د عرفات په لوري
د الترویه په شپه موږ ته اعلان وشو چې سبا به له خیره سره د لمانځه تر ادا کولو وروسته د عرفات په لوري حرکت پیل کیږي نو تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو ضروري توکو څخه پرته نور څیزونه مه درسره وړی ځکه چې هلته د ټولو څیزونو انتظام شته دی. همدارنګه دا خبره هم راته و شوه چې تاسو به له عرفات او مزدلفې وروسته بیرته مینا ته راځی نو د خپلو بکسونو او کالیو سره هیڅ راز تشویش مه کوی بلکي په خپلو خپلو اطاقونو کې یې پریږدي.
دا هم راته وویل شول چې تاسو ته به ځانګړي کارتونه توزیع کیږي او د خپلې شمیرې مطابق بس کې به سفر کوی او په عرفات کې به هغه لمبر خیمې ته تشریف وړی چې ستاسو په کارت کې لیکل شوی دی. زما په کارت کې د بس لمبر ۶ او د خیمې لمبر ۶۶ لیکل شوی وو. همدارنګه زما درې واړه افغان ملګري هم په همدې لمبر بس او خیمه کې راسره یو ځای وو.
د سهار د لمانځه وروسته زموږ ټولو ملګرو د عرفات سپیڅلي مقام ته د سفر په موخه لومړی لمبر چمتووالی نیولی وو او د میلمستون په مخ کې حاضر وو. کله چې د سفر وخت را ورسیده نو موږ هم په خپل نوبت سره ټاکلي لمبر بس ته ور وختو او په دې وخت کې مو و لیدل چې د مینا څخه په لسګونو زره موټر او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلونهاوو مسلمانان د عرفات په لوري د حرکت په حال کې دي. موږ همدارنګه ولیدل چې د امریکا د مسلمانانو یو شمیر بسونه هم زموږ د بس سره څیرمه ولاړ وو او د تللو انتظار یې کاوه په ځینو بسونو یې لیکل شوي وو چې د VIP حاجیانو د بسونو کاروان. له ځانه سره مې وویل دا یې لا بله په حج کې یې هم VIP راته ویستلي دي. موږ همدارنګه ولیدل چې رښتیا هم په همدې موټرونو کې د سعودي عربستان د الحرس الوطني یا ملي ګارد ځینو ساتونکو هم له میلمنو سره یو ځای سفر کاوه. زموږ د موټرونو له کاروان سره هم د پولیسو د یوه موټر په شمول یو مجهز امبولانس د سفر په موخه راغلی وو څو زموږ له قافلې سره د عرفات په لوري ولاړ شي.
مخکې له دې چې موږ د مینا څخه د عرفات په لوري و خوځیږو نو په هر یوه موټر کې یو ځلې بیا هم زموږ ټولو نومونه واخیستل شول او مسوول چارواکي په موټرونو کې د خپلو خپلو حاجیانو د موجودیت څخه ډاډمن شول.
همدارنګه موټرونو لا د عرفات په لور حرکت نه وو کړی چې موږ هر یوه ته یې د سهار د چای په ځای یوه عربي وجبه یا بیړنی خوراک توزیع شو چې یوه مڼه، یوه ټوټه کیک، یو قوتی جوس او د لاس پاکولو یو کاغذي دسمال پکې ایښی وو. موږ لا د سبا ناري له خوراک څخه خلاص شوي نه وو چې زموږ د سورلۍ موټریز کاروان د عرفات په لوري حرکت پیل کړ.