دتنکي ځوان ليکوال حمزه ولي ((همراز)) لومړی کتاب ((دپيغمبرانو لنډې کيسې)) چا پ شو  نوموړی کتاب دځوان ليکوال حمزه  ولي همراز لومړي  اثر دی چي په کې  د پيغمبرانو کيسې  راټولي شوي دي  نوموړی کتاب په جلال اباد کي دتوحيداوسنت کتب خانې  د زرو ټوکو په تيراژ کي چاپ کړی او په جلال اباد او د هيواد په نورو ولايتونو کې له بيلابېلو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کيږي دنوموړي کتاب دکمپوز او دپښتي ډيزان عمران الله وفاکړی او هم يې  دکتاب  دپښتۍ په وروستي مخ  د ليکوال لنډه پيژندنه ليکلې  ده .ياد کتاب ليکوال دخپل شهيد پلار روح ته ډالۍ کړی او ددغه اجر او ثواب يې خپل لپاره ته بخښلی دی نوموړي ليکوال له خپل ماما فضل کافي(( فضلي ))او خپل مشر ورور جنت ولي ((همراز )) څخه  هم مننه کړی ده چې دايې هڅولی ده او هم يي ده سره ددغه کتاب په چاپ کې مرسته کړی ده ديادونې  وړ ده چې نن سباتر بل هرو خت په پښتو ژبه کې ګڼ شمير کتابونه چاپيږي خو ددې کتاب ځانګړنه داده چې ليکوال يي په ډيرې کم عمري  ((د۱۵ کالو )) په عمر  دکتاب په ليکو بريالی شوی. حريت بريښنا پاڼه ښاغلي  همراز ته ددې کتاب مبارکي وايي او  هيله کوي چې لا هم په خپل يون  کې ګړندی واوسي.