شاته

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بشر حقونو څار نړیوال سازمان اندېښنه

‎د بشر حقونو څار نړیوال سازمان ځینو چارواکو په افغانستان کې د ښځو اوسنی او راتلونکی وضعیت ننګوونکی بللی او اندېښنه‌یې ښودلې چې لا هم افغان مېرمنې د خپلو د حقونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.

‎د اسیا لپاره د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د دغه سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم د اساسي خدمتونو په برخه کې خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبره‌یې هغه دولتي او نا دولتي ادارې چې په تېرو کلونو کې یې د مرستو د مصرف په برخه کې سرغړونې کړي، باید وپوښتل وشي.

‎هیدر بار ټینګار کړی چې د مرستندویه هېوادونو ملاتړ به وکولای شي چې له طالبانو سره د سولې او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر احتمالي راتګ وروسته هم د افغان مېرمنو او نجونو راتلونکې او د دوی فعالیتونه او حقونه خوندي وساتي.

‎هیدر بار د متحده ایالاتو د کانګرس نوي قانون ته اشاره کړې چې په کال کې به دوه ځلې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه کانګرس ته راپور ورکوي.

‎مېرمن بار دا اعلان شوی قانون د افغان مېرمنو او نجونو د اساسي خدمتونو د تمویل لپاره ښه فرصت بللی.

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ښځو چارو وزارت نظر هم واخلو، له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه‌شوو.

‎خو د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې په دې باور دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو لپاره بنسټيز نه، بلکې سمبوليک کارونه کړي دي.

‎د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د تازه خپرې شوې اعلامیې په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول څرګندونې کولای شي د افغان مېرمنو د ستونزو د حل په برخه کې پر اړونده ادارو او بنسټونو فشار راوړي.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني
د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني

‎مېرمن ګېلاني ټینګار کوي چې لومړی د جګړې ختمول اړين دي: "د افغان مېرمنو لپاره دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه دا فشار راوړي چې لومړی جګړه پای ته ورسېږي، دا د افغان مېرمنو لپاره مهمه ده چې دوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شي چې جنګ ختمېږي، نړیواله ټولنه ‌‌‌‌‌‌ډېر کله د افغان مېرمنو په اړه ‌‌‌‌‌‌څرګندونې او شعارونه ورکوي، خو د افغان مېرمنو د ژوند په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخ ځانګړی بدلون نه‌دی رامنځته شوی."

‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې دا بهیر بشپړ شي.