د عرفات مېوه
ماسپښین مهال د نمره د جومات خطبه پيل شوه او په نوموړې خطبه کې هم د نړۍ د مسلمانانو په د حالت په اړه خبرې وشوې، د حج د مناسکو د اداکولو اهمیت بیان او د مسلمانانو د هر اړخیزو چارو د سمون لپاره اوږده دعا وشوه.  ورپسې د ماسپیښین او مازدیګر لمونځونه یو پر بل پسې په جماعت سره یوځای ادا شول.
کله مو چې لمونځ وکړ نو له هغه وروسته په همدې لویه خیمه کې زموږ ټولو ملګرو چې شمیر به یې ۳۰۰ کسانو ته رسیده د غرمې ډوډۍ وخوړه چې سعودي پلو یا وریجې یې په لویو لویو مجمو کې د پسه د غوښې سره یو ځای ایښې وې. د ښځینه حجاجو لپاره بیا د ډوډۍ، لمانځه او عبادت ځانګړی ځای چمتو شوی وو او زموږ په ډله کې به تر ۵۰ زیاتې ښځینه حاجیانې هم وې.
له موږ سره د حج د مناسکو د ادا کولو پر مهال د نړۍ د زیاتو ملکونو مسلمانانو حضور درلود چې د محمد په نامه د هالند یو مسلمان وو  او له قوارې څخه یې له لرې ښکاریدل چې هغه د لودیځې نړۍ اوسیدونکی دی.
نوموړي په روانه انګریزي خبرې کولې او زما سره یې په لاندې ډول معرفت حاصل شو:
سلام
ستاسو نوم څه دی او د کوم ځای یاست؟
محمد: زما نوم محمد دی او د هالند اوسیدونکی یم، ډیر خوښ یم چې د حج د مناسکو د ادا کولو ویاړ راته حاصلیږي.
خدای مو حج قبول کړه.
محمد: ستاسو دې هم حج قبول وي  تاسو د کوم ځای یاستی؟
زه د افغانستان یم
محمد: او هو ډیر ښه زما خو افغانستان ډیر خوښیږي او د افغانستان خلکو ډیر دردونه ولیدل، د هالند عسکر هم په افغانستان کې میشت دی او هالند له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې مرسته کوي.
تاسو د مسلمانانو د دې لویې اجتماع په هکله څنګه احساس کوی؟
محمد: حج خو د نړۍ د ټولو مسلمانانو د ورورګلوۍ یو ډیر ښه مثال دی او زه داسې احساس کوم چې ډیر خوښ یم او په ډیره مینه د حج مناسک مخته وړم.
ډیر ښه د افغانستان لپاره خو یوه دعا وکړه چې خدای پاک زموږ په هیواد کې سوله راولي.
محمد: الله پاک دې په افغانستان کې سوله راولي او خدای دې د افغانستان ټولو خلکو ته نیکمرغه ژوند په برخه کړي. 
له محمد سره مو د نړۍ د مسلمانانو او په هالند کې د مسلمانانو د ژوند په هکله هم مفصلې خبرې وکړې او په هغه هیواد کې یې د مسلمانانو ژوند ښه و باله.
زه همدارنګه د عرفات په سپیڅلي مقام کې د دوو افغان محصلینو زلمیانو سره هم مخ شوم چې یو د کابل د بګرامیو او بل یې د کنړ اوسیدونکی وو. نوموړو محصلینو د رابطه العالم الاسلامي د اسلامي بلونکو په انستیتیوت کې زده کړې کولې او د تحصیل ځینې ستونزې یې هم بیان کړې چې یوه یې په ریاض کې له دوی سره  د افغانستان د سفارت د ځینو چارواکو عدم همکاري ګڼل کیده. ما هم له دوی سره د زړه خواله وکړه او په هغو لارو چارو مو بحث سره وکړ چې دوی څنګه کولای شي خپل تحصیلات په بریالۍ توګه پر مخ بوزي او د خپلې ټولنې لپاره د غوره خدمت جوګه شي.
د ډوډۍ خوړلو پر مهال په هره مجمه باندې شپږ شپږ کسان کښیناستل چې زموږ په مجمه باندې هم د مختلفو هیوادونو کسان ناست وو چې یو شخص د فلسطین د محاکمو رییس وو، بل شخص د پاکستان یو ژورنالیست وو او یو بل نفر یو هندي سوداګر وو. همدارنګه زموږ په مجمه باندې نور ناست کسان د مصر او ځینو نورو افریقايي هیوادونو اوسیدونکي وو. ډیرې خبرې نو یوازې هندي سوداګر کولې چې عربي او اردو ژبه یې داسې سره ګډوله لکه د ځینو سیمو اوسیدونکي چې پښتو او فاړسي سره ګډوله کوي او په دې خبره باندې یې ډیر فخر کاوه چې درې ښځې  یې کړي او په ټینګه سره د څلورم واده قصد لري. همدارنګه نوموړي وویل چې د نوي ډهلي او دوبۍ تر منځ د ګړندیو موټرونو سوداګري کوي خو ده به چې هره خبره کوله نو د فلسطین د محاکمو رییس به په ډکه خوله یوازې ماشاالله ورته وویل او نور چا ځواب نه ورکاوه.
هندي سوداګر د ډوډۍ خوړلو په مهال دا خبره هم کوله چې که زه ډوډۍ ډیره خورم نو ملامت کوی مې ځکه مه چې زه درې ودونه لرم.
 له ډوډۍ خوړلو وروسته نو زموږ ټولو ملګرو په دعاوو پيل وکړ او زیاترو ملګرو په داسې حالت کې دعاوې کوله چې غلي به په کومه خوا کې ولاړ وو. همدارنګه ځینو ځینو حاجیانو د دعاوو د کوچنیو کتابګوټو څخه هم د دعا لوستلو پر مهال استفاده کوله او تر تیاره ماښام پورې همدغه بهیر په ټینګه توګه روان وو. په همدې توګه د عرفات ټول سړکونه د خلکو داسې ډک وو چې خالي ځای خو بیخي نه ښکاریده او ټولو دعاوې کولې، الله اکبر او لبیک یې وایه.

دیدار
موږ دعاوې دي راوړې ستا دربار ته
موږ منګولې پورته کړې کردګار ته
خدایه ستا د صالحانو په ټولګي کې
ور داخل کړه موږ د وړانګو یوه کتار ته
ستا د رحم او کرم په لارښوونه
موږ راغلي د ګلونو رنګین ښار ته
څو غنچې کړو په منګولو کې ترې پورته
حواله یې کړو د زړونو مخفي ښار ته
چې ظاهر او باطن دواړه شي سپیڅلي
د امید هیلې  ژړیږي  انتظار  ته
ستا جلال ته د دعا سلسلې لیږو
افغانان بوزه د سولې یوه دیار ته
چې نه جنګ، نه ورور وژنه، نه ژړا وي
زموږ سیمه حواله کړه یوه سینګار ته
خدایه ستا د مغفرت لار مو نیولې
لاس دې راکړه ډیر یو تږي ستا دیدار ته
۱۶  لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۶ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د عرفات غونډۍ