په ټولو کې لومړي حضرت ابوهريره رضی الله عنه له نبي کريم ((ص)) څخه ډير احاديث روايت کړي دي داځکه چې له يوې خوا ورته پيغمبر ((ص)) دعا کړې وه اوبل پلوه ټولو صحابه کرامو يوڅه کاروبار درلود،مهاجرين په تجارت او انصار په باغدارۍ او بزګرۍ کې بوخت وو مګر يواځې ابوهريره ((رض)) داسې څوک وو چې ددنيا له چاروڅخه وزګار او خپل ژونديې نبوي صحبت او علم ته ورکړی وو هغه اووه صحابه يې کرام دادی چې له پيغمبر ((ص)) نه يې تر زرو زيات احاديث روايت کړي دي.

۱حضرت ابوهريره رض الله تعالی عنه له پيغمبر((ص))څخه ۵۳۷۴ احاديث روايت کړي دي

۲ حضرت عبدالله بن عباس نه ۲۶۶۰ احاديث روايت شوي دي

۳ له حضرت عايشه صديقه رضی الله تعالی عنها څخه ۲۲۱۰ احاديث روايت شوي دي

۴ له حضرت عبدالله بن عمر ((رض))څخه ۱۶۳۰ احاديث روايت شوي دي

۵ له حضرت عبدالله انصاري ((رض))څخه  ۱۵۴۰ احاديث روايت شوي دي

۶ له حضرت انس بن مالک ((رض))څخه ۱۲۷۶ احاديث روايت شوي دي

 ۷ له ابو سعيد خدري (رض) څخه ۱۱۷۰ احاديث روايت شوي دي

سرچينه : حق پالونکي صحابه او صحابيات