د hunarmal hunarmal لخوا خپرې شوې لیکنې


د ٢٠١٠ ايکسل د فورمولونو دوهمه برخه په عملي توګه

  د ٢٠١٠  ايکسل د فورمولونو په دوهمه برخه کې د هغه د اپريټرونو او د کارولو پر تخنيک وږغېدو، په دې برخه کې غواړم د نوموړو اپريټرونو د لا روښانتيا په خاطر ټول هغه نوموړي چې په ياده شوې برخه کې تر بحث لاندې نيول شوي په عملي توګه در وپېژنم. د يادونې وړ ده په روانه برخه کې د پنځو اپريټرونو يعنې جمع، تفريق، تقسيم، ضرب او طاقت چې د ايکسل په لومړۍ برخه کې تشرېح شوي دي له بيا څېړلو څخه ډډه کوم.

12.09.2010 hunarmal

٢٠١٠ ايکسل او فورمولونه يې دوهمه برخه

    دوهمه برخه په روانه برخه کې د ايکسل پر ځينو بنسټيزو توکو چې عبارت دي له Operators څخه ږغېږو، يو Operator د فورمول بنسټيز توکى بلل کېږي او په ځان کې يو Symbol دى چې يوه ځانګړې کړنه تر سره کوي، لاندني جدول ته ځير شئ:

09.09.2010 hunarmal

يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

  ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه او نه ګټه لري، ځکه په دې ډول د پروسيسور پر سر چې کومه پکه د کار پر مهال هوا توليدوي خپل تګلورى نه شي ټاکلاى او نه شي کولاى د هغو شيانو تر منځ چې د دې پر چاپېريال پراته دي هوا توليد او په سمه توګه وڅرخي

08.09.2010 hunarmal

د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو سپارښتنې

  پر داسې مهال چې برېښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ ښايي تر ډېره بريده يې کار کړئ، آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت يې وړاندې کارولاى شئ. بل پلو

06.09.2010 hunarmal

BIOS څه شى دى او څنګه کار کوي؟

  د Flash Memory يو تر ټولو مهم ابزار چې کمپيوټر ته د ابتدايي ننوتو او وتو سيسټم ټاکي د BIOS په نامه يادېږي. نوموړى عبارت دى له Basic Input Output System څخه چې د هر کمپيوټر بنسټ بلل کېږي، د هغه دنده دا ده چې د يوه کمپيوټر ټول قطعات او پرزې په دې هيله چې په خپلو کې په سمه توګه کار کوي که يا معاينه او وګوري، هر کمپيوټر په ځان کې له يو Mi

05.09.2010 hunarmal

نيټ ورکنګ او زده کړه يې درېيمه برخه

درېيمه برخه  نيټ ورک  او پروتوکولونه يې  پروتوکول د قواعدو او قوانينو هغې ټولګې ته چې نيټ ورک د ډاټا پر لېږدونه پوره واک ولري ويل کېږي. پروتوکول د هغو امرونو مسوول دى چې

04.09.2010 hunarmal

٢٠١٠ ايکسل او فورمولونه يې لومړۍ برخه

  ايکسل پېژندنه ډېر داسې کارونه چې نه حد لري او نه هم پاى د ايکسل په برکت تر سره کېږي، نوموړى د ډېرو موخو لپاره کارېږي چې روښانې بېلګې يې د ټولګيو د تنظيم چارې، د ټولګيو ليستونه، د حاضرۍ پاڼې، د ازموينو پايلې، دماليې غونډولو چارې او نور محاسبوي کارونه يادولاى شو، نوموړى د ښوونې لپاره د يوه مرستيال دنده هم تر سره کوي، بايد

03.09.2010 hunarmal

يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

  کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي يوه دا چې د زاړه وينډوز نسخه بايد له سره ورغول شي او دوهمه دا چې پر ځاى يې نوې هغه نصب شي، تر ډېره بريده خلګ د زاړه وينډوز نسخه په دې هيله چې د نوموړې نسخې بېلابېل پروګرامونه يې له منځه لاړ نه شي له سر

02.09.2010 hunarmal

وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

 د افغانسافټ له خپروونو څخه مايکروسافټ په ٢٠٠٨ م کې د European Union  له لورې ١٤٠٠ ميليونه ډالره جريمه شو، وجه يې دا وه چې د وينډوزونو لپاره يې مشتريانو ته معتبرې کيلۍ (Original CD-Key) نه وې ورکړې، په ټوليز

01.09.2010 hunarmal

د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

  هک څه شى دى او هکر څوک دى؟ په ساده او روانه ژبه د هغه تعبير... په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي هکر بلل کېږي. هکر د پوره هوښ، ځېرکتيا، لوړي مفکورې او پوره معلوماتو څښتن او په ځان باوري کس دى. بايد ووايم زما له

01.09.2010 hunarmal

(#C) سي شارپ او زده کړه يې لومړۍ برخه

ليکوال: James Foxall ژباړن: عبدالله هنرمل  يادونه: ګرانو کتونکو دا لړۍ پنځه څپرکي او پنځه ويشت لوسته ده، چې هر لوست به د يوې برخې په توګه وړاندې کېږي، بايد وويل شي په دې برخه کې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق له افغانسافټ سره خوندي دي، هېڅوک نه شي کولاى د کتاب په بڼه يې چاپ کړي.

31.08.2010 hunarmal

٦٤ بيټه ويسټا يا ٧ وينډوز مو په خپله پښتو کړئ!

  که ٦٤ بيټه ويـسټا يا هم ٧ وينډوز چلوى د پښتو کولو لپاره يې له همدې بلاګ څخه پښتو کښته او ځاى پر ځاى کړئ، ورپسې له لاندني پيوند څخه د ٦٤  بيټه سيسټم لپاره ټاکل شوى فايل کمپيوټر ته کښته او د کمپيوټر  په C:\Windows\System32  کې يې خوندي او يا يې هم يادي شوې سيمې ته کاپي کړئ کمپيوټر مو له سره روښان کړئ.

31.08.2010 hunarmal

دمادربورډ په اړه څو سپارښتنې

مادربورډ د کمپيوټر د نورو پرزو په پرتله ډېر لږ له ستونزو سره مخېږي، ما  ځينې داسې کسان ليدلي چې کمپيوټر ته ستونزه له نورو پرزو پېښه وي خو دوى مادربورډ خراب بولي، په همدې موخه لومړى بايد ستونزه ولټول شي وروسته يې د هواري په اړه ګامونه پورته کړل شي، مخکې له دې چې د مادربورډ په اړه کومې پرېکنده پرېکړي ته ورسېږئ لاندني ټکي په پام کې ونيسئ: د کمپيوټر

30.08.2010 hunarmal

يوه ورور د ٧ وينډوز د شفر ماتولو پوښتنه کړې ده

راليږونکی : رحيم الله قادري ټليفونشميره: 0700360285 برېښناليکپته: rahim.qaderi2008@yahoo.com سرليک: دونډوز سيون پاسورډ ماتول نېټه: 28.08.2010 10:55 ګرانه نيکي هيلي مي ومنه:د ويبلاګ چلوونکي غواړم  يوه پوښتنه وکړم زه څنګه کولاي شم د ونډوز سيون 7 پاسورډ مات کړم پدي خاطر که چيري زه بل ونډوز ور انسټال کړم نو زما ټوله ډاټا له منځه ځي هغه ډاټا مي ټوله پر ډيس

29.08.2010 hunarmal

نيټ ورکنګ او زده کړه يې دوهمه برخه

دوهمه برخه  نيټ ورک ټوپالوژي په نيټ ورک کې ټوپالوژي ترتيب يا اوډلو ته ويل کېږي دا ترتيب يا اوډون پر دوه ډوله دى Physical Topology  او  Logical Topology.

28.08.2010 hunarmal

انټرنيټي يرغلګر وپېژنئ!

  لکه د ژوند په هره برخه کې چې يرغلګر موجود دي، دې ته ورته انټرنيټي يرغلګر هم شته، د دوى دنده دا وي چې پر ډېرو حساسو کمپيوټرونو حملې تر سره کړي او معلومات تر لاسه کړي، داسې کسانو ته په انګريزي ژبه کې هکران Hackers  وايي، ځينې هکران د ځينو وګړو ياهو ايډيګانې تر بريد لاندې نيسي، د نوموړو ايډيګانو له لارې نورو وګړو ته سپکې سپورې وايي او ځان په تاسو ښيي.  يوه اندېښنه چې

26.08.2010 hunarmal

د کمپيوټر ژوند ته يوه ځغلنده کتنه

داسې فکر مه کوئ چې يو کمپيوټر به تل ژوندى او د کار جوګه وي، ځکه کمپيوټر د برېښنا او سيګنال د مدار ټولګه بلل کېږي او د برېښنا جريان ته اړتيا لري، هر د کمپيوټر کاروونکى په دې پوهېږي چې کمپيوټر به يې تل ځوان او د کار جوګه نه وي، ځکه کمپيوټر او د نوموړي پرزې جوړوونکي کمپنۍ تل دا هڅه کوي چې تر ځانګړي وخته پورې هغوى ته عمرونه وټاکي، بايد ووايم داسې نورې وجې هم شته چې د کمپيوټر عمر کموي په ټوليز ډول نوموړې پر څلورو څانګ

26.08.2010 hunarmal

غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟

د افغانسافټ له خپروونو څخه هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ١٥٣ پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې يوازې يې دلاندنيو لارښوونو په پوره غور څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ:

25.08.2010 hunarmal

له چنټ حسابګره بيا تر کمپيوټر پوري لومړۍ برخه

لومړۍ برخه د لغت له پلوه که ورته وګورو د Digit  لفظ دا معنا ورکوي چې په ګوتو ليکل شوى، همدا ډول دا ويل حق په جانب بولم چې د لومړني ډيجيټل کمپيوټر کاروونکي هغه کسان وه چې په ګوتو اړوونکي حسابګر لپاره يې د لاسو ټولې ګوتې کارولې. د ډيسيمل شمېرو د سيسټم د بنسټ له مخې لس شمېرې (له صفر څخه نيولى تر نهو پو

24.08.2010 hunarmal

نيټ ورکنګ او زده کړه يې لومړۍ برخه

ليکوال: زاهد شرجيلژباړه: عبدالله هنرمل پاملرنه: ګرانو کتونکو د نيټ ورکنګ په برخه کې خپرېدونکي مواد ټول په کندهار کې نارنج خپرندويي ټولنې د کتاب په بڼه چاپ کړي دي او حقوق يې له نوموړې ټولنې سره محفوظ دى هيڅوک نه شي کولاى له دې ځايه يې په کاپي کولو سره د کتاب په بڼه چاپ کړي.

24.08.2010 hunarmal

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more