دروازې
بیا د مینې په ګلزار کې د وصال ګلونه راکړه
د تورتم په زړه خاونده د هلال ګلونه راکړه
د ښایست جوهر ته لاړ شو له بدرنګو بلاګانو
د نجات خوښۍ کې خدایه د دسمال ګلونه راکړه
د ژوندون جفا یوه نه ده بې حسابه رانه تاو دي
د وفا په تار پيلي څو سمبال ګلونه راکړه
چې نه ویر وي د خوبانو نه لېمې د اوښکو ډکې
بیا د خپل کرم له باغه بې مثال ګلونه راکړه
هر بیلتون وي له دې کوره د عدم په لوري تللی
د وحدت، مینې، خوښیو، د کمال ګلونه راکړه
د رحمت د اورښتونو دروازې راته کړه خلاصې
په زرغونو نڅاګانو نور د کال ګلونه راکړه