د مشفق حريتمل لخوا خپرې شوې لیکنې
دهجرت دريم کال دتاريخ په هېنداره کې
دا سلام او کفر تر مينځ دبدر له غزا نه وروسته داُحد غزا دهجرت په دريم کال رامنځ ته شوه هغه مشر کان چې دبدر په غزا کې يې خپلوان دمسلمانو غازيانو دتورو خوراک شوي وو نو داځل يې غوښتل چې داحد په غزا کې ورڅخه انتقام واخلي،مشرکانو په دغه جنګ کې مختلف قسم خلک تيار کړل ،حماسي شعرونه ويوونکي سړي او داحساساتو راپاروونکې ښځې هم مشرکانو پدې جنګ کې له ځانه سره يو ځای کړل،مسلمان
باران اوري /// سيداحسان الله ((الهام))
دتا لــنـــدي دربـى دى بــــاران اوري په غروکي مــي لالـى دى بـــاران اوري بياراوړې خـــوړله پاسه ماتې څـانـګي شــړپى دى او شــرنګى دى بارن اوري شنه يخ ده بيـاله تيکي تــوره ايسـتې تري تـــم وچ لـــرګى دى بـــارن اوري څاڅوکي دي څک څک سندرې وايي دخــــوني بام ســـورى دى بـــاران اوري دښــارو ګـــړي تنــګ دي لــه چيــکـړو خوشحال بزګـــرسـړى دى بـاران اوري هيـڅ غــم دلنـــدېــدو ور
غزل///سيد احسان الله الهام
مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره ووت لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره ووت زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره ووت څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي چي داوربل په مينه تورمخ له دياره ووت خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره ووت پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره
داسې شخصيتونه چيرته پيداکړو؟؟
دا د برازیل ولسمشر (لولا دا سیلفا) دی چې خپل هیواد یې د پرمختیا لوړو څوکو ته ورساوه، هیواد ته یې ورباندي ټول پورونه پرېکړل، او هغه یې په بل هیواد بدل کړ. دغه اوښکي یې د خپل واک دوهمي او ورستۍ دورې څه وروسته د ارگ پرېښودلو پر مهال، دي. له دې کبله نه ژاړي چي واک پرېږدي، بلکي له دې امله ژاړي چي ټول ولس ورته راوتلی او ورنه غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي ترڅو په واک کېي پاتي سي. خو هغه ورسره وه نه منله، او دا یې ورته وویل: " تا سو دا فکر مه کوئ چي را نه خلا
دفقر،غربت او رنځورتيا لاملونه
۱دبسم الله له ويلو پرته ډوډۍ خوړل ۲ ميلمه ته په سپکه کتل ۳ پېزارپه پښو ډوډۍ خوړل ۴ په لوڅ سر ډوډۍ خوړل ۵ په جومات کې ددنيا خبرې کول ۶ له مشرانو نه مخکې تلل ۷نامحرمو ښځو ته کتل ۸ دروغ ويل ۹دماښام او ماخوستن ترمينځ وخت کې ويده کيدل ۱۰ لوڅ سر بيت الخلاء
لقمان حکيم څخه خپل ځوی څو پوښتنې وکړې هغه جواب کړې
له لقمان حکيم څخه خپل زوي پوښتنه وکړه چې پلارجانه کوم ښه خصلتونه دي چې په انسان کې بايد وي؟ لقمان حکيم وفرمايل: ديندار اوسه او ددين په احکامو بشپړ عمل کوه زوی يې ورته بيا وويل: که چيرته يو انسانه دوه ښه عملونه کول غواړي نوبيا کوم دوه ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل:ديندار او مالدار يعنې انسان بايد ديندار وي او بل کسب کار وي چې له هغې لارې حلاله روزي ګټي زوی يې وويل: که څوک درې ښه داعمال غوره کول غواړي نو بيا کوم دری ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل: دين، مال، او حيا زوي يې بيا پوښتنه
((مونږبه ليوني نه يو)) شعري ټولګه کې غوره بيتونه /// مشفق حريتمل
((مونږ به ليوني نه يو)) دتکړه شاعر ښاغلي عزت الله ځواب دويمه شعري ټولګه ده اوپه دې نزدې وخت کې په جلال اباد کې مازيګر کتاب پلورنځي د ۲۰۰۰ ټوکو په تيراژ کې چاپ کړی .ښاغلی ځواب ښه شاعرده او د ولس شاعر ده په شعرونوکې يې داولس انديښنې پېيلي او بيرته يې ولس ته دشعر په بڼه ډالۍ کړي دي مونږ ددغې شعري ټولګې څخه يو شمېر غوره بيتونه راټول کړي هيله ده چې دخوښي وړ مو وګرځي البته دازما ذوق وه چې ددغو بيتونو انتخاب مې کړی او داسې هم نه شو ويلي چې پدغه شعري ټولګه کې همدغه بيتونه يواځې خوندور د
اې آسمانه راته ګوره ///سيد احسان الله الهام
ترتالاندي ځورېـږواې اسمـانه راته ګوره اورونوکي سوځېږواې اسمانه راته ګوره سپېڅلى سپين ايمان مودغليم دسترګوخاردى ناحق پـه دارځـړېـږواې اسمانه راته ګـوره غربي ياغي طوفان موراته کلى کور وران کـړى په غـرونوکي اوسـېـږو اې آسـمــانـه راته ګـوره يامــروپه بمـبــارونــو يـادتـورټوپک خــوراک شو يابندپـه بندغـوڅېـږواې اسمانه راته ګوره
که واده والا ته مو تحفه ورنه وړه داسې به شئ((ټوکه))
وايي یو سړی واده ته تللی وو نو هغه کیسه کوله واده ته لاړم نو هلته په کور کي یې دوې دروازې وي په یوه لیکلی وو چي خپلوان او په بله یې لیکلی وو چي انډیوالان او ملګري .نو ده ویل چي زه د زوم ملګری وم نو د انډیوالانو په دروازه ورد ننه سوم نو دلته هم چي لږ مخکي ولاړم نو بیا هم دوې دروازې دي په یوه لیکلي چي ښځینه او بله یې نارینه . نو زه د نارینه په دروازه ور دننه سوم .لږ مخته
غزل/// رياض خوږمن جراح
چې دسر قيمت ته ګرانه تيار نه يې لار دې نيسه ځه ورځه خريدار نه يې لا موسکا دې په درشل دلبو اوسي ورګډ شوی لا دعشق په بازار نه يې بې احساسه ژوندون مه کوه دنيا کې څه هدف ته يې راغلی اوزګارنه يې چې په لار دشملورو زلمو نه ځې ترهغې پورې ټيکری يې دستار نه يې شازلميو يې په وينو سېراب کړی
هيواد او هيوادوال په انځورو کې
افغان ماشومان له شورويانو څخه پاتي شوي ټانګ سره لوبې کوي يو افغان له لمونځ نه وروسته ددعا په وخت
د ارواښاد ملنګ جان يو شعر
نه به ځمکې ته کوز ستورې د ا سما ن شي نه پښتون به د بل چا شي غلا ما ن هر همجنس د خپل همجنس سره جو ړ يږي چير ته ګل چيرته بلبل چير ته زا غا ن پښتا نه د خپلې خا ورې پتنګا ن دي پتنګ نه کوي د شمعي ځنې څنګ نه و ير يږي له غليمه سر با زا ن دي خدای ورکړې خزا نه د نا م و نګ په جګړو کې ا ز
ایا پوهیدئ چی پیغمبر علیه السلام ولي موږ سپي ته د لاس ور وړلو څخه منع کړي یو ؟!
ژباړه : جلال الرحمان ((شرر))یوې تازه طبی څیړني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونو حقیقت هغه وخت لا جوت کړ چی کله یې سپیانو ته لاس ور وړل، د هغو سره لوبی کول ، د هغو مردایو ته لاس ور وړل یا یې په لاس د بولو یا ناوړو ور مینځل منع اعلان کړه او ویره یې څرګنده کړه چی په دې سره د ړندیدو شونتیا سته .... د حیوانانو د ډآکټرانو یوې خاصی ډلی ویلی دی چی د سپیانو روزنه کول، د هغه فضله موادو او بولو ته لاس ور وړل انسانی بدن ته یو ډول چینجیان انتقالوی
دپنجشنبې ماسپښين شعري ټولګه کې غوره بيتونه///شريف الله نيکمل
دپنجشنبي ماسپښين د تکړه شاعر ښاغي محمد عليم ((بسمل)) دويمه شعري ټولګه ده چې تازه دسالنګ خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی ده دښاغلي بسمل په شعر که څوک خبري او بحث کوي نو ډير څه به پرې وليکي خو ما دلته د پنجشنبې په ماسپښين کې غوره او په زړه پورې بيتونو دراټولولو هڅه کړی چې تاسو سره يي شريکوم هيله ده دخوښئ وړ مو وګرځي .مننه کوم انسان چې ليونی شي ،شي روان غرونو ته خيږي زه بسمل ليونی نه يم خو اُحد ته مې زړه کيږي
دپيغمبرانو لنډې کيسې کتاب چاپ شو
دتنکي ځوان ليکوال حمزه ولي ((همراز)) لومړی کتاب ((دپيغمبرانو لنډې کيسې)) چا پ شو نوموړی کتاب دځوان ليکوال حمزه ولي همراز لومړي اثر دی چي په کې د پيغمبرانو کيسې راټولي شوي دي نوموړی کتاب په جلال اباد کي دتوحيداوسنت کتب خانې د زرو ټوکو په تيراژ کي چاپ کړی او په جلال اباد او د هيواد په نورو ولايتونو کې له بيلابېلو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کيږي دنوموړي کتاب دکمپوز او دپښتي ډيزان عمران الله وفاکړی او هم يې دکتاب دپښتۍ په وروستي م
الماني ډاکټر په مغزو کې دشيطان ځاله ومونده /// نجيب الله ملګری
د جرمنی د بريمن پوهنتون يوہ پروفيسر او د اعصابو ډاکټر گيرهارورت د انسان په مغزو کی د شيطاني لمسون موقعيت او يا د هغه په وينا د شيطان ځاله ده د اعصابو په ژنونو کی په نړيواله کچه دغه وتلی ډاکتر وايي همدغه ځای د انسان د کرکې؛لمسونې او شيطاني کارونو د ترسره کولو آمر دی چی ميليونونه انسانان له سمې لارې کږوي؛ دی وايي د ځينو مجرمو کسانو د ازموينې پر مهال يې د ويډيوگانو تر کتلو وروسته کشف کړ چی د بعضو مجرمينو يو وحشی کار ترسره کاوه غلاوې او قتلو
په دې وطن کې
څومره چې د مينې پروا نې په دې وطن کې دي هومره د با زا نوا شيا نې په دې وطن کې دي هومره به د ښمنه ستا د و ينو څا څکي و څا څي څومره چې د ا و ښکو د ردا نې په دې وطن کې دي چا د ترهګرچا د مذ هب په نوم ځپلی دی هرظا لم موند لې بها نې په دې وطن کې دي څومره د غېرت لا خزا نې په دې وطن کې دي څوک يې خزا نې څوک يې مذ هب څوک يې کلتو لوټي هرچا بيا نخښه نشا نې په دې وطن کې دي نوره به لا موج وهي نشه په دې سرونوکې ډ کې د غرورلا پېما نې پ
نعت شریف / اختر محمد بهار
د اخترمحمد بهار په غږ کې یو ښکلی نعت له دې ځایه ښکته کړئ.
سوله به راولمه /// فضل جان((سليم))
لاس مې په هيچا ندی بر سوله به راولمه کړمه له کلي نه سفر سوله به راولمه اينځر يې هم دی قتل کړې چنار هم قتلوي وار کړي په لمنځې او نښتر سوله به راولمه ما که هرڅومره زهر وپاشل دشر په فصل بيا يې هم ورک نه شولو کر سوله به راولمه چې بې وسۍ له ګريوان ونيومه برناحقه په خپل قصور نه يم خبر سوله به راولمه
دننګرهار ولايت څو په زړه پورې انځورونه
په جلال اباد کې دنجم الدين اخندزاده جامع جومات چې ديوتن افغان سوداګر په مالي مرسته رغول شوی په ننګرهار ولايت کې دکرکټ نړيوا