مینا/ د حج یونلیک/ نهمه برخه
کله چې زموږ ملګري سره را پیدا شول او خپل بکسونه مو لاسته راوړل نو د یوه تور رنګي GMC موټر په وسیله د مکې مکرمې په لوري سفر پيل شو. زموږ سره په دغه موټر زما ملګري هر یو ښاغلی حلیمي صاحب، ښاغلی قرار صاحب، ښاغلی واصل نور مهمند صاحب، د اردن یو عرب چې د هغه میرمن او دوه ماشومان هم ورسره وو ملګري وو. ماشومانو خو یې زموږ تر روانیدو د مخه د رابطه العالم الاسلامي په دفتر کې ښه شوخي هم کوله نو ماته پته ولګیده چې د ماشومانو سره یو ځای حج ته راتلل څومره لوی تکلیف لري.
د نوموړي موټر تورپوستی موټروان زما په خیال چې د کوم افریقايي هیواد اوسیدونکی وو خو ډیر زیات مهربانه او مودب سړی وو او له موږ سره یې په ډیر مینه ناک انداز چلند کاوه.
زما یو عادت دی چې د سفر پر مهال که هغه په الوتکه او یا موټر کې ډیر کم خوب را باندې راځي نو کله چې د مکې مکرمې په لوري زموږ سفر پيل شو نو په همدې شپه شپه کې مې د جدې د ښار ودانۍ تر خپل نظر تیرولې، د موټروې ګانو او لویو سړکونو ساختمان ته مې فکر کاوه. دا خبره راته څرګنده شوه چې د سعودي عربستان د شاهي مملکت چارواکو د خپلو خلکو د آرامۍ لپاره څومره کار کړی دی. همدارنګه د لارې په اوږدو کې یې غوره امنیتي ترتیبات نیولي وو چې څو ځله یې د پاستپورتونو پوښتنه ګرویږنه وکړه. زموږ د ټولو ملګرو پاسپورتونه زموږ د سورلۍ له موټروان سره وو او هغه به پولیسو ته د پوښتنې پر مهال ور و ښودل.
د لارې په اوږدو کې یو ښکلی مارکیټ او ښارګوټی پر مخ راغی، موټروان مخ را واړاوه او و یې ویل چې وروسته له دې خو دښته پيل کیږي او زموږ تر هستوګنځي پورې چې په مینا کې دی بیا داسې بازارونه په مخکې نشته چې څه شی ځینې واخلو نو که چیرې څه خوراکي مواد او یا اوبه اخلی همدغه یې ښه ځای دی. زما په یقین چې نوموړی مارکیټ به د جدې او مکې مکرمې د لارې په نیمايي کې موقعیت درلود.
زموږ یو ملګری ښاغلی محمد قاسم حلیمي صاحب چې مخکې هم راغلی وو او بلد وو چې موږ باید څه شی واخلو نو زه له نوموړي سره د بیړني خوراک یوې هټۍ ته ورغلو چې د پخو چرګانو داسې ښکلی بوی ترې راوت چې د سړي خولې اوبه ورته کولې. کله چې دوکاندار ته ودریدو نو حلیمي صاحب په یو ډول غذا لاس ته ورته کښیښود چې څلور خوراکه راکړه. حلیمي صاحب له یو یو قطي پيپسي سره یو ځای نوموړی دوکاندار ته د هر خوراک بیه یوولس سعودي ریاله ورکړه چې د افغانستان په حساب له ۱۵۰ افغانیو څخه لږ زیاتیږي او موټر ته مو راسره هسک کړل.
موږ چې خورا ستړي شوي وو نو د دې مزدار خوراک په خوړلو مو دمه تر ډیره حده جوړه شوه او ما د حلیمي صاحب څخه پوښتنه وکړه چې یاره د دې خوراک نوم څه وو نو هغه راته په ځواب کې وویل د دې نوم دی البیک.
د مکې شریفې ښار ته چې کله ورسیدو نو نور په شپه کې هم څه نه وو پاتې او موږ هم ژر ژر د دې سپیڅلي ښار په یوه څنډه کې په هغو عجیبو تونلونو ور ګډ شوو چې د سپیڅلو غرونو، غونډیو او لوړو په وسیله مکه مکرمه له مینا سره نښلو او ما یې مخکې له حاجیانو څخه کیسې اوریدلې وې.
زموږ هستوګنځی د مینا د بیړني روغتون او الخیف جومات سره څیرمه یوه ښکلې ودانۍ وه چې لږ وروسته د هغه په مخکې ښکته شوو. په همدې وخت کې د تهجد د لمانځه د آذان ولولو د مینا د سپیڅلو غونډیو او درو په منځکې خپل ځان ته لاره پرانیسته او د ستر واکمن د لویۍ خبر یې خپراوه. د آذان په اوریدو سره یوه عجیب احساس په مخه کړی وم چې د ډیرې خوښۍ څخه مو له سترګو څخه د اوښکو څاڅکي څڅیدل او په لومړي ځل مې احساس کړه چې یاره لکه چې دا خوب نه دی بلکي په رښتیا سره داسې نیکمږغي درته حاصله ده چې په دې پاکه خاوره باندې ګام ږدې.
مینا ته د رسیدلو سره سم خپل هستوګنځي ته ولاړو او په هستوګنځي کې لومړی کار د رابطه العالم الاسلامي د مینا د دفتر د عامه اړیکو په څانګه کې زموږ نومونه ثبت، موږ ته د حج د کارتونو توزیع، د هستوګنې خونې را معلومې او د هغه کلۍ را و سپارل شوې چې دغه ټول کار لس دقیقې هم و نه نیوې او زه د نوموړي دفتر نظم ته ګوته پر غاښ شوم. پر دې سربیره د همدې میلمستون د عملې له خوا زموږ بکسونه تر خپلو خپلو خونو راسره انتقال او خپلې کوټې را وښودل شوې. له مختصرې وروسته د سهار لمونځ ادا شو چې له هغه وروسته موږ د کافي ستړیا او بې خوبۍ له کبله د خوب نړۍ ته مخه ښه کړه او د مینا د سپیڅلې ځمکې د رحمت د شمال تر سیوره لاندې خوب یوړو.
د مینا دربار
څه د مښکو خوږ باران دی په ګلزار کې د مینا
د توحید آذان آذان دی په سهار کې د مینا
په سپیڅلې ځکمه شیندي د رحمت د څرک ګلونه
د ښکلاوو لوی کاروان دی په خمار کې د مینا
مینان دي راټول شوي د ریښتنې عشق نړۍ ته
د رڼا لال او مرجان دی په کتار کې د مینا
انځورګره ده د هیلو هر مین ته لبیک وايي
پیوستون د کلک ایمان دی په ګلبار کې د مینا
ستا دعا به وړمه یاره زه د ستر واکمن حضور ته
داسې زیری آویزان دی په دربار کې د مینا
۱۵ لړم ۱۳۸۷ لمریز ۵ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، مینا