د اخترمحمد بهار په غږ کې یو ښکلی نعت له دې ځایه ښکته کړئ.
12.01.2013
- مشفق حريتمل
لاس مې په هيچا ندی بر سوله به راولمه
کړمه له کلي نه سفر سوله به راولمه
اينځر يې هم دی قتل کړې چنار هم قتلوي
وار کړي په لمنځې او نښتر سوله به راولمه
ما که هرڅومره زهر وپاشل دشر په فصل
بيا يې هم ورک نه شولو کر سوله به راولمه
چې بې وسۍ له ګريوان ونيومه برناحقه
په خپل قصور نه يم خبر سوله به راولمه...
09.02.2013
- مشفق حريتمل
څومره چې د مينې پروا نې په دې وطن کې دي هومره د با زا نوا شيا نې په دې وطن کې دي هومره به د ښمنه ستا د و ينو څا څکي و څا څي څومره چې د ا و ښکو د ردا نې په دې وطن کې دي چا د ترهګرچا د مذ هب په نوم ځپلی دی هرظا لم موند لې بها نې په دې وطن کې دي څومره د غېرت لا خزا نې په دې وطن کې دي څوک يې خزا نې څوک يې مذ هب څوک يې کلتو لوټي هرچا بيا نخښه نشا نې په دې وطن کې دي نوره به لا موج وهي نشه په دې سرونوکې ډ کې د غرورلا پېما نې پ...