شاته

یونېسف: د نړۍ اقتصادي قدرتونه او اروپايي ټولنه دې کوواکس سره د واکسین مرسته وکړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کرونا د واکسین ګډ پروګرام کوواکس ته د واکسین مرسته وکړي.

یونېسف د کرونا واکسین د ګډ نړیوال کمپاین کوواکس د تمویل چارې پر مخ وړي.

د یونېسف مشرې هنریتا فور دوشنبه وویل د اضافي واکسینونو مرسته د اوس وخت لپاره اړین او بېړنی اقدام دی چې په مټ به‌یې رامنځته شوې تشه ډکه او د نړۍ په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د پر مخ بیولو لپاره د واکسین مرستې وشي.

د یونېسف مشره هنریتا فور
د یونېسف مشره هنریتا فور

د کرونا په نړیوال واکسیناسیون کې ستونزې یا د واکسین کمی وروسته له هغه ډېر احساس شو چې په هند کې په کرونا د اخته خلکو شمېر مخ په لوړېدو شو.

هند د کوواکس لپاره د ډېرو واکسینونو د تولید ډاډ ورکړی و.

اغلې هنریتا په خپل بیان کې د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې د خپلې غوښتنې پر مهال ویلي، دغه هېوادونه که خپل ۲۰ فیصده زېرمې هم شریکې کړي د جون، جولای او اګسټ په مخه به‌یې د کرونا د واکسین ۱۵۳ ملیونه دوزه مرسته کړې وي.

د یونېسف مشرې زیاته کړې په ځلونو یې دا خبرداری ورکړی چې بې‌وزلي هېوادونه د کرونا د واکسین په برخه کې ځان ته پرېنښودل شي.

هند د بېلګې په توګه یاد شوی چې که نور هېوادونه هم ځان ته پرېښودل شي ښايي په هماغه برخلیک اخته شي.

په هند کې تېر یوه شپه او ورځ په کرونا د څه باندې ۲۸۱ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې له ډلې یې تر ۴،۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي.

د جَنوبي اسیا په دې هېواد کې په کرونا د اخته خلکو شمېره نږدې ۲۵ ملیونو ته رسېږي چې له امریکا وروسته په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو دوهم لوړ شمېر دی.

د هند په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د هند په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د کرونا د واکسین د تمویل لپاره د یونېسف له‌خوا داسې وخت د نړۍ په اووه لویو اقتصادي قدرتونو (G7) او اروپايي ټولنې غږ شوی چې تمه ده دا هېوادونه راتلونکې میاشت په بریتانیا کې یوه سرمشریزه وکړي.

په «G7» کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا شامل دي.

په ځینو دغو هېوادونو کې کرونا تر نورو زیات زیان اړولی، خو د واکسین د تولید په برخه کې سرلاري دي او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره‌یې د مرستې ډاډ ورکړی.