د ahmadi ahmadi لخوا خپرې شوې لیکنې
باران
اې وچو بوټو او تږو ونو! زه پوهیږم چې ستاسو د ریښو په بیخونو کې د ځمکې نم وچ شوی او تاسو تر داسې یوه پټ توپان لاندې شپې او ورځې تیروی چې د نابودۍ په سپیره کنډو کې یې درولې یاست او هره لحظه مو د ناتار د دوړو ډک شمال او سختې بړبوکۍ په ډیره آسانۍ سره یوې او بلې خواته څملوي. اې سپیرو کاریزونو او وچو چینو! زه پوهیږم چې تاسو مخکې داسې ښیرازه، خوشحاله او له صافو اوبو څخه مالامال وی چې هر ژوندي موجود به مو په یخو او خوږو اوبو تنده ماتوله او د هر پټي شنو ډکو به ست
دروازې
دروازېبیا د مینې په ګلزار کې د وصال ګلونه راکړهد تورتم په زړه خاونده د هلال ګلونه راکړهد ښایست جوهر ته لاړ شو له بدرنګو بلاګانود نجات خوښۍ کې خدایه د دسمال ګلونه راکړهد ژوندون جفا یوه نه ده بې حسابه رانه تاو ديد وفا په تار پيلي څو سمبال ګلونه راکړهچې نه ویر وي د خوبانو نه لېمې د اوښکو ډکېبیا د خپل کرم له باغه بې مثال ګلونه راکړههر بیلتون وي له دې کوره د عدم په لوري تللید وحدت، مینې، خوښیو، د کمال ګلونه راکړهد رحمت د اورښتونو دروازې راته کړه خلاصېپه
نوی کال، نورروز او پسرلی
نوروز، نوی کال او پسرلی د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي. نوروز هم د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ نیټې او د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د سیمې او نړۍ د مهمو جشنونو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې په مختلفو ډولو باندې نمانځل
نوی کال ځینې ګلونه اخلي
نوی کال ځینې ګلونه اخليزمانه هم عجیب حالات په انسان باندې راولي کله کله داسې شي چې د خوښیو څخه په جامو کې نه ځایږي خو کله کله بیا پرې د تورتم توره لړۍ داسې را تاو شي چې هره لحظه یې ویر، ژړا، ماتم، اوښکې او سوې سوې اندیښنې وي. په داسې یوه حالت کې نو د انسان د ژوند د قسمت آسمان ته د غم تورې وریځې رامنډې کړي او په داسې یوه ویرونکي درز سره نارې وهي چې درد یې د انسان د بدن له پوښتیو څخه پورې ورې وزي.نوی کال هغه زرغون موسم دی چې انسان ورته خوښیږي او فکر کوي چې موږ ته به نوي نوي ګلا
مینا/ د حج یونلیک/ شلمه برخه
د لوی اختر ورځپه مزدلفه کې تر شپې تیرولو وروسته د لوی اختر ورځ وي او په دې ورځ حاجیان بیرته مینا ته تشریف وړي چې موږ هم مینا ته و خوځیدو او د دوو ساعتونو مزل څخه وروسته مینا ته ورسیدو. سره له دې چې لاره دومره زیاته نه ده خو د زیات بیروبار له کبله موټرونه ډیر آهیسته مزل کوي.مینا ته تر رسیدو وروسته لومړی کار دا وو چې د جمره العقبه د ویشتلو لپاره د جمرو په لوري ورغلو او په دې ورځ په اوو هغو شګو چې له مزدلفې څخه حاجیانو ورسره راوړې وي یوازې جمره العقبه ویشتل کیږي چې موږ هم نوموړی کار&n
زیری
زیری د غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک چاپ شو غازي محمد جانخان وردګ، د خپلواکۍ په جګړه کې د نوموړي اتلولي او مظلومانه شهادت د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي حیات الله حلیم لیکلی او تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب چې په څلورو فصلونو او څه کم دیرش عنوانونو او ۲۳۴ صفحو باندې له څه تاریخي عکسونو سره یو ځای ترتیب شوی دی د هیواد د ستر سپهسالار شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند لیک، ویاړلو کارنامو او مظلومانه شهادت په هکله تاریخي او مستند حکایت ستاسو مخې ته ږدي چې د لیکوال په ژورو هڅو او زی
منګول
منګولموږ د هیلو په باغچو کې په ګلونو منګول ایښېستا د رحم په ورشو کې مو خیالونو منګول ایښېدا لنګر چې تاج محل وي د ښکلاوو په ډولۍ کېد آرمان تږې نړۍ په څو رنګونو منګول ایښېله بدرنګو جفاګانو مرور دي ځیګرونهد آسمان طرف ته هر یوه په سوالونو منګول ایښېد زاریو په کچکول کې ستا د حسن نذر غواړيلېمو بیا د سپینو اوښکو په سیندونو منګول ایښېمنجور د ښکلا ناست دي د دیدار په زیارتونووچو شونډو د سلګیو په آهونو منګول ایښېپه بڼو به را جارو کړو ستا د در هره یوه څنډهد ام
مینا/ د حج یونلیک/ نولسمه برخه
د مزدلفې شپه کله چې زموږ موټریزه قافله ماسختن مهال مزدلفې ته و رسیده نو و مو لیدل چې هلته هم زموږ د کاروان د ملګرو لپاره هر ډول ترتیبات نیول شوي دي او زموږ د هستوګنې په کمپ کې یې یوه لویه خیمه د لمانځه د اداکولو او د همدې شپې د تیرولو پر مقصد درولې ده چې د دې خیمې په شاوخوا کې څو نورې خیمې هم ولاړې او د ښځینه حاجیانو لپاره ځانګړې شوې وې چې د بشپړ ستر ټولې آسانتیاوې یې په پام کې نیولې وې. همدارنګه په نږدې او لرې میدانونو کې په لسهاوو زره کمپونو او خیمو موقعیت درلود چې د همدې شپې د تیرو
مینا/ د حج یونلیک/ آتلسمه برخه
د مزدلفې په لوريپه عرفات کې زموږ کاروان تر تیاره ماښام پورې تم شو او هر چا هڅه وکړه چې د خپل دنیوي او اخروي ژوند د سمون لپاره ګڼې دعاګانې وکړي. همدارنګه د افغانستان څلور کسیزې ډلې چې په دې کاروان کې یې حضور درلود د نورو دعاګانو سره سره د خپل هیواد خلکو ته د سولې او ورورګلوۍ د اعادې په هکله ځانګړې فردي او جمعي دعاګانې وکړې.یا الله نور زموږ تاریخي هیواد او بیوزله وګړي د تل لپاره د خپل منځي جګړو، بدبختیو او تباهۍ څخه و ژغوره او سوله د دوی په ټول ژوند باندې په حقیقي توګه حاکمه کړه.یا
مینا/ دحج یونلیک/ اوولسمه برخه
د عرفات مېوهماسپښین مهال د نمره د جومات خطبه پيل شوه او په نوموړې خطبه کې هم د نړۍ د مسلمانانو په د حالت په اړه خبرې وشوې، د حج د مناسکو د اداکولو اهمیت بیان او د مسلمانانو د هر اړخیزو چارو د سمون لپاره اوږده دعا وشوه. ورپسې د ماسپیښین او مازدیګر لمونځونه یو پر بل پسې په جماعت سره یوځای ادا شول.کله مو چې لمونځ وکړ نو له هغه وروسته په همدې لویه خیمه کې زموږ ټولو ملګرو چې شمیر به یې ۳۰۰ کسانو ته رسیده د غرمې ډوډۍ وخوړه چې سعودي پلو یا وریجې یې په لویو لویو مجمو کې د پسه د غوښې سره
مینا/ د حج یونلیک/ شپاړسمه برخه
د عرفات ورځکله چې موږ په خپل کمپ کې هستوګن شوو نو و مو لیدل چې هلته یوه لویه خیمه د جومات په موخه دریدلې ده، د اوداسه لپاره پریمانه اوبه موجودې او د تشنابونو سهولت هم شته دی. په جومات کې په سلګونو د قرآن کریم نسخې د تلاوت لپاره ایښودل شوې دي. د خپلو خپلو خیمو تر موندلو وروسته موږ هم اودسونه تازه او یوه یوه پياله چای مو نوش جان کړ له هغه وروسته ټول جومات ته ور غونډ شوو او د دې سپیڅلې ورځ د عبادت اهمیت او پروګرام د یوه سعودي عالم په وسیله راته تشریح شو. همدارنګه راته وویل شول چې د عرفات
ناسالم قراردادونه
ناسالم قراردادونه د اقتصادي ودې لوی خنډ په دې کې شک نشته چې له بده مرغه په افغانستان کې اداري فساد د زیاتیدو په حال کې دی او نوموړی فساد په مختلفو شکلونو کې ځان راڅرګندوي او د افغانستان د ورسته والي باعث کیږي. همدارنګه د اداري فساد په لړ کې ناسم قرادادونه د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې پر مخکې لوی خنډ ګڼل کیږي. په هیواد کې د اداري فساد د ناوړه پدیدې په زیاتیدو سره نه یوازې د افغانستان خلک، لیکوالان، شاعران، څیړونکي او ټول زړه سواند اړخونه د حسرت اوښکې تویوي بلکي په خپله د ا
مینا/ د حج یونلیک/ پنځلسمه برخه
عرفات ته رسیدلکله چې زموږ د سورلۍ موټرونو د مینا څخه د لویو لویو تونلونو له لارې د مکې مکرمې د ښار په څنډو کې د عرفات په لوري پراته سړک ته ځانونه برابرول نو په ښکلي ډول جوړ شوي مختلف او عجیب تونلونه یې شاته پریښودل چې لوی لوی غرونه یې سوري کړي وو او په هر تونل کې له رڼايي څخه نیولې تر بادپکو، بیړنیو دروازو او پلیو لارو ټولې آسانتیاوې په نظر کې نیولې وې. د عرفات په لوري غزیدلي سړک دواړو لوریو ته ونې کرل شوې وې او د سړک د منځ په ګلدان کې هم داسې زینتي پوټي کرل شوي وو چې د کوچني دیوال
مینا/ د حج یونلیک/ څوارلسمه برخه
د عرفات په لوري د الترویه په شپه موږ ته اعلان وشو چې سبا به له خیره سره د لمانځه تر ادا کولو وروسته د عرفات په لوري حرکت پیل کیږي نو تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو ضروري توکو څخه پرته نور څیزونه مه درسره وړی ځکه چې هلته د ټولو څیزونو انتظام شته دی. همدارنګه دا خبره هم راته و شوه چې تاسو به له عرفات او مزدلفې وروسته بیرته مینا ته راځی نو د خپلو بکسونو او کالیو سره هیڅ راز تشویش مه کوی بلکي په خپلو خپلو اطاقونو کې یې پریږدي.دا هم راته وویل شول چې تاسو ته به ځانګړي کارتونه توزیع کیږي او د خپ
مهم، مهم، مهم
مهم، مهم، مهمپه ملي کچه د ملي اتلانو نازول افغان ولس هغه میړنی، لایق، باطور او با استعداده ولس دی چې د لازم فرصت، سولې او امنیت په فضا کې ډیر ژر د نړۍ د ویاړلو ولسونو په کتار کې خپل ځان ته ځای موندلی شي چې د کرکټ په ډګر کې د ۱۳۸۷ کال مسلسلې بریاوې او په ارجنټاین کې وروستۍ اتلولي د دې ادعا غوره ثبوت ګڼل کیږي.د کرکټ لوبه سره له دې چې پخوا به هم په هیواد کې وه خو په افغانستان کې دومره اوږد تاریخ نه لري بلکي د هیواد د کرکټ ملي ټیم په دې څو کلونو کې د ځینو ویاړلو
مینا/ د حج یونلیک/ دیارلسمه برخه
یوم الترویهد یکشنبه ورځ چې د روان ۱۳۸۷ کال د لیندۍ ۱۷ نیټې سره برابره وه د عرفات غونډۍ ته له تللو، عبادت او ورځ تیرولو څخه د مخه د ترویې ورځ ګڼل کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان د همدې ورځې په اوږدو کې د مینا لور ته حرکت کوي. دغه ورځ او شپه ټوله په مینا کې تیروي او د لوی خدای (ج) په عبادت مشغول وي. همدارنګه د دې ورځې د ۱۲ بجو څخه د مخه باید ټول حاجیان خپل احرامونه وتړي او بیا هغه مهال د متمتع حج د حاجیانو لپاره د حرام د لرې کول روا کیږي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مزدلف
مینا/ د حج یونلیک/ دولسمه برخه
نړیواله جامهد حج د مناسکو د ادا پر مهال د حرمینو پر سپیڅلې ځمکه د ټولې نړۍ د مومنانو د اسلامي ورورګلوۍ یو داسې حقیقي تصویر د هر لیدونکي سترګو ته دریږي چې سړی په ریښتنې بڼه اغیزمن کوي. د سعودي عربستان په خاوره کې تر لومړي ګام ایښودلو وروسته په هره لحظه کې موږ ته نوموړی تصویر په وار وار څرګندیده.موږ چې په سعودي عربستان کې د کومې موسسې له خوا د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره وربلل شوي وو د ټولې نړۍ څخه یې تر درې سوه مسلمانان میلمانه کړي وو چې د نړۍ له زیاتو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو
مینا/ د حج یونلیک/ یوولسمه برخه
لبیک اللهم لبیکد حج په ورځو کې د مکې شریفې په سپیڅلي ښار کې دغه آواز ډیر اوریدل کیږي چې لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لبیک، ان الحمد و النعمه لک و الملک لا شریک لک. دا هغه آواز دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان یې په خوږو آوازونو بدرګه کوي. همدارنګه د طواف، سعی بین الصفا و المروه او نورو دیني شعایرو د ادا کولو پر مهال یې د خدای (ج) کورته راغلي حاجیان په لوړ آواز سره زمزمه کوي.کعبېد ژوند هیله مې وه ستا دیدار کعبېزړه مې وړی وو رنګین خمار کعبېد آرمان لپې د شکر نذر ویشي
مینا/ د حج یونلیک/ لسمه برخه
د کعبې دیدار، عمره او طواف القدومد همدې ورځ په مازدیګر له خپل هستوګنځي څخه ووتو او د ملک خالد د سړک تونل مو په پښو طی کړ او د العزیزیه ښارګوټي ته ور ووتو چې له مینا سره نږدې یې موقعیت درلود. سره له دې چې بیروبار زښته یات وو خو موږ په دې و توانیدو چې یو موټر پيدا کړو او په هغه کې د کعبې شریفې د حرم په لوري و خوځیږو چې د مکې مکرمې خلکو یوازې حرم ورته وایه. د موټر کرایه سړي سر ۵ ریاله وه چې د افغانستان د کرنسۍ په حساب له ۷۰ افغانیو څخه لږ څه زیاتیږي.تر ۲۰ دقیقې مزل وروسته نور نو د موټر د
مینا/ د حج یونلیک/ نهمه برخه
د مکې مکرمې په لوري سفرکله چې زموږ ملګري سره را پیدا شول او خپل بکسونه مو لاسته راوړل نو د یوه تور رنګي GMC موټر په وسیله د مکې مکرمې په لوري سفر پيل شو. زموږ سره په دغه موټر زما ملګري هر یو ښاغلی حلیمي صاحب، ښاغلی قرار صاحب، ښاغلی واصل نور مهمند صاحب، د اردن یو عرب چې د هغه میرمن او دوه ماشومان هم ورسره وو ملګري وو. ماشومانو خو یې زموږ تر روانیدو د مخه د رابطه العالم الاسلامي په دفتر کې ښه شوخي هم کوله نو ماته پته ولګیده چې د ماشومانو سره یو ځای حج ته راتلل څومره لوی تکلیف لري.د ن