مړینې کچه نور هم راټیټه کړو." اغلې ابوي وايي، دا مهال د افغانستان ۹۹ سلنه روغتیايي مرکزونه د قابلو له کمښت سره مخ دي. د نوموړې د معلوماتو له مخې افغانستان کې د میندو د مړینې اصلي عامل د زېږون پر مهال د ویني ضایع کول او کمښت دی. دا په داسې حال کې چې نن د مې ۲۳مه نېټه په مېرمنو کې د اختلاتي (ناسالم) زېږون پر مهال د پيدا شوېو ستونزو سره د مبارزې نړېواله ورځ ده. دغه ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې د دغې برخې له اغېزمنو سره د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وشي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د‌ معلومات پر بنسټ دغه هېواد کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي، خو لا هم په عمومي ډول روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم دی. د عامې روغتیا وزارت دغه شان وایي چې د فامیلي پلانېنګ یا د کورنۍ د تنظیم ستوتزه لا هم په افغان کورنیو کې نه ده حل شوې او دغه چاره د اندېښنې وړ ده.

23.05.2021 ازادي راډیو

د افغانستان د فوټبال ټیم حساسو لوبو ته چمتو کیږي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په متحده عربي اماراتو کې یو تمریني کمپ کې د درې مهمو لوبو لپاره چمتوالی نیسي. افغانستان راتلونکې میاشت د اسیايي هیوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د بنګله دیش، عمان او هند په وړاندې د سیالۍ ډکر ته وځي. دا مهال افغانستان د څلور امتیازونو په لرلو په E ډله کې دی. قطر د ۱۶ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې دی او عمان چې ۱۲ امتیازونه لري دویم مقام کې دی. هند او بنګله دیش په ترتیب سره په څلورم او پنځم ردیف کې دي. په دې راپور کې مو د دوبۍ په توده هوا کې ددې ټیم تمریناتو ته لنډه کتنه کړې.

22.05.2021 ازادي راډیو

د کرونا د ۳مې څپې ۳۱۷ پېښې؛ روغتیا وزارت: ډېری یې ننګرهار کې ثبت دي

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د چټک خپرېدو په حال کې ده. د‎ دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا ویروس د درېیمې څپې ۳۱۷ پېښې تشخیص شوي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې په ننګرهار ولایت کې دي. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو نښې په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول دي، خو خپرېدل یې په چټک ‌‌‌‌‌‌ډول روان دي. علي‌زي زیاته کړه: "افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمې څپې پېښې په مشرقي ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او کونړ کې دي، ۱۲۴ پېښې په کې ثبت شوي له هغه وروسته په کابل، هرات، کندهار او کندوز کې پېښې زیاتې ثبت شوي دي." ‎داسې ښکاري چې د کرونا د درېیمې څپې ویروس له هند او ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته را انتقال شوي دي. ‎د ښاغلي علي‌زي په خبره، له همدې امله هند ته تګ راتګ کم شوی دی او په وینا یې بېړني حالت کې به ټول روغتونونه او کلینکونه له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو وي. په افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې خلک هم اندېښمن کړي. ‎د کابل ښار اوسېدونکي رضوان الله اساس او نثار احمد ساپي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د کرونا ویروس درېیمه څپه د لا خپرېدو په حال کې ده، زموږ هېواد کې روغتیایي اسانتیاوې کمې دي، که روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، ښایي هېواد کې مو وضعیت بد شي، د دې لپاره چې په کرونا اخته نه شم، ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ساتم. -موږ اندېښمن یو، دا ظاهره خبره ده، که دغه روغتیایي لارښوونې نه عملي کېږي، نو ټولو ژوند ته ګواښ دی که هغه ځوان وي یا سپین ږیری وي، که هر څوک وي، د دې لپاره چې له ګواښ سره مخ نه شو، دا مسایل باید په پام کې وساتو، څو بالاخره دا وبا له منځه ولاړه شي." د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د تېر ۱۳۹۸ د کب میاشتې په پنځمه نېټه د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبتېدو تردې دمه له ۵۶ زره زیات کسان پرې اخته او له دې شمېره بیا دوه زره او ۸۰۲ کسان ترې مړه شوي دي . ‎د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله لس کسان مړه او ۲۴۲ تنه نور بیا تازه پرې اخته شوي دي.

22.05.2021 ازادي راډیو

ارزګان کې ځینې مېرمنې د مرګ په بستر پرتې خو بیا هم د نارینه اولاد تمه ترې کېږي

ارزګان کې روغتیا پالان وايي، هغه ښځې چې ډېر کوچنیان زېږوي، په ژوند کې له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.  روغتیا پالان زیاتوي، په دې ولایت کې ډېری ښځې د زیاتو اولادونو زېږولو له زیانونو نه دي خبر او نه هم د کورنۍ پلانولو او حمل نیولو د مخنيوي په اړه په شته خدماتو او معلوماتو خبرې دي.  د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د زېږنتون په وارډ کې اوس مهال تر ۲۰ زیاتې ښځې بسترې دي، دوی کې ډېری داسې مېرمنې شته چې له درېيو تر ۹ پورې کوچنیان لري. د دغه روغتون د ډاکټرانو په دې وارډ کې یو شمېر مېرمنې د وینې له کمښت سره هم مخ دي ځکه په وینا یې دوی د کوچنیانو ترمنځ واټن نه دی پلان کړی. زلیخا له دغو ښځو یوه ده، نوموړې د ارزګان په ولایتي روغتون کې د زیاتو ماشومانو د زېږولو له امله د مرګ پر بستر پرته ده. خواښې ګل سکه يې وايي، د زلیخا د واده ۷ کاله کېږي او هر کال یې یو کوچنی زېږولی دی. د ګل سکې په خبره دا چې د زلیخا ډېر اولادونه نجونې وې، نو دوی د نارینه اولاد په تمه ورڅخه د لا نورو کوچنیانو زېږولو غوښتنه کوي.  زلیخا د خبرو توان نه لري، خو خواښې یې ګل سکې ازادي راډيو ته وویل: "دا مې نږور ده. شپږ لوڼې يې دي او یو يې زوی دی. اوس يې دا دی بل ماشوم په نس دی. موږ له زیاتو ماشومانو سره نه يو په تکلیف. موږ د ماشومانو وږي یو، موږ خوشاله یو چې زیات ماشومان ولرو، زما خپله ۱۵ او ۱۶  ماشومان شوي، خو ټول مړه دي، په دغو کې درې هلکان او څلور نجونې راته پاتې دي. موږ د ماشومانو مخینوی نه کوو. موږ هېڅ کله نه دي ویلي چې خدای دې ماشومان نه راکوي."  ګل سکې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه وکړه چې دا کوچنیان زلیخا پیدا کوي، دردونه، بې خوبي او زحمتونه یې هم زلېخا تیروي، نو په اړه یې پرېکړه هم باید دا په خپله ونه کړي؟  په همدې روغتون کې د زېږنتون په وارډ کې یوه بله ناروغه مور مریم هم بستر ده. تازه یې زوی پیدا شوی او دا یې اتم کوچنی دی.  مریم ۳۲ کلنه ده او ۹ کاله يې د واده کېږي.  دې ازادي راډيو ته وویل چې د ماشومانو د زیاتوالي له کبله یې د پالنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده: "ماشومان مې د خوارځواکۍ سره مخ دي. دوه-درې کاله پر ځمکه ناست وي، ولاړېدای نه شي. ذهن يې کمزوری وي. ټول عمر ناروغ وي. ډوډۍ نه شو ورته پیدا کولای او نه یې روزنه کولای شو. زموږ سیمه کې نور هم زما په څېر ښځې شته چې معلومات نه لري څو د حمل نیولو مخنیوی وکړي."  مریم زیاتوي، دغه ولایت کې د کورنۍ غړي زیات شمېر ښځې دې ته اړ باسي چې ډېر کوچنیان  وزېږوي.  د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون د معلوماتو پر اساس د ۱۳۹۹ کال له لومړیو ورځو څخه تراوسه په دغه ولایت کې له هغو ناروغانو چې ولایتي روغتون ته ور وړل شوي، څلور ښځې د ماشوم د زېږون پر مهال مړې شوي او ۱۲۵ ماشومان د زېږېدو پر مهال مړه شوي دي.  د دغه روغتون سرپرست او متخصص ډاکټر ضیاء الرحمان نیازي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو میندو او کوچنیانو د مړینې یوازینی لامل دا وو چې میندو د زېږون ترمنځ خوندي واټن نه وو ساتلی.  سیما ګل د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د کورنۍ د پلانولو د برخې مسووله ده وايي، هغه مېرمنې چې د کوچنیانو د زېږون تر منځ فاصله نه مراعتوي، له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي. سیما ګل زیاته کړه: "یو شمېر مېرمنې په دې اړه معلومات نه لري چې باید د ماشومانو تر منځ فاصله مراعت شي. باید څلور کاله فاصله ولري او یا هم لږ تر لږه دوه -درې کاله خو باید ولري. هغه مېرمنې چې نه پوهېږي، دغه تصویرو ورته ښيم، د ماشومانو ترمنځ د فاصلې لپاره دغه ګولۍ دي، دغه پیچکاري ده، دغه سامان دی چې باید ګټه ترې واخېستل شي. خو که تاسو له دې استفاده ونه کړئ او تاسو پرله پسې هر کال ماشومان راوړئ، د وینې له کمي سره مخ کېږئ. د زړه ضربې درته پیدا کېږي. ستاسو اقتصاد ته زیان رسېږي."  د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم دا مساله د اندېښنې وړ بولي او مني چې په اړه يې په دغه ولایت عامه پوهاوی کم دی.  د یادې ادارې مشر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل: "د دې موضوع په اړه زموږ سیستم کې بېلابېل مېتودونه شته. زموږ هر کلینک کې هلته قابله‎ګانې دي او هغوی د هغه ښځو سره مرسته کوي چې روغتون ته مراجعه کوي او د دغه مېتودونو په اړه معلومات ورکوي او له هغه وروسته په کورنۍ پورې اړه لري چې دوی کوم مېتودونه ځانته غوره کوي."  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس چې تازه یې له ازادي راډيو سره شریک کړي، د ټول هېواد په کچه هرکال په هرو سلو زرو میندو کې ۶۹۵ د زېږون پر مهال مري چې په کې د ډېرو اولادونو راوړونکې مېندې هم شاملې وي. 

22.05.2021 ازادي راډیو

د نورستان ښکلاګانو د زرګونه سیلانیانو پام ځان ته اړولی

د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وایي د شپږو زرو تر ۱۰ زرو سیلانیان سږ کال د تفرېح لپاره دې ولایت ته ورغلي دي. نورستان په افغانستان کې د سمسورو ولایتونو له ډلې دی، دا ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم هم نومول شوی دی.

20.05.2021 ازادي راډیو

کندهار ته رابې ځایه شوې کونډې: له پیغورونو سره-سره اولادونو ته خیرات غواړو

کندهار ښار ته رابې ځايه شوې کونډې مېرمنې اړ شوي چې د خپلو اولادونو د روزنې لپاره خلکو ته د سوال لاس وغځوي او وايي، جګړو ورڅخه د کورنۍ سرپرستان اخیستې او ځينې یې معلول کړي چې له امله دوی اړ شوي، له کورونو ووځي او خيرات ټول کړي. راضيه هغه ځوانه مېرمن ده چې د خپلو پنځو اولادونو د روزنې لپاره د کندهار ښار پر سړکونو ګرځي او خيرات ټولوي. نوموړې وايي، د جګړو له امله مجبوره شوې چې د خپلو اولادونو او معلول خاوند سره يوځای کندهار ته راشي، خو په وینا یې دلته نه شي کولی اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي، ځکه خاوند يې پر ځای پروت دی او د ګټې وټې سړی نه لري. نوموړې زیاتوي: "د ارزګان له جنګونو راغلې يم، کوچني ماشومان مې راايستلي، د خوارۍ سړی نه لرم، پنځه ماشومان مې دي، د دغه پنځه ماشومانو زه ساتنه کوم،  که مې يو څه پیدا کړل، راوړم یې که نه، داسې ورته ګرځم، خلکو که يو څه راکول ښه تر ښه که یې خوشکه راته وکړه، ورڅخه ځو، زموږ هم خپل سرايونه، ځمکې او جایدادونه وو، خو اوس جګړو اړ کړو څو له خلکو خیرات وغواړو دا موږ ته ښه خوند نه راکوي." د راضيې په خبره، کله کله ځینې خلک ورته سپکې سپورې هم وایي، خو د اولادونو د ګېډې غم اړ ایستي چې د خلکو له پیغورونو سره-سره خیرات ټول کړي. نوموړې وايي: "خلکو شل واره بدې خبرې راته کړي وایي، ولې پر کور نه کښېنئ، موږ ورته وایو چې وروره موږ ته يې تاسو راکړئ چې پر کور کښېنو، زموږ خلکو هلته ارزګان کې خوارۍ کښلې، هلته یې مزدورۍ کولې، خو اوس هغه دی خوارکی پرځای پروت دی خوارۍ نه شي کښلای چې د خوارۍ وای، خو ښه وو، موږ ته هم ښه خوند راکوي چې ځای پرځای کښېنو." ۳۵ کلنه ګلالۍ د هلمند ولايت د سنګين د ولسوالۍ څخه کندهار ته را کډواله شوې وايي، خاوند یې په بمبار کې وژل شوی او اوس د اولادونو روزنې مجبوره کړې چې خیرات ټول کړي. ګلالۍ وايي: "کورونه راڅخه پاتي، ټوله ورځ دا وچ سړک ته مو دا کوچني ماشومان راايستلي، که يو څوک راباندې مهربانه شو، يو شی یې راکړ ښه تر ښه، که نه ناست يو د الله ج رضا ته." په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقيه اڅکزۍ وایي، دوی تېر کال ډېر شمېر لوستي ښځې موسساتو او دولتي ادارو ته د کارکولو په پار ور پیژندلي او دغه راز یو شمېر نالوستو مېرمنو ته یې د 'MC' دفتر په مرسته د خياطۍ، ارايش او پردو جوړولو د زده کړې زمينه برابره کړې. نوموړې وايي پلان لري چې سږکال هم زر بې ځايه شوې مېرمنې په کار وګماري: "موږ مختلفې ځوانانې نجونې يعنې روشن فکره نجونې موسساتو ته معرفي کړي او دغه ډول په دولتي چوکاټ کې مو ورسره همکاري کړې، خو ولې بیا هم اصل د کار زمينه برابرول د کار او امور اجتماعي دنده ده، ترڅنګ يې هم زموږ هغه بې سواده خویندې دي چې هغوی بې ځایه شوي، د هغوی لپاره مو د 'MC' موسسې په همکارۍزیات تعداد خويندو ته د کار زمينه برابره کړې وه اوس مو هم تر لاس لاندې دي. دا پروګرام د درېيو کلو لپاره دی." د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس تېرکال په دې ولایت کې د شااوخوا ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د روانو جګړو له امله شااوخوا ۲۱ زره کورنۍ د خپلو مېنو څخه رابې ځایه شوي. د دغه کورنیو لپاره اقتصادي کمزوري او د کاري فرصتونو نشتوالي تر ټولو جدي ستونزې دي.

20.05.2021 ازادي راډیو

کابل کې د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې خالي بستر نشته؛ "ورځ کې۵ تنه مري"

د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې ناروغانو لپاره خالي بستر نشته او په نږدې ټولو بسترونو کې هغه ناروغان پراته دي چې کرونا یې شدیده ګڼل شوې، د ډیریو روغتیايي وضعیت نازک دی او د اکسیجن د پایپونو په مرسته ساه اخلي. د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، دلته هره ورځ پنځه یا  له پنځو زیات کسان د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه کېږي. د یاد روغتون د نرسانو مشر 'هېډنرس' محمد فهیم یوسفي د سې شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد روغتون کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له معاینه شوېو ناروغانو د نږدې پنځوس سلنو نتیجه مثبته وه. یوسفي زیاته کړه: "دلته د دویمې څپې پرتله د کرونا درېیمه څپه وخیمه ده، مریضان په کې زیات مړه کېږي، تقریباً په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ  شپږ ناروغان مړه شوي." خو د روغتیايي مسوولینو له دې څرګندونو سره-سره کابل ښار کې ګڼه ګوڼه په خپل عادي حالت ده او ډېر کم داسې کسان تر سترګو کېږي چې ماسکونه یې اچولي وي او یا نورې روغتیايي سپارښتنې یې مراعات کړي وي. د دوی ډېری په دې باور دي چې نور نو کرونا ویروس نشته، خو ځینې بیا د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو هم ټینګار کوي. د کابل ښار اوسېدونکی سید شریف وايي: "په کرونا هېڅ باور نه لرم، ټول يې دروغ دي، ځکه چې تېر کال په همدې روژه کې زما ورور سخت ناروغ و، هر چېرې چې مې يووړ ويل يې کرونا دی، خو چې خپله مې په غېږ کې ونيوه او تداوي مې کړ، د خدای په فضل جوړ شو، نو په کرونا هېڅ باور نه لرم." خو د کابل ښار بل اوسېدونکی سید جلال بیا کرونا ویروس جدي ګڼي او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو ټینګار کوي: "ماسک ته خو هر وخت اړتیا ده، که دا مرض وي که نه وي. دا هم په کار ده چې نظافت مراعت شي په هر وخت کې، په کور کې په دفتر کې، په هر ځای کې ځکه نظافت د ایمان برخه ده." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا درېیمه څپه د نورو هغوی پرتله مرګونې ده او باید وار دمخه یې تدابیر ته پام وشي. دغه شان روغتیا پالان په ټینګار سره وايي چې خلک هم باید روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین بهیر په ښه توګه روان دی او ټاکل شوې چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام کوواکس له لارې د شل سلنه وګړو لپاره ۱۶ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ډېر ژر افغانستان ته راورسېږي. تر اوسه پورې د هند تولید یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته راغلی چې له پنځه لکه او شل زرو څخه پر ډېر کسانو پلی شوی دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له ۶۴ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي چې ۲ زره ۷ سوه او ۶۲ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

19.05.2021 ازادي راډیو

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بشر حقونو څار نړیوال سازمان اندېښنه

‎د بشر حقونو څار نړیوال سازمان ځینو چارواکو په افغانستان کې د ښځو اوسنی او راتلونکی وضعیت ننګوونکی بللی او اندېښنه‌یې ښودلې چې لا هم افغان مېرمنې د خپلو د حقونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. ‎د اسیا لپاره د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د دغه سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم د اساسي خدمتونو په برخه کې خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبره‌یې هغه دولتي او نا دولتي ادارې چې په تېرو کلونو کې یې د مرستو د مصرف په برخه کې سرغړونې کړي، باید وپوښتل وشي. ‎هیدر بار ټینګار کړی چې د مرستندویه هېوادونو ملاتړ به وکولای شي چې له طالبانو سره د سولې او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر احتمالي راتګ وروسته هم د افغان مېرمنو او نجونو راتلونکې او د دوی فعالیتونه او حقونه خوندي وساتي. ‎هیدر بار د متحده ایالاتو د کانګرس نوي قانون ته اشاره کړې چې په کال کې به دوه ځلې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه کانګرس ته راپور ورکوي. ‎مېرمن بار دا اعلان شوی قانون د افغان مېرمنو او نجونو د اساسي خدمتونو د تمویل لپاره ښه فرصت بللی. ‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ښځو چارو وزارت نظر هم واخلو، له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه‌شوو. ‎خو د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې په دې باور دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو لپاره بنسټيز نه، بلکې سمبوليک کارونه کړي دي. ‎د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د تازه خپرې شوې اعلامیې په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول څرګندونې کولای شي د افغان مېرمنو د ستونزو د حل په برخه کې پر اړونده ادارو او بنسټونو فشار راوړي. ‎مېرمن ګېلاني ټینګار کوي چې لومړی د جګړې ختمول اړين دي: "د افغان مېرمنو لپاره دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه دا فشار راوړي چې لومړی جګړه پای ته ورسېږي، دا د افغان مېرمنو لپاره مهمه ده چې دوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شي چې جنګ ختمېږي، نړیواله ټولنه ‌‌‌‌‌‌ډېر کله د افغان مېرمنو په اړه ‌‌‌‌‌‌څرګندونې او شعارونه ورکوي، خو د افغان مېرمنو د ژوند په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخ ځانګړی بدلون نه‌دی رامنځته شوی." ‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې دا بهیر بشپړ شي.

18.05.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي. ‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی. ‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین د اخیستو په برخه کې په ټوله کې ۲۲۵ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته اړتیا وه چې اکثره دغه اندازه پیسې د دولت له لوري یې تدارکات شوي، خو د ځینو خلاوو له امله موږ د ۱۰ سلنه وګړو د پیسو له کمښت سره مخ یو، دولت‌یې د تدارک لپاره په هڅه کې دی چې موږ وکولای شو د پلان له مخې په ۲۰۲۲ کال خپل ټول وګړي واکسین کړو." ښاغلی علي‌زی وايي، د چین نه هم د هغه هېواد د ژمنو پر بنسټ هېواد ته د واکسین د دوزونو د انتقال لپاره د اداري چارو لړۍ پیل شوې چې په خبره‌یې ژر به دا پروسه هم ترسره شي. ‎د کرونا ویروس ضد واکسین له ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو وګړو ته تطبیقېږي. ‎د عامې روغتیا وزارت د غوښتنو ترڅنګ ‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف نن د نړۍ له اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) او اروپايي ټولنې بې‌وزلو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. ‎دغې ادارې د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو پروګرام له لارې په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د کموالي د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده. د ‎دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي، اووه لوی صنعتي هېوادونه او اروپايي ټولنه که په جون، جولای او اګسټ میاشتو کې یوازې خپله موجوده ۲۰ فیصده عرضه شریکه کړي، کولای شي بې‌وزلو هېوادونو ته ۱۵۳ ملیونه دوزه واکسین برابر کړي. ‎بل‌خوا ځیني ‌‌‌‌‌‌ډاکتران هم د کرونا ویروس تطبیق ته اشده اړتیا ويني. ‎په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' لپاره د ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح وایي ټولو وګړو ته اړتیا ده چې باید د کرونا ویروس ضد واکسین ولګوي. ‎‎د ښاغلي صالح په خبره که څه هم د دغه واکسین په اړه بېلابېل نظرونه او شایعات خپاره شوي، خو په خبره‌يې دا واکسین د 'کووېډ-۱۹' وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مؤثره لاره ده. ښاغلی صالح زیاتوي: "نه‌یوازې د 'کووېډ-۱۹'  ناروغۍ واکسین، بلکې د ټولو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسینونه ګټور دي، خو دا طبیعي ده او کله نا کله سایډ افېکټ یا جانبي عوارض لري." ښاغلی صالح وایي له واکسین وروسته جانبي عوارض د دې ښکارندویي کوي چې واکسین شوي کس کې ویروسونه فعال دي. د ده په خبره، د دغو واکسینونو په تطبیقولو سره فعال ویروسونه له‌منځه تللی شي. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر دې دمه له ۶۳ زره زیاتې مثبت پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر له ۲،۷۰۰ زیات وګړي یې له امله مړه شوي دي.

17.05.2021 ازادي راډیو

یونېسف: د نړۍ اقتصادي قدرتونه او اروپايي ټولنه دې کوواکس سره د واکسین مرسته وکړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کرونا د واکسین ګډ پروګرام کوواکس ته د واکسین مرسته وکړي. یونېسف د کرونا واکسین د ګډ نړیوال کمپاین کوواکس د تمویل چارې پر مخ وړي. د یونېسف مشرې هنریتا فور دوشنبه وویل د اضافي واکسینونو مرسته د اوس وخت لپاره اړین او بېړنی اقدام دی چې په مټ به‌یې رامنځته شوې تشه ډکه او د نړۍ په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د پر مخ بیولو لپاره د واکسین مرستې وشي. د کرونا په نړیوال واکسیناسیون کې ستونزې یا د واکسین کمی وروسته له هغه ډېر احساس شو چې په هند کې په کرونا د اخته خلکو شمېر مخ په لوړېدو شو. هند د کوواکس لپاره د ډېرو واکسینونو د تولید ډاډ ورکړی و. اغلې هنریتا په خپل بیان کې د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې د خپلې غوښتنې پر مهال ویلي، دغه هېوادونه که خپل ۲۰ فیصده زېرمې هم شریکې کړي د جون، جولای او اګسټ په مخه به‌یې د کرونا د واکسین ۱۵۳ ملیونه دوزه مرسته کړې وي. د یونېسف مشرې زیاته کړې په ځلونو یې دا خبرداری ورکړی چې بې‌وزلي هېوادونه د کرونا د واکسین په برخه کې ځان ته پرېنښودل شي. هند د بېلګې په توګه یاد شوی چې که نور هېوادونه هم ځان ته پرېښودل شي ښايي په هماغه برخلیک اخته شي. په هند کې تېر یوه شپه او ورځ په کرونا د څه باندې ۲۸۱ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې له ډلې یې تر ۴،۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي. د جَنوبي اسیا په دې هېواد کې په کرونا د اخته خلکو شمېره نږدې ۲۵ ملیونو ته رسېږي چې له امریکا وروسته په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو دوهم لوړ شمېر دی. د کرونا د واکسین د تمویل لپاره د یونېسف له‌خوا داسې وخت د نړۍ په اووه لویو اقتصادي قدرتونو (G7) او اروپايي ټولنې غږ شوی چې تمه ده دا هېوادونه راتلونکې میاشت په بریتانیا کې یوه سرمشریزه وکړي. په «G7» کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا شامل دي. په ځینو دغو هېوادونو کې کرونا تر نورو زیات زیان اړولی، خو د واکسین د تولید په برخه کې سرلاري دي او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره‌یې د مرستې ډاډ ورکړی.

17.05.2021 ازادي راډیو

څېرې - له انیسه مراد سره خبرې

انیسه مراد څوارلس کلنه سندرغاړې ده. دا په افغان ترکمنه کورنۍ کې په لندن کې زېږېدلې. د موسیقۍ په فستیوالونو او کنسرتونو کې ګډون کوي. په ۱۲ کلنۍ کې يې سندرې لیکل پیل کړل. دې په ټين سټار او اوپن مایک سیالیو کې ګډون کړی او دوهمه درجه یې خپله کړې.

16.05.2021 ازادي راډیو

د پاکستان عوامي نشنل ګوند یوې مشرې بېګم نسیم ولي خان مهم فعالیتونه څه و؟

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند له مشرانو یوې بېګم نسیم ولي خان نن په ۸۸ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.   ملالۍ بشیر په پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره فعال واک تحریک له یوې مشرې قندي صافۍ سره مرکه کړې ده او په سر کې يې د بېګم نسیم ولي خان د مهمو فعالیتونو په اړه پوښتنه کړې. دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

16.05.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more