یوم الترویه
د یکشنبه ورځ چې د روان ۱۳۸۷ کال د لیندۍ ۱۷ نیټې سره برابره وه د عرفات غونډۍ ته له تللو، عبادت او ورځ تیرولو څخه د مخه  د ترویې ورځ ګڼل کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان د همدې ورځې په اوږدو کې د مینا لور ته حرکت کوي. دغه ورځ او شپه ټوله په مینا کې تیروي او د لوی خدای (ج) په عبادت مشغول وي. همدارنګه د دې ورځې د ۱۲ بجو څخه د مخه باید ټول حاجیان خپل احرامونه وتړي او بیا هغه مهال د متمتع  حج د حاجیانو لپاره د حرام د لرې کول روا کیږي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مزدلفې څخه مینا ته را وګرزي. جمره العقبه په اوو شګو وولي، د خپل سر ویښتان کټ کړي او قرباني وکړي.
موږ هم د ترویې د ورځې د ۱۲ بجو څخه مخه غسلونه و کړل او احرامونه مو و تړل. په دې ورځ په میلونهاوو حاجیان ټول خپلو هغو کمپونو او خیمو ته راغلل چې په مینا کې موجودې دي او یوازې د حج پر مهال د حاجیانو د عبادت او استراحت په موخه استفاده ترې کیږي.
مینا یوه داسې لویه ساحه ده چې یو شمیر وړو او لویو غونډیو پوښلې ده او په لسهاوو زره داسې خیمې پکې دریدلې دي چې د ګرمۍ پر مهال ډیرې نه ګرمیږي، د اور ضد مواد پکې استعمال شوي او د هرې خیمې د سړولو لپاره په هغه کې یو کولر نصب شوی دی. همدارنګه د دې خیمو سر په داسې ډول پوښ شویدی چې د ښکلا سره یو ځای د تازه هواد د داخلیدو ځانګړي مدخلونه هم لري. مینا د کافي شمیر ښکلیو پخو سړکونو او تونلونو په وسیله له مکې مکرمې سره تړل شوې ده او هغه ټولې لارښوونې په لویو لویو لوحو پرې لیکل شوې دي چې حاجیان باید هلته څرنګه تګ او راتګ وکړي او په څه ډول جمرې په شګو وولي. همدارنګه د حاجیانو دخولي او خروجي لارې هم په نښه شوې دي. هرو څو خیمو به د یوه کمپ شکل غوره کړی چې هر کمپ به بیا د حمام، د مجلسونو د تالار او پخلنځي  په شمول د ژوند زیاتره سهولتونه په نظر کې نیول شوي وو.
د مینا تفصیلي بحث به په خپله برخه کې وشي نو زه غواړم هغه انځور ته په لنډه توګه اشاره وکړم چې د ترویې په ورځ د مینا سړکونه، خیمې او د حاجیانو حرکات د لیدونکو سترګو ته نیغ په نیغه دروي.
په دې ورځ هر حاجي د شپې د تیرولو غم مخکې له مخکې خوړلی وي او ځايي خلک خو د پخلي سامان، فرش او خوراک هم ورسره راوړي خو له بهرنیو ملکونو حاجیان بیا له مختلفو لیږدونکو شرکتونو سره راجستر وي او نوموړي شرکتونه ورته ټول اړین څیزونه برابروي.
ما په زیاتو ځایونو کې ولیدل چې لیږدونکو شرکتونو به یې خپل اړوند حاجیان په ښکلیو 303 بسونو کې راوستل، په خپلو خیمو کې به یې ځای په ځای کړل او بیا به یې خوراک ورته تهیه کاوه چې په عربي کې وجبه ورته وایي. خو ځینې کسان بیا په عادي عادي موټرونو کې هم راتلل او د حج په ورځو کې د ترافیکي قوانینو هم چندان خیال نه ساتل کیږي او ځینې موټرونه کولای شي چې حاجیان حتې د خپلو موټرونو پاس کښینوي. همدارنګه داسې موټرونه هم لیدل کیدل چې موډل یې ډیر پخوانی وو او د پاکستان د موټرونو په څیر وړې چوکۍ ولري او په دې ورځو کې د هر ډول ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه وکړي. په همدې توګه د کرایې په هکله هم د مکې مکرمې هغه موټروانان چې زیاتره یې د نورو ملکونو دي هڅه کوي له ټاکلي حد څخه څو چنده زیاته کرایه واخلي او په آزاده توګه د هر ډولو مروجو قوانینو څخه سرغړونه وکړي.
له نیکه مرغه چې  سږ کال زموږ یو شمیر دوستان هم د حج د ادا کولو په موخه له افغانستان او ځینو نورو هیوادونو څخه هم راغلي وو چې په دې جمله کې زموږ د سیمې یو مخور، قومي مشر او پخوانی والي عبدالغفور وصیل او د هغه د فامیل څو تنه غړي هم شامل وو. زه په دې بریالی شوم چې په سعودي عربستان کې د هغوی د مبایل تیلفون شمیره پیدا کړم، وخت پر وخت خبرې ورسره وکړم او د ترویې په ورځ ورسره و وینم. د یادولو وړ ده چې محترم والی صاحب د ملالۍ وصیل خور په ملتیا چې د والي صاحب لور ده د مینا په هغه برخه کې ووینم چې زموږ میلمستون مسجدالخیف ته نږدې وو او دوی تر اوږده مزل وهلو وروسته هلته راغلي وو.
محترم والي صاحب په دې لنډ وخت کې د افغانستان د حالاتو په هکله هم خپل نظر راسره شریک کړ او ټولو په ګډه د خپل هیواد د آرامۍ، سولې او پرمختګ لپاره دعا وکړه. د یادونې وړه ده چې د محترم والي صاحب وصیل په لیدلو سره بیحده زیات خوښ شوم ځکه چې زه له نوموړي سره د بریښنالیک له لارې څو کلنه مکاتبه لرم خو تر دې مهاله مې لیدلی نه وو او نوموړی په امریکا کې هستوګنه لري.
په دې ورځ نو حاجیان د ډیر بیروبار له کبله په زحمت له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت کولای شی او د مینا سړکونه له حاجیانو داسې ډک وو چې د سړي سترګو ته د حشر د ډګر یو انځور وړاندې کاوه. په مینا کې د تکبیر، دعا، تلاوت او حتی ژړا غږونه اوریدل کیږي چې ټول د خپل پروردګار دربار ته د کړیو ګناهونو له کبله د پښیمانۍ او حسرت اوښکې تویوي او په خپلو زړونو کې د هیلو د نوو ګلونو تخمونه شیندي. همدارنګه په هر څو مترۍ کې د سعودي عربستان د حج او اوقافو د مامورینو غرفې هم لیدل کیږي، مامورین او پوهان پکې ناست وي او د حاجیانو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د نوموړو پوهانو ځوابونه بیا د لوډسپیکرونو له لارې په نږدې ساحه کې د اوریدلو وړ وي. په همدې توګه په دې ورځ زیات شمیر امنیتي ځواکونه، روغتیايي کارکوونکي، د ښاروالۍ چارواکي او امبولاسونه هم لیدل کیږي چې لومړۍ درجه احضارات یې نیولي وي او پوځي هلیکوپټرونه په سیمه ګزمې کوي. د عرفات څخه یوه ورځ د مخه د حج د مناسکو د ادا کولو په حساب یوم الترویه یا د ترویې ورځ ویل کیږي، دغه ورځ او شپه  په مینا کې تیریږي او حاجیان عبادت کوي، د قرآن کریم تلاوت کوي، د خپلو دیني او دنیوي چارو د سمون لپاره دعاوې کوي.