منګول
موږ د هیلو په باغچو کې په ګلونو منګول ایښې
ستا د رحم په ورشو کې مو خیالونو منګول ایښې
دا لنګر چې تاج محل وي د ښکلاوو په ډولۍ کې
د آرمان تږې نړۍ په څو رنګونو منګول ایښې
له بدرنګو جفاګانو مرور دي ځیګرونه
د آسمان طرف ته هر یوه په سوالونو منګول ایښې
د زاریو په کچکول کې ستا د حسن نذر غواړي
لېمو بیا د سپینو اوښکو په سیندونو منګول ایښې
منجور د ښکلا ناست دي د دیدار په زیارتونو
وچو شونډو د سلګیو په آهونو منګول ایښې
په بڼو به را جارو کړو ستا د در هره یوه څنډه
د امید بڼو خاونده ستا په ولونو منګول ایښې