یونلیکونه


مینا/ د حج یونلیک/ شلمه برخه

د لوی اختر ورځپه مزدلفه کې تر شپې تیرولو وروسته د لوی اختر ورځ وي او په دې ورځ حاجیان بیرته مینا ته تشریف وړي چې موږ هم مینا ته و خوځیدو او د دوو ساعتونو مزل څخه وروسته مینا ته ورسیدو. سره له دې چې لاره دومره زیاته نه ده خو د زیات بیروبار له کبله موټرونه ډیر آهیسته مزل کوي.مینا ته تر  رسیدو وروسته لومړی کار دا وو چې د جمره العقبه د ویشتلو لپاره د جمرو په لوري ورغلو او په دې ورځ په اوو هغو شګو چې له مزدلفې څخه حاجیانو ورسره راوړې وي یوازې جمره العقبه ویشتل کیږي چې موږ هم نوموړی کار&n

23.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ نولسمه برخه

د مزدلفې شپه کله چې زموږ موټریزه قافله ماسختن مهال مزدلفې ته و رسیده نو و مو لیدل چې هلته هم زموږ د کاروان د ملګرو لپاره هر ډول ترتیبات نیول شوي دي او زموږ د هستوګنې په کمپ کې یې یوه لویه خیمه د لمانځه د اداکولو او د همدې شپې د تیرولو پر مقصد درولې ده چې د دې خیمې په شاوخوا کې څو نورې خیمې هم ولاړې او د ښځینه حاجیانو لپاره ځانګړې شوې وې چې د بشپړ ستر ټولې آسانتیاوې یې په پام کې نیولې وې. همدارنګه په نږدې او لرې میدانونو کې په لسهاوو زره کمپونو او خیمو موقعیت درلود چې د همدې شپې د تیرو

18.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ آتلسمه برخه

د مزدلفې په لوريپه عرفات کې زموږ کاروان تر تیاره ماښام پورې تم شو او هر چا هڅه وکړه چې د خپل دنیوي او اخروي ژوند د سمون لپاره ګڼې دعاګانې وکړي. همدارنګه د افغانستان څلور کسیزې ډلې چې په دې کاروان کې یې حضور درلود د نورو دعاګانو سره سره د خپل هیواد خلکو ته د سولې او ورورګلوۍ د اعادې په هکله ځانګړې فردي او جمعي دعاګانې وکړې.یا الله نور زموږ تاریخي هیواد او بیوزله وګړي د تل لپاره د خپل منځي جګړو، بدبختیو او تباهۍ څخه و ژغوره او سوله د دوی په ټول ژوند باندې په حقیقي توګه حاکمه کړه.یا

17.02.2009 ahmadi

مینا/ دحج یونلیک/ اوولسمه برخه

د عرفات مېوهماسپښین مهال د نمره د جومات خطبه پيل شوه او په نوموړې خطبه کې هم د نړۍ د مسلمانانو په د حالت په اړه خبرې وشوې، د حج د مناسکو د اداکولو اهمیت بیان او د مسلمانانو د هر اړخیزو چارو د سمون لپاره اوږده دعا وشوه.  ورپسې د ماسپیښین او مازدیګر لمونځونه یو پر بل پسې په جماعت سره یوځای ادا شول.کله مو چې لمونځ وکړ نو له هغه وروسته په همدې لویه خیمه کې زموږ ټولو ملګرو چې شمیر به یې ۳۰۰ کسانو ته رسیده د غرمې ډوډۍ وخوړه چې سعودي پلو یا وریجې یې په لویو لویو مجمو کې د پسه د غوښې سره

16.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ شپاړسمه برخه

د عرفات ورځکله چې موږ په خپل کمپ کې هستوګن شوو نو و مو لیدل چې هلته یوه لویه خیمه د جومات په موخه دریدلې ده، د اوداسه لپاره پریمانه اوبه موجودې او د تشنابونو سهولت هم شته دی. په جومات کې په سلګونو د قرآن کریم نسخې د تلاوت لپاره ایښودل شوې دي. د خپلو خپلو خیمو تر موندلو وروسته موږ هم اودسونه تازه او یوه یوه پياله چای مو نوش جان کړ له هغه وروسته ټول جومات ته ور غونډ شوو او د دې سپیڅلې ورځ د عبادت اهمیت او پروګرام د یوه سعودي عالم په وسیله راته تشریح شو. همدارنګه راته وویل شول چې د عرفات

11.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ پنځلسمه برخه

عرفات ته رسیدلکله چې زموږ د سورلۍ موټرونو د مینا څخه د لویو لویو تونلونو له لارې د مکې مکرمې د ښار په څنډو کې د عرفات په لوري پراته سړک ته ځانونه برابرول نو په ښکلي ډول جوړ شوي مختلف او عجیب تونلونه یې شاته پریښودل چې لوی لوی غرونه یې سوري کړي وو او  په هر تونل کې له رڼايي څخه نیولې تر بادپکو، بیړنیو دروازو او پلیو لارو ټولې آسانتیاوې په نظر کې نیولې وې. د عرفات په لوري غزیدلي سړک دواړو لوریو ته ونې کرل شوې وې او د سړک د منځ په ګلدان کې هم داسې زینتي پوټي کرل شوي وو چې د کوچني دیوال

10.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ څوارلسمه برخه

د عرفات په لوري د الترویه په شپه موږ ته اعلان وشو چې سبا به له خیره سره د لمانځه تر ادا کولو وروسته د عرفات په لوري حرکت پیل کیږي نو تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو ضروري توکو څخه پرته نور څیزونه مه درسره وړی ځکه چې هلته د ټولو څیزونو انتظام شته دی. همدارنګه دا خبره هم راته و شوه چې تاسو به له عرفات او مزدلفې وروسته بیرته مینا ته راځی نو د خپلو بکسونو او کالیو سره هیڅ راز تشویش مه کوی بلکي په خپلو خپلو اطاقونو کې یې پریږدي.دا هم راته وویل شول چې تاسو ته به ځانګړي کارتونه توزیع کیږي او د خپ

08.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ دیارلسمه برخه

یوم الترویهد یکشنبه ورځ چې د روان ۱۳۸۷ کال د لیندۍ ۱۷ نیټې سره برابره وه د عرفات غونډۍ ته له تللو، عبادت او ورځ تیرولو څخه د مخه  د ترویې ورځ ګڼل کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان د همدې ورځې په اوږدو کې د مینا لور ته حرکت کوي. دغه ورځ او شپه ټوله په مینا کې تیروي او د لوی خدای (ج) په عبادت مشغول وي. همدارنګه د دې ورځې د ۱۲ بجو څخه د مخه باید ټول حاجیان خپل احرامونه وتړي او بیا هغه مهال د متمتع  حج د حاجیانو لپاره د حرام د لرې کول روا کیږي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مزدلف

04.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ دولسمه برخه

نړیواله جامهد حج د مناسکو د ادا پر مهال د حرمینو پر سپیڅلې ځمکه د ټولې نړۍ د مومنانو د اسلامي ورورګلوۍ یو داسې حقیقي تصویر د هر لیدونکي سترګو ته دریږي چې سړی په ریښتنې بڼه اغیزمن کوي. د سعودي عربستان په خاوره کې تر لومړي ګام ایښودلو وروسته په هره لحظه کې موږ ته نوموړی تصویر په وار وار څرګندیده.موږ چې په سعودي عربستان کې د کومې موسسې له خوا د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره وربلل شوي وو  د ټولې نړۍ څخه یې تر درې سوه مسلمانان میلمانه کړي وو چې د نړۍ له زیاتو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو

02.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ یوولسمه برخه

لبیک اللهم لبیکد حج په ورځو کې د مکې شریفې په سپیڅلي ښار کې دغه آواز ډیر اوریدل کیږي چې لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لبیک، ان الحمد و النعمه لک و الملک لا شریک لک. دا هغه آواز دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان یې په خوږو آوازونو بدرګه کوي. همدارنګه د طواف، سعی بین الصفا و المروه او نورو دیني شعایرو د ادا کولو پر مهال یې د خدای (ج) کورته راغلي حاجیان په لوړ آواز سره زمزمه کوي.کعبېد ژوند هیله مې وه ستا دیدار کعبېزړه مې وړی وو رنګین خمار کعبېد آرمان لپې د شکر نذر ویشي

01.02.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ لسمه برخه

د کعبې دیدار، عمره او طواف القدومد همدې ورځ په مازدیګر له خپل هستوګنځي څخه ووتو او د ملک خالد د سړک تونل مو په پښو طی کړ او د العزیزیه ښارګوټي ته ور ووتو چې له مینا سره نږدې یې موقعیت درلود. سره له دې چې بیروبار زښته یات وو خو موږ په دې و توانیدو چې یو موټر پيدا کړو او په هغه کې د کعبې شریفې د حرم په لوري و خوځیږو چې د مکې مکرمې خلکو یوازې حرم ورته وایه. د موټر کرایه سړي سر ۵ ریاله وه چې د افغانستان د کرنسۍ په حساب له ۷۰ افغانیو څخه لږ څه زیاتیږي.تر ۲۰ دقیقې مزل وروسته نور نو د موټر د

31.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ نهمه برخه

د مکې مکرمې په لوري سفرکله چې زموږ ملګري سره را پیدا شول او خپل بکسونه مو لاسته راوړل نو د یوه تور رنګي GMC موټر په وسیله د مکې مکرمې  په لوري سفر پيل شو. زموږ سره په دغه موټر زما ملګري هر یو ښاغلی حلیمي صاحب، ښاغلی قرار صاحب، ښاغلی واصل نور مهمند صاحب، د اردن یو عرب چې د هغه میرمن او دوه ماشومان هم ورسره وو ملګري وو. ماشومانو خو یې زموږ تر روانیدو د مخه د رابطه العالم الاسلامي په دفتر کې ښه شوخي هم کوله نو ماته پته ولګیده چې د ماشومانو سره یو ځای حج ته راتلل څومره لوی تکلیف لري.د ن

28.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ آتمه برخه

جدې ته رسیدل له دوه نیم ساعته مزل وروسته زموږ د سورلۍ الوتکه د سعودي عربستان د جدې ښار فضا ته ورسیده او موږ ته وویل شول چې تاسو به اوس د جدې د ملک عبدالعزیز په هوايي ډګر ورښکته شی نو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه وتړی.کله چې زموږ د سورلۍ  الوتکه د جدې د ښار د ملک عبدالعزیز  په هوايي ډګر ورښکته شوه نو د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۵ دقیقې وې. یو ځل بیا د الوتکې د سټیور له خوا راته وویل شول چې تاسو ته د آریانا د هوايي الوتنې د الوتکې پيلوټ او عمله یو ځل بیا ښه راغلاست وا

27.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ اوومه برخه

د جدې په لوري پروازپه دوبۍ کې زموږ د سپرلۍ الوتکه له یوه ساعت څخه زیاته و ځنډیده او د تیلو تر اخیستلو وروسته د جدې په لوري و خوځیده.هوا ته تر پورته کیدو د مخه یو ځلې بیا هم د الوتکې سټیور ضیاجان چې اوس نو ښه ورسره بلد شوي وو او په مینه ناک انداز به یې زموږ په لوري را وکتل او په خپلو نریو بریتو کې به موسکی شو اعلان وکړ چې له دوبۍ څخه تر جدې پورې به زموږ الوتکه دوه نیم ساعته وخت واخلي او له دې وروسته یې  مسافرینو ته هغه ټولې لارښوونې تکرار کړې چې ما یې په مخکنیو برخو کې یادونه کړې

26.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ شپږمه برخه

د دوبۍ په هوايي ډګر کې ناستهموږ د همداسې رنګینو فکرونو او خیالونو په ډولۍ کې وو چې د الوتکې افغان سټیور اعلان وکړ چې زموږ الوتکه نور نو د عربي متحده اماراتو د دولت د دوبۍ آسمان ته را رسیدلې ده نو تاسو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه بسته کړی او لږ ساعت وروسته به د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر ور ښکته شو.کله چې د الوتکې د عملې له لوري دا خبر خپور شو نو هغه کسان چې د حج دمناسکو د ادا کولو په نیت بیت الله شریف ته روان وو په دې فکر کې شول چې خپل احرامونه بسته کړي. باید وویل شي چې په دې الوتکه کې په د

25.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ پنځمه برخه

د سفر ملګرو خاطرات لکه چې د دې یونلیک په مخکینۍ برخه کې مې لنډه یادونه وکړه دا چې زه په خپلو لیکلو او لوستلو لګیا شوم نو په الوتکه کې زما سره د نږدې ناستو ملګرو له احساس څخه داسې ښکاریده چې زما لیکل او لوستل یې خوښیږي، هر یوه به زما په لوري په یوه خواږه انداز سره را وکتل او بیا به یې په مینه مینه د خپل نظر خوږ پيغام د موسکا په ژبه ایمیل کړ. د ځینو ځینو خو طاقت و نه شو نو دوی هم اخته شول او کتابونه یې را وایستل او په وقفه يي لوستلو یې پيل وکړ خو لیکل له ما پرته په دې نږدې ملګرو کې بل چا نه کو

24.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ څلورمه برخه

په الوتکه کېکله چې د آریانا هوايي شرکت Air Bus, A310-300 الوتکې ته پورته شوو او په خپلو خپلو ځایونو په خوښۍ سره کښناستو څو لحظې وروسته یو پولیس افسر راغی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه وکړه ما خپل ټکټ ورته و ښود نو بیرته ښکته شو خو څو لحظې به لا نه وې تیرې شوې چې بیرته یې ټکټ راڅخه واخیست او له الوتکې ښکته شو. تقریبا لس دقیقې وروسته یې زما ټکټ بیرته راوړ او رایې کړ. زه په دې علت پوره  پوه نه شوم چې ولې یې له ما څخه ټکټ واخیست، د څه لپاره یې ښکته یووړ او پولیسو په دې هکله څه اندیښنه درل

21.01.2009 ahmadi

مینا/ د حج یونلیک/ دریمه برخه

د هیلو ورځکله چې له خوبه پورته شوم، لمونځ مې دا کړ او تر مختصر سباناري وروسته له کوره په دې نیت ووتم چې یو خو خپل پاسپورت په کابل کې د سعودي عربستان له سفارت څخه را واخلم او بل دا چې  د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره یو احرام او څه نور ضروري وسایل له بازار څخه و پیرم. زه لا سفارت ته په لار کې وم چې یو ځل بیا ښاغلي حبیب راته تیلفون وکړ چې راشه او خپل پاسپورت ترلاسه کړه، د سعودي ویزه مو پرې وهلې او تاسو تګ ته آماده یاست. ما پوښتنه ترې وکړه: چې آیا د تګ په لاره کې خو به څه ستونزه نه وي او بل

20.01.2009 ahmadi

مینا/ دویمه برخه

ځورونکی خبر او دردونکې اندیښنهد زیاتې خوښۍ او رنګینو خالونو په ملتیا له ټکټ اخیستلو وروسته بیرته د خپل دفتر په لور و خوځیدم او په دې ورځ دومره خوشحاله وم چې حتی د غرمې ډوډۍ راڅخه هیره شوې وه. زموږ د کور غړي او د دفتر ملګري ټول حیران وو چې دا څنګه حج ته تګ دی، خلک څومره تکلیف باسي او حتی یو کال یا شپږ میاشتې مخکې خلک خبروي، تیاری نیسي، خلک د دعاوو غوښتنه ترې کوي او ستا تګ؟ د دفتر ځینو ملګرو خو دا هم راته وویل چې ځه خدای پاک ور غوښتی یې او موږ به له خپلو دعاګانو او ډالیو څخه نه هیروې. یوه م

19.01.2009 ahmadi

مینا/ لومړۍ برخه

د حج د دې یونلیک نوم مینا دی دا چې ما ولې مینا نوم پرې ایښی دی غوره ګڼم چې دغه راز زما سره په خپل زړه کې همداسې پټ ساتلی وي خو یوه خبره درته کوم هغه دا چې موږ د دې مبارک سفر هغه ټولې شپې په مینا کې کړې دي چې په مکه مکرمه کې اوسیدلو.هیله ده چې زما دغه سفرنامه تاسو ته د لوستلو پر مهال د ستړیا احساس درنه کړي ځکه زه یې له هغه ځایه پيل کوم کله چې ماته د دې مبارک سفر خبر را ورسید، هغه ځکه ورسره شریکوم چې زه یې په ژوند کې تر ټولو غوره زیری ګڼم او نور ګامونه یې نو ټکي په ټکي له تاسو سره شریکوم. ک

18.01.2009 ahmadi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more