د مزدلفې شپه
کله چې زموږ موټریزه قافله ماسختن مهال مزدلفې ته و رسیده نو و مو لیدل چې هلته هم زموږ د کاروان د ملګرو لپاره هر ډول ترتیبات نیول شوي دي او زموږ د هستوګنې په کمپ کې یې یوه لویه خیمه د لمانځه د اداکولو او د همدې شپې د تیرولو پر مقصد درولې ده چې د دې خیمې په شاوخوا کې څو نورې خیمې هم ولاړې او د ښځینه حاجیانو لپاره ځانګړې شوې وې چې د بشپړ ستر ټولې آسانتیاوې یې په پام کې نیولې وې. همدارنګه په نږدې او لرې میدانونو کې په لسهاوو زره کمپونو او خیمو موقعیت درلود چې د همدې شپې د تیرولو لپاره د حاجیانو قافلې ورته را روانې وې.
مزدلفې ته تر رسیدو وروسته زموږ لومړی کار په یوه ځای، قصر او جماعت سره د ماښام او ماسختن د لمونځونو ادا کول وو او تر هغه وروسته نو هر چا د همدې لویې خیمې په یوه کونج کې د ځان لپاره د ناستې، خوب او عبادت لپاره ځای خوښ کړ.
د بیګا د ډوډۍ تر پيل کیدو د مخه زموږ یوه ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي راته وویل چې ګوری هغه سړی د افغانستان د عدلیې پخوانۍ وزیر او په تیرو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید ښاغلی عبدالستار سیرت دی. راځی و به یې وینو، ستړي مه شي او د زړه خواله به ورسره وکړو.
ما هم د ښاغلي حلیمي نظر خوښ کړ ځکه دا لومړی ځل وو چې ښاغلی سیرت له نږدې ګورم نو زموږ ټول ملګري د ښاغلي سیرت خواته ورغلو چې د یو بل له لیدلو او پیژندګلوۍ ډیر خوښ شوو. د ښاغلي عبدالستار سیرت سره د هغه یو زوی هم وو چې عمر یې له څلویښتو کلونو زیات ښکاریده او د ده په قول انجنیري یې تکمیل کړې ده او اوس مهال په سعودي عربستان کې هستوګنه لري. ښاغلي سیرت وویل چې زه ډیر وخت په امریکا کې اوسیدم خو دا څو وخت کیږي چې بیرته سعودي عربستان ته راغلی یم او همدلته اوسیږم دا دي نن ټول د حج په مراسمو کې سره یو ځای یو.
ښاغلي عبدالستار سیرت زموږ څخه د افغانستان د حالاتو پوښتنه وکړه چې په لنډه توګه زموږ د ملګرو د هیواد حالات ورته تشریح کړل او له تازه پیښو څخه مو خبر کړ.
زموږ یوه ملګري ښاغلي واصل نور صاحب له سیرت څخه پوښتنه وکړه چې د افغانستان ټولټاکنې خو بیا را روانې دي نو آیا تاسو به د یوه کاندید په توګه بیا هم ګډون پکې کوي که نه؟ نوموړي وویل چې یاره څو مې چې تیره تجربه او ټولټاکنې په زړه وي نو په ټول عمر کې به بیا د افغانستان په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره زړه ښه نه کړم او له تیرو انتخاباتو یې د ناخوښۍ څرګندونه وکړه. زموږ یوه بل ملګري ښاغلي حلیمي خو دا خبره هم وکړه چې یاره د بن په غونډه کې ښاغلي سیرت صاحب ټاکل شوی وو چې د افغانستان د لنډمهالې حکومت مشري وکړي خو د ناڅرګندو دلایلو په بنسټ نوموړی بیرته رد شو او په ځای یې اوسنی ولسمشر ښاغلی حامد کرزي تعین شو. ما ښاغلي حلیمي ته په ټیټ غږ وویل چې یاره په ټپونو یې مالګې مه ور دوړوه، پریږده یې ځکه چې د افغانستان د حالاتو څخه ډیر ګیله من دی.
زموږ یوه بل ملګري ښاغلي قرار صاحب پوښتنه ترې وکړه چې اوس هم د ښاغلي قاضي امین وقاد سره اړیکه لری او کله کله تیلفون سره کوی او که نه؟ لومړی خو ښاغلي سیرت صاحب ځان ناګاره واچاوه او زیاته یې کړه ستاسو مطلب څوک دی او کوم قاضي امین وقاد راته ښايي؟ قرار صاحب ورته وویل: ولې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ستاسو مرستیال درته یادوم.
د دې خبرې په ځواب کې ښاغلي سیرت وویل: نه، اوس له نوموړي سره هیڅ ډول ارتباط نه لرم، هغه ښاغلي په خپل ځان د امین نوم ایښی خو له ما سره امین نه وو.
ما چې کله ولیدل چې یاره زموږ د ملګرو خبرې په زیاته پیمانه د سیاست په خوا ور کږې شوې او په دې خبرو کې هرو مرو د غیبت دروازې پرانیستل کیږي ځکه سړی مجبوریږي چې د یوه طرف سپکه د بل درنه ووایي او دا درې لسیزې کیږي چې له بده مرغه دا ناوړه پدیده زموږ د ځینو خلکو د مجلس مرکزي ټکی ګرځیدلی او په دې مبارکو لحظاتو کې خو بیا بیخي ښه کار نه دی چې څوک دې په چا پسې بد ووایي. نو غلی ترې پورته شوم او لږ لرې مې تر هغه د خپلو دعاګانو سلسله جاري وساتله چې ډوډۍ پيل شوه او بیرته زموږ د ملګرو خواته ورغلم.
د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې دا لومړی ځل وو چې زه ښاغلی عبدالستار سیرت له نږدې څخه وینم خو د هغه په هکله مې مخکې اوریدلي وو چې نوموړی د افغانستان د پخواني پاچا ارواښاد محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ پر مهال د عدلیې وزیر وو، د پخواني پاچا ملاتړی، د جهاد پر مهال د سعودي عربستان په کوم پوهنتون کې استاد او د بن په غونډه کې یې د روم د ډلې استازی وو. خو د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو ټولټاکنو کې نوموړي د پام وړ بری ترلاسه نه کړ، دغه کار یې زړه مات کړ، بیرته بهر ته ولاړ او اوس مهال کله په امریکا او کله په سعودي عربستان کې میشت وي.
د بیګا تر ډوډۍ خوړلو وروسته موږ بیرته خپل خوښ کړي ځای ته ولاړو بیا نو تر سهاره پورې د هر چا خپله خوښه وه چې عبادت کوي او که ویده کیږي.
همدارنګه موږ په نیمه شپه کې و لیدل چې د شافعي (رح) او ځینو نورو مذاهبو پيروان د خپلو فقهي احکامو له مخې له مزدلفې څخه د مکې مکرمې په لوري خوځیدلي دي خو موږ سهار تر لمانځه وروسته د مینا لوري ته و خوځیدو.
باید وویل شي چې سنت طریقه دا ده چې د جمرو د ویشتلو لپاره شګې له مزدلفې څخه ورسره واخیستل شي نو حاجیان هڅه کوي چې د ۴۹ شګو په شمیر له مزدلفې څخه ورسره واخلي او جمرې پرې ولي چې ترتیب به یې وروسته بیان شي.
د پای ټکی
زه راغلی یمه ستا مزدلفې ته
دا د رحم او کرم ښکلې باغچې ته
په سپیڅلي مقام ستا دربار ته ژاړم
ټولومه کلکې شګې ترې جمرې ته
هر لعین به پرې محکم ولم په ډه ډه
کلک ګذار به حواله کړم کږې خولې ته
لویه خدایه ستا د مینې نذر غواړم
ستا د کور په خوا کې غلی یم توبې ته
یوه زاري د اوښکو څاڅکو کې درلیږم
مخامخ ناست یمه ستا د در قبلې ته
د بښنې او جنت منګولې پورته
د ښکلا ډیوې نصیب کړه قافلې ته
د افغان په کور د سولې څادر خور کړه
نور د پای ټکی ور خوشی کړه جګړې ته
۱۷ لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۷ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، مزدلفه