شاته

د کرونا د ۳مې څپې ۳۱۷ پېښې؛ روغتیا وزارت: ډېری یې ننګرهار کې ثبت دي

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د چټک خپرېدو په حال کې ده. د‎ دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا ویروس د درېیمې څپې ۳۱۷ پېښې تشخیص شوي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې په ننګرهار ولایت کې دي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو نښې په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول دي، خو خپرېدل یې په چټک ‌‌‌‌‌‌ډول روان دي.

علي‌زي زیاته کړه: "افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمې څپې پېښې په مشرقي ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او کونړ کې دي، ۱۲۴ پېښې په کې ثبت شوي له هغه وروسته په کابل، هرات، کندهار او کندوز کې پېښې زیاتې ثبت شوي دي."

‎داسې ښکاري چې د کرونا د درېیمې څپې ویروس له هند او ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته را انتقال شوي دي.

‎د ښاغلي علي‌زي په خبره، له همدې امله هند ته تګ راتګ کم شوی دی او په وینا یې بېړني حالت کې به ټول روغتونونه او کلینکونه له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو وي.

په افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې خلک هم اندېښمن کړي.

‎د کابل ښار اوسېدونکي رضوان الله اساس او نثار احمد ساپي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د کرونا ویروس درېیمه څپه د لا خپرېدو په حال کې ده، زموږ هېواد کې روغتیایي اسانتیاوې کمې دي، که روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، ښایي هېواد کې مو وضعیت بد شي، د دې لپاره چې په کرونا اخته نه شم، ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ساتم.

علی زی وايي بېړني حالت کې به ټول روغتونونه او کلینکونه له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو وي.
علی زی وايي بېړني حالت کې به ټول روغتونونه او کلینکونه له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو وي.

-موږ اندېښمن یو، دا ظاهره خبره ده، که دغه روغتیایي لارښوونې نه عملي کېږي، نو ټولو ژوند ته ګواښ دی که هغه ځوان وي یا سپین ږیری وي، که هر څوک وي، د دې لپاره چې له ګواښ سره مخ نه شو، دا مسایل باید په پام کې وساتو، څو بالاخره دا وبا له منځه ولاړه شي."

د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د تېر ۱۳۹۸ د کب میاشتې په پنځمه نېټه د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبتېدو تردې دمه له ۵۶ زره زیات کسان پرې اخته او له دې شمېره بیا دوه زره او ۸۰۲ کسان ترې مړه شوي دي .

‎د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله لس کسان مړه او ۲۴۲ تنه نور بیا تازه پرې اخته شوي دي.