لبیک اللهم لبیک
د حج په ورځو کې د مکې شریفې په سپیڅلي ښار کې دغه آواز ډیر اوریدل کیږي چې لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لبیک، ان الحمد و النعمه لک و الملک لا شریک لک. دا هغه آواز دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجیان یې په خوږو آوازونو بدرګه کوي. همدارنګه د طواف، سعی بین الصفا و المروه او نورو دیني شعایرو د ادا کولو پر مهال یې د خدای (ج) کورته راغلي حاجیان په لوړ آواز سره زمزمه کوي.
کعبې
د ژوند هیله مې وه ستا دیدار کعبې
زړه مې وړی وو رنګین خمار کعبې
د آرمان لپې د شکر نذر ویشي
رڼو اوښکو کې هزار هزار کعبې
ستا دیدن مې د ښایست احساس پخلا کړ
حواس واخیستل یوه بیل نګار کعبې
شکرانه د نعمتونو په سیند ناڅي
ولولو کې ستایي ښکلی یار کعبې
د لبیک په ژبه سوال کوو جانانه
که قبول شي د رحمت په ښار کعبې
۱۵ لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۵ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د کعبې شریفې حرم

موږ چې کله د عمرې او طواف القدوم له ادا کولو څخه خلاص شوو نو د یوه بیل کیف او خوندور احساس سره یو ځای په خیالي ګامونو د کعبې دحرم سره نږدې د مکې مکرمې د سپیڅلي ښار په یوه سړک ورګډ شوو او د دې لپاره چې د بیګا ډوډۍ مو نه وه خوړلې نو د یوه پاک هوټل په انګړ کې ور دننه شوو. د سعودي عربستان په هوټلونو کې رواج داسې وو چې لومړی باید د خوراکونو قیمتونه او مینو ته وګورې، د هغه قیمت د هوټل حساب کوونکي ته ورکړې او هغه تاته پارچه درکوي بیا ته ځې او د آشپز څخه خپله غذا را اخلې چې البته زیاتره غذاګانې تازه پخیږي او تیاره غذا ډیره کمه پیدا کیږي نو تبعا څه وخت پکې لګیږي. همدغه سیستم ما په هندوستان، بنګلدیش، ترکیه، دوبۍ او امریکا کې هم لیدلی وو چې د سعودی عربستان هوټلونو ته ورته سیستم یې درلود. باید وویل شي چې پيسې یې په کمپیوټري حساب حسابیږي او مشتري ته هغه کاغذ ورکوي چې له کمپیوټري حساب څخه راوتلی وي، د غذا نوم او د هوټل حسابدار ته ادا شوی قیمت پرې لیکلی وي.
موږ هم یوه غذا انتخاب کړه چې وریجې ورسره وې خو ډیر زیات وخت یې وغوښت او کافي انتظار مو ورته وکړ خو کله چې پخه شوه نو په ریښتیا چې خوندوره غذا وه او د افغانستان دم پوخ پلو ته ورته وه چې د هغه په منځکې یې چرګ هم پوخ کړی وو. باید وویل شي چې  دوو کسانو د خوراک قیمت له پیپسي سره یو ځای ۴۰ ریاله شول.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته بیرته د مینا په لوري و خوځیدو او څو چې خپل هستوګنځي ته رسیدو نو د شپې ۱۲ بجې شوې وې او موږ هم دومره ستړي وو چې نور نو د ناستي او خبرو توان راڅخه تللی وو.
په دې شپه زه بیا هم په ولسي جرګه کې د لغمان د استازي ښاغلي انجنیر محمد عالم  قرار څخه ډیره زیاته مننه کوم چې قدم په قدم یې ماته د حج د مناسکو د ادا کولو لارښوونه وکړه او د دې مبارک عبادت د پوره کیدو په پای کې یې ښه ډیر یخ شربت هم زموږ د اطاق ملګرو ته ور سره راوړل او د شربتو له خوړلو وروسته د یوه بختور سبا په هیله د خوب په رنګینه نړۍ ورګډ شوو.