شاته

کابل کې د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې خالي بستر نشته؛ "ورځ کې۵ تنه مري"

د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې ناروغانو لپاره خالي بستر نشته او په نږدې ټولو بسترونو کې هغه ناروغان پراته دي چې کرونا یې شدیده ګڼل شوې، د ډیریو روغتیايي وضعیت نازک دی او د اکسیجن د پایپونو په مرسته ساه اخلي.

د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، دلته هره ورځ پنځه یا له پنځو زیات کسان د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د یاد روغتون د نرسانو مشر 'هېډنرس' محمد فهیم یوسفي د سې شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد روغتون کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له معاینه شوېو ناروغانو د نږدې پنځوس سلنو نتیجه مثبته وه.

یوسفي زیاته کړه: "دلته د دویمې څپې پرتله د کرونا درېیمه څپه وخیمه ده، مریضان په کې زیات مړه کېږي، تقریباً په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ شپږ ناروغان مړه شوي."

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي

خو د روغتیايي مسوولینو له دې څرګندونو سره-سره کابل ښار کې ګڼه ګوڼه په خپل عادي حالت ده او ډېر کم داسې کسان تر سترګو کېږي چې ماسکونه یې اچولي وي او یا نورې روغتیايي سپارښتنې یې مراعات کړي وي.

د دوی ډېری په دې باور دي چې نور نو کرونا ویروس نشته، خو ځینې بیا د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو هم ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی سید شریف وايي: "په کرونا هېڅ باور نه لرم، ټول يې دروغ دي، ځکه چې تېر کال په همدې روژه کې زما ورور سخت ناروغ و، هر چېرې چې مې يووړ ويل يې کرونا دی، خو چې خپله مې په غېږ کې ونيوه او تداوي مې کړ، د خدای په فضل جوړ شو، نو په کرونا هېڅ باور نه لرم."

خو د کابل ښار بل اوسېدونکی سید جلال بیا کرونا ویروس جدي ګڼي او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو ټینګار کوي: "ماسک ته خو هر وخت اړتیا ده، که دا مرض وي که نه وي. دا هم په کار ده چې نظافت مراعت شي په هر وخت کې، په کور کې په دفتر کې، په هر ځای کې ځکه نظافت د ایمان برخه ده."

د کابل ښار مندوی، چېرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.
د کابل ښار مندوی، چېرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا درېیمه څپه د نورو هغوی پرتله مرګونې ده او باید وار دمخه یې تدابیر ته پام وشي.

دغه شان روغتیا پالان په ټینګار سره وايي چې خلک هم باید روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین بهیر په ښه توګه روان دی او ټاکل شوې چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام کوواکس له لارې د شل سلنه وګړو لپاره ۱۶ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ډېر ژر افغانستان ته راورسېږي.

تر اوسه پورې د هند تولید یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته راغلی چې له پنځه لکه او شل زرو څخه پر ډېر کسانو پلی شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له ۶۴ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي چې ۲ زره ۷ سوه او ۶۲ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.