دا سلام او کفر تر مينځ دبدر له غزا نه وروسته  داُحد غزا دهجرت په دريم کال رامنځ ته شوه هغه مشر کان چې دبدر په غزا کې يې خپلوان دمسلمانو غازيانو دتورو خوراک شوي وو نو داځل يې غوښتل چې داحد په غزا کې ورڅخه انتقام واخلي،مشرکانو په دغه جنګ کې مختلف قسم خلک تيار کړل ،حماسي شعرونه ويوونکي سړي او داحساساتو راپاروونکې ښځې هم مشرکانو پدې جنګ کې له ځانه سره يو ځای کړل،مسلمانان هم دمشرکانو له پلانونو او فريبونو څخه خبريدل بالاخره مشرکان دجنګ لپاره داحد طرف ته روان شول ،

نورسول الله (ص) هم دشوال دمياشتې په ۱۴مه نيټه دجمعې په ورځ دجمعې له لمانځه وروسته کور ته لاړ او هلته يې زغره واغوسته او په وسله سنبال راووت او له زر تنه صحابه و سره روان شو په مدينه منوره کې يې يو تن صحابي ((ابن مکتوم رض)) خلکو ته دامامت کولو لپاره پريښوده  او رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  له خپلو ملګرو سره مازديګر ناوخته داحد دغره لمنې ته ورسيد داچې ورځ نوره ختمه وه نو ددواړو لوريو څخه څوک جنګ ته تيار نشول سبا ته چې دشوال دمياشتې ۱۵ مه نيټه وه دجنګ ډګر تود شو اوپه دغه تاريخي جګړه کې هم مسلمانانو خپله بې سارې سرښندنه او قرباني وښودله چې يو اځې دمشرکانو ۱۲ تنه  بيرغچيان ووژل شول چې ۸ يې هم حضرت علي کرم الله وجهه  دخپلې تورې دګزار لاندې له ژونده خلاص کړل. حضرت زياد بن سکن (رض)له خپلو پنځو تنو ملګرو سره د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په دفاع کې دشهادت عالي مقام ته ورسېدل.حضرت حمزه(رض) او حضرت حنظله  حضرت عبدالله بن حجش حضرت عبدالله بن عمرو حضرت عمروبن حرام حضرت عمروبن جموح حضرت حشيمه  رضی الله تعالی عنهم اجمعين  هم په همدې غزا کې دشهادت جامونه نوش کړل.حضرت طلحه ،عبدالرحمن بن عوف، اونورو ګڼ شمير صحابه کرامو د رسول الله (ص) په دفاع کې دخپل تن وينې نذرانه کړې.
دحضرت حمزه(رض) شهادت
حضرت حمزه(رض) دعبدالمطلب ځوی او دحضرت محمد(ص) تره ووله حضرت محمد(ص) څخه دوه کاله مشر وو.او دحضرت محمد (ص) دکوچنيوالي ملګری وو.حضرت حمزه (رض) په غشي ويشتلو ،تورې وهلو، نېزه بازۍ او پهلوانۍ  کې خاص مهارت درلود،دحضرت محمد(ص) له بعثت نه وروسته تقريباً تر شپږو کلونو پورې يې داسلام دعوت ته هيڅ پام ونکړ،خو دبعثت په شپږم کال  يوه ورځ کله چې  حضرت محمد(ص)  دار ارقم نه راووت دصفا غونډۍ ترڅنګ تيرېده چې ابو جهل ورسره مخ شو او بې له مقدمې يې حضرت محمد(ص) او دهغه دين ته سپکې سپورې وويلې خو چې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  پدې خبره چپ پاتې شو نو ابوجهل ته لا غصه ورغله ا و په  رسو ل الله (ص) باندې يې ګذار وکړ.حضرت حمزه (رض) چې کله له دې پېښې خبر شو نو ابوجهل پسې ورغی ګوري چې دقريشو دمشرکانو په غونډه کې ناست دی حضرت حمزه په ابوجهل دغشي ګذار وکړ چې سر يې زخمي کړ چې  وينې  پرې راوبهېدلې.او ابوجهل ته يې وويل چې تا زما وراره (حضرت محمد) بيکسه ګڼلی دی؟ زما دين هماغه دين دی چې حضرت محمد (ص) راوړی دی لدې وروسته کور ته راغی او داسلام پر مقدس دين مشرف شو.له دې وروسته به يې زيات وخت په دار ارقم کې له رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  سره تېراوه .علامه ابن سعد وايي چې په ا سلام کې دجهاد لومړنی بيرغ حضرت حمزه (رض) ته ورکړل شوی ده . همدغه راز په زيات شمېر غزواتو کې يې  برخه اخيستې ده ،دهجرت په دوهم کال چې داسلام او کفر تر مينځ دبدر تاريخي غزا را مينځ ته شوه نو هم حضرت حمزه(رض) پکې په ګرمه جذبه او ولوله برخه اخيستې وه او دمشرکانو غټ غټ مشران لکه ،شيبه بن ربيعه او طعيمه بن عدي دجهنم کندې ته ورسول .په همدې کال دبنو قينقاع غزا هم پېښه شوې وه چې پدې کې هم دمجاهدينو بيرغ حضرت حمزه(رض) سره وو.بالاخره چې دهجرت په دريم کال داُحد په غزا کې مشرکانو دخپلو مړو دانتقام لپاره راوتلي وو دحضرت حمزه (رض) دشهادت لپاره طعيمه بن عدي خپل غلام وحشي بن حرب پدې مامور کړی وو چې حضرت حمزه (رض) ووژني.حضرت حمزه (رض) دجنګ په ميدان کې دمشرکانو غټ غټ مشران يوپه بل پسې راپرځول خو غلام وحشي ورته په کمين کې وو چې له موقع نه په ګټه يې په حضرت حمزه (رض) ګذار وکړ او په شهادت يې ورساوه. انالله وانا اليه راجعون
غزوه عطفان
کله چې  رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دسويق له غزا نه مدينې منورې ته راستون شو نو ديو څه مودې له تېرېدو نه وروسته ورته خبر راورسيد چې دعثور عطفاني په مشرﺉ د بني ثعلبه اوبني محارب قبيلې خلک په ((نجد)) نومې سيمه کې راټول شوي دي او غواړي چې په مدينه منور ه باندې حمله وکړي دهجرت په دريم کال دمحرم الحرام په مياشت کې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په عطفان باندې دحملې کولو په نيت د (۴۵۰) تنو صحابه و سره دنجد نومې سيمې ته ووتلو خو عطفان چې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  له ورتګ څخه خبر شول نو غرونو ته وختل خو دبني ثعلبه قبيلې فقط يو کس دصحابه کرامو لاس ته ژوندی ورغی او هغه يې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په خدمت کې حاضر کړ، رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  هغه ته داسلام دعوت ورکړ او هغه اسلام ومانه ،رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دغه مياشت ټوله هماغلته تيره کړه مګر هيڅوک يې مقابلې ته راونه وتل او يوه مياشت وروسته بيرته مدينې منورې ته راستون شو.
دکعب بن اشرف قتل
کله چې د اسلام دغازيانو په لاس دبدر په تاريخي غزا کې دوخت ستر کفار مات او شرمنده شول او دغه خبر په سيمه کې خپورشو مسلمانانو دخدای(ج) حمدونه ويل او شکر يې اداء کولو خو له بلې خوا کفارو دغه ستره ناکامي اوشرم دخپل غرور او تکبر له امله نشوای زغملی ،کعب بن اشرف يهودي ته چې کله دغه خبر ورسېد نو ويې ويل که چيرته داخبر رښتيا وي چې دبدر په غزا کې دمکې لوی لوی مشرکان وژل شوي دي نوبيا دزمکې د مخ پر ځای دزمکې شا ډېره بهتره ده ((يعنې له ژوند څخه مرګ ډير غوره دی))خو چې کله دخبر تصديق وشو او ګمان يې په يقين بدل شو،نو دهغو مشرکانو په ياد کې يې مرثيې او ويرنې وليکلې کومو چې دبدر په غزا کې دمجاهدينو دتورو ګذارونو له دې نړۍ جهنم ته ليږلي وو.، چې کله مکې ته لاړ هلته به يې دمشرکانو کورنيو ته هماغه ويرنې ويلې خپله به يې هم ورته ژړل او نور به يې هم ژړول اودرسول الله (ص) په هجو کې به يې شعرونه ويل او خلک به يې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دوژلو لپاره راپارول .
او دمسلمانانو دښځو په اړه به يې عشقي او دبې عزتۍ شعرونه ويل خو رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  به صحابه و ته دصبر او زغم امر کولو مګر دکعب بن اشرف دشرارتونو لړۍ لاپسې غزېدله بالاخره رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دهغه دوژلو امر وکړ.
په يو بل روايت کې دي چې يوځل کعب بن اشرف  رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دميلمستيا په پلمه وروبللو او بن اشرف څو کسان د رسول الله (ص) دوژلو لپاره وګمارل نو کله چې رسول الله (ص) راغی نو جبرايل امين  ورته خبر ورکړ او دکعب بن اشرف له دغه خبيث پلان څخه يې خبر کړ نو رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  فوراً دجبرايل امين په واسطه له هغه ځايه تشريف يوړ او لدې وروسته يې دکعب دقتل فرمان صادر کړ.
رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  چې صحابه ؤ ته وفرمايل چې په تاسو کې څوک دکعب بن اشرف دقتلولو لپاره تيار دي؟نومحمد بن مسلمه دکعب دوژلو لپاره امادګي وښوده ،او محمد بن مسلمه دکعب دوژلو پر پلان کار پيل کړ له کعب سره يې وکتل اوله هغه څخه يې دغلې په قرض داخيستلو لپاره خبرې کولې ،کعب ورته وويل چې که ته غله وړې نو ستاسوښځې به مونږ  ته په قرض کې راکړﺉ ،خومحمد بن مسلمه  ورته وويل چې زمونږ غيرت مونږ ته دا اجازه نه راکوي .بيا کعب ورته وويل ښه تاسو خپل زامن مونږ ته په قرض کې راکړه خو بن مسلمه ورسره داهم ونه ومنله او ورته ويې ويل چې داهم نشم کولای چې دامو بيا ترعمره خپلو بچيانو ته پيغور جوړيږي او بيا به ورته خلک وايي چې تاسو هماغه ياست چې په دوه يا درې کيلو غله باندې کعب ته ورکړل شوي وﺉ.بالاخره دوسلو غوښتنه يې وکړه  محمد بن مسلمه ورته وويل سمه ده اګر چې مونږ دوسلو په هکله ډېر محتاج يو خو بيا به هم درسره وسله کيږدم، له وعدې سره سم چې کله محمد بن مسلمه د غلې په پلمه او وعده ورتلل نو خپل ملګري يې پوهه کړل چې کله کعب راشي نو زه به دهغه ويښته بوی کړم خو چې کله ما دهغه ويښته بوی کول زه به يې ټينګ په ويښتو کې ونيسم او تاسو ته به اشاره ورکړم ترڅو يې څټ په توره قلم کړي.
محمد بن مسلمه دکعب دويښتو دبويولو لپاره دوباره اجازه وغوښتله او ورته ويې ويل چې ويښتان دې  ډير ښکلی بوی کوي غواړم چې بيايې هم بوی کړم دې سره محمد بن مسلمه هغه په ويښتو کې راونيو او ملګرو ته يې اشاره وکړه  او هغوی ورڅخه سر قلم کړ.او له ژوند يې خلاص کړ.
دشپې په اخره حصه کې محمد بن مسلمه او ملګري يې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په خدمت کې حاضر شول  رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  چې دوی وليدل نو ويې ويل !
افلحت الو جوه!((دې مخونو کاميابي وموندله او کامياب شول))
هغوی ځواب ورکړ! ووجهک يا رسول الله! او دټولو نه ستا مخ  ای دالله (ج) رسوله!!
او لدې وروسته يې دکعب بن اشرف سر د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  مخ ته ګذار کړ او رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دالله (ج) شکر اداء کړ.
دابي رافع وژنه
ابو رافع يو مالدار يهودي تاجر وو اصلي نوم يې عبدالله بن ابی الحقيق وو درسول الله (ص) سخت دښمن وو، او رسول الله (ص) ته به يې د  هرقسم تکليف رسولو هڅه کوله ،نوموړي د احزاب په غزا کې مشرکان دمسلمانانو په ضد راپارولي وو او ډيره مالي مرسته يې ورسره کړې وه ابو رافع ورځ تربلې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  ته په ضرر رسولو کې زيار ايسته خو عبدالله بن عتيک ، مسعود بن سنان،عبدالله بن اُنيس او ابو قتادة خزاعي بن اسود (رضی الله تعالی عنهم له رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  څخه دابي رافع دقتل اجازه واخيسته  رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  اجازه ورکړه او عبدالله بن عتيک يې ددوی امير وټاکه، او داتاکيد يې وکړ چې هيڅ ښځې اوکوچينان بايد ونه وژني.
عبدالله بن عتيک په يو تدبير سره دابورافع دکور داخل ته ځان ورورساوه او هلته په بالاخانه کې يې ځان ځای په ځای کړ،عبدالله بن عتيک فرمايې کله چې خلک دمجلس څخه فارغ شول نو هرڅوک خپلو ځايونو ته دخوب لپاره لاړل ، ماهم دابو رافع دځای درک مخکې له مخکې کړی وو خو بيا هم سهي ځای يې راته مالوم نه وو چې چېرته به پروت وي غږ مې وکړ چې ابي رافع!!!!هغه راته وويل: څوک يې نو ماته يې دځای مالومات وشو نو ورغلم او ګزار مې پرې وکړ بيامې دتورې  بل ګزار په خېټه کې پرې وکړ او له ژونده مې خلاص کړ، خو له بالاخانې څخه دراکوزيدو په مهال  له زينې څخه راپرېوتم او  دپونډۍ هډوکی مې مات شو، حضرت عبدالله بن عتيک (رض) بېرته فاتح او بريالی دابو رافع له کوره راووت له خپلو ملګروسره يو ځای شو او درسول الله (ص) په حضور کې حاضر شول او  ټوله کيسه يې ورته وکړه ،رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  بن عتيک ته وويل چې پښه وغزوه هغه پښه وغزوله او رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  ورباندې لاس مبارک راکش کړ، حضرت عبدالله بن عتيک (رض) وويل چې ماد اسې حس کړه چې نه زما پښه ټپي  شوې ده او نه مې څه دردونه تير کړي دي.
مشفق حريت مل