د عرفات ورځ
کله چې موږ په خپل کمپ کې هستوګن شوو نو و مو لیدل چې هلته یوه لویه خیمه د جومات په موخه دریدلې ده، د اوداسه لپاره پریمانه اوبه موجودې او د تشنابونو سهولت هم شته دی. په جومات کې په سلګونو د قرآن کریم نسخې د تلاوت لپاره ایښودل شوې دي.
د خپلو خپلو خیمو تر موندلو وروسته موږ هم اودسونه تازه او یوه یوه پياله چای مو نوش جان کړ له هغه وروسته ټول جومات ته ور غونډ شوو او د دې سپیڅلې ورځ د عبادت اهمیت او پروګرام د یوه سعودي عالم په وسیله راته تشریح شو. همدارنګه راته وویل شول چې د عرفات ورځ د انسان په ژوند کې د بهترینو ورځو څخه ده او په دې ورځ باید هغه بختور حاجیان د زیات عبادت هڅه وکړي چې لوی خدای یې د حج د ادا کولو او سپیڅلې ځمکې ته د راتللو نیمکرغي ور په برخه کړې ده. نوموړي وویل چې تاسو د هغو بندګانو او مومنانو له ډلې څخه یاست چې الله پاک د سږ کال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره خوښ کړي یاست او دا معلومه نه ده چې آیا بیا به هم کله تاسو دغه محل ته راشی او که نه؟ همدارنګه تاسو هغه کسان یاست چې د یو میلیارد څخه د زیاتو مسلمانانو له ډلې څخه الله پاک خوښ کړي یاست او دغه سپیڅلې ځمکې ته یې راوستلې یاست نو د مهربانۍ له مخې د ټولو مسلمانانو د  هراړخیز حالت د ښه والي لپاره دعا وکړ، د الله دربار ته وژاړی او د خپلو کړو ګناهونو مغفرت ورڅخه وغواړی. همدارنګه تاسو ته به لږ وروسته د نمره د جومات خطبه په مستقیم ډول وارول شي له خطبې وروسته به د ماسپیښین او مازدیګر لمونځونه په جماعت سره یو ځای ادا کوو او له مغرب وروسته به د مزدلفې په لوري حرکت پیل کیږي. په مزدلفه کې د ماښام او ماسختن لمونځ یو ځای ادا کیږي.

د ګریوان تصویر
قافلې دي بختورې د ایمان تصویر ته ګورم
خود مې زړه دی  پرې بایللي د جانان تصویر ته ګورم
ستا بلنه ده ریښتنې اې د لوړ آسمان چراغه
په دې خپلو لېمو ګرانه د سبحان تصویر ته ګورم
میلیونونه خلک نمانځي عرفات په تکبیرونو
زه د هیلو په دوربین کې د جهان تصویر ته ګورم
له  سپیڅلو ولولو سره لوبیږي ځمکې، غرونه
د رحمت وړانګو کې پورته د آسمان تصویر ته ګورم
د انوارو بارانونه د ښایست پرښتو بار کړل
د حجاز د ښایستونو د پیزوان تصویر ته ګورم
زړونه ناڅي له خوښیو لېمې ډکې دي له اوښکو
خدایه ستا د پاکې مینې د کاروان تصویر ته ګورم
د دعا په ژبه ستايم د سپيرو منګولو هیلې
یوه بښنه درنه غواړي د زبان تصویر ته ګورم
د ژوندون ګوتو کې  راکړه یوه لکڼه د رڼاوو
د امید څاڅکي راتویې  د ګریوان تصویر ته ګورم
۱۶  لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۶ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د عرفات غونډۍ