کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي يوه دا چې د زاړه وينډوز نسخه بايد له سره ورغول شي او دوهمه دا چې پر ځاى يې نوې هغه نصب شي، تر ډېره بريده خلګ د زاړه وينډوز نسخه په دې هيله چې د نوموړې نسخې بېلابېل پروګرامونه يې له منځه لاړ نه شي له سره رغوي، خو دلته بايد يو ټکى په نظر کې ونيول شي هغه دا چې زړې نسخې خامخا د يوې ستونزې له امله کار پرې اېښى دى، که له سره ورغول شي نوموړې ستونزه به يې مل پاتې وي، که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ يو وينډوز تر ډېره وخته کارولاى شئ:
١. تل وينډوز د يو بنسټ له مخي نصب کړئ، که مو په کمپيوټر کې د وينډوز زړه نسخه له ستونزو سره مخ وي او غواړئ نوموړې هغه ترميم کړئ يعنې بيا يې د چلاو وړ وګرځوئ ډېره اسانه خبره ده، خو بنسټ يې څه ناموزه ښکاري، پر ځاى يې نوې هغه نصب کړئ.
٢. د کمپيوټر پرزې د ښه معيار له مخې رانيسئ، د ناپېژاندو کمپنيو مواد مه رانيسئ، يو کمپيوټر د هغه د پرزو له مخې انتخاب کړئ، دې ته ورته وينډوز هم د کمپيوټر د وړتيا له مخې انتخاب کړئ.
٣. د وينډوز د زړو نسخو لپاره جوړ شوي پروګرامونه يا هم ډرايورونه په نوو نسخو کې مه کاروئ، يعنې څه وخت چې نوى کمپيوټر د وينډوز له نوې نسخې سره رانيسئ، زاړه پرينټرونه او سکينرونه د زړو ډرايورونو له مخې که څه هم د نوي وينډوز له نسخې سره سمون خوري مه ځاى پر ځاى کوئ!. پر ځاى يې نوې ډرايورونه د انټرنيټ له پاڼو څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، دا تجربه يوازې زما (ليکوال) اند دى، يعنې د کمپيوټر د توکو جوړوونکي کمپنۍ د ښه معيار له مخې جوړو شوو پرزو ته نوي او تازه ډرايورونه د انټرنيټ پر پاڼو ږدي خو کومې پرزې چې په لږ لګښت سره جوړې وي د هغوى د تازه کېدو پروا نه ساتي.
٤. نوى سافټوير تر ځاى پر ځاى کولو مخکې ارزيابي کړئ، تر کومه ځايه چې امکان لري يوازې پېژندل شوي سافټويرونه په کمپيوټر کې نصب کړئ، يعنې کوم سافټويرونه چې کمزوري ليکل شوي وي د هغوى له نصبولو څخه ډډه وکړئ، ځکه په دې ډول ښايي د کمپيوټر رجيسټري ته زيان ورسېږي او وينډوز مو له ستونزو سره مخ شي، يوازې له ډاډمنو ويب پاڼو څخه هغه پروګرامونه چې په ښه انداز ليکل شوي وي کښته او په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ، که کمزوري ليکل شوي يا وړيا پروګرامونه له انټرنيټ څخه کښته او نصب کړئ ښايي له ډېرو ستونزو سره مخ شئ، د بېلګې په توګه بېرته پاکول يې شونى نه وي، يا هم ښايي پر رجيسټري ځينې ورانکاره بدلونونه پلي کړي، که پوښتنه دا وي چې يو کمزورى سافټوير به څنګه پېژنو له VMWARE يا هم Virtual PC پروګرامونو څخه د هغه په پېژندنه کې کار واخلئ.
٥. پر کمپيوټر تر پولې ها خوا بدلونونه مه پلي کوئ، ځينې داسې کسان شته چې لږ و ډېر له کمپيوټر سره بلد شي پر راجيسټري يې بېلابېل بدلونونه پلي کوي، په دې ډول د وينډوز هره نسخه کار پرېږدي.
٦. تل له UPS څخه کار واخلئ، تر ډېره بريده خلګ په دې اند وي چې ارزانه رانيول شوى کمپيوټر بايد يوازي له برېښنا سره وصل او کار شي، که UPS نه وي يو برېښنايي ساتونکى (محافظ) څخه کار واخلئ، UPS دوې ګټې لري يوه دا چې د برېښنا د تکان مخنيوى کوي بله دا چې که برېښنا لاړه شي تر ١٠ يا هم ١٥ دقيقو پورې کمپيوټر روښان ساتي، چې په ترڅ کې يې خپل معلومات خوندي کولاى شئ.
٧. وينډوز تازه Update وساتئ، که د وينډوز نسخه تل تازه وساتل شي هم دوې ګټې لري يوه دا چې د وينډوز د ړنګو شوو فايلونو پر ځاى نوي هغه ځاى پر ځاى کېږي بله دا چې په وينډوز کې اصلاحات راځي، يعنې له هر Update سره اصلاحات ملګري وي.
٨. د وينډوز د رجيسټري پوره پام وساتئ، د وينډوز د رجيسټري ساتلو په موخه له RegVac سافټوير څخه کار واخلئ، نوموړى بايد د هرې مياشتې په اږدو کې پر وينډوز وچلوئ چې پرتې ستونزې يې له منځه يوسي.
٩. د Spy پر وړاندې وجنګېږئ، له نوموړي سره تر ډېره بريده د انټرنيټ پر پاڼو مخېږئ، ځينې داسې ويب پاڼې شته چې په کليکولو سره يې نوموړى کمپيوټر ته لار پيدا کوي، ځينې نورې بيا ځان د کمپيوټر کورپاڼه ټاکي، چې د انټرنيټ Explorer په هر وار کليکولو سره پرانيستل کېږي او د کمپيوټر پوره معلومات تر خپل څښتنه رسوي.
١٠. خپل کمپيوټر د امن کور وګرځوئ، په نننۍ نړۍ کې وايروس ضد پروګرامونو او Firewall سيسټم خورا زور اخيستى دى، خو بيا هم ډېر کمپيوټرونه د امن له غېږې بې برخې پاتې دي، وايروس ضد پروګرامونه بايد د هرې ورځې په اوږدو کې تازه شي، هغه کسان چې له انټرنيټ څخه کار اخلي بايد Firewall کار کړي، بې سېم شبکې بايد د يو شفر له مخې کار وکړي، د کمپيوټر امنيتي سيسټم بايد فعال وي او هغه ويب پاڼې چې کمپيوټر ته زيان رسوي بايد و نه کتل شي.
١١. په خپلو ورځنيو کارونو کې Administrator يوزر مه کاروئ، که څه هم له نوموړي يوزره کار اخيستل امکان لري په ظاهري توګه کومه ستونزه نه لري خو وينډوز ته د پېښېدونکو ستونزو لپاره ډېر مهم او کارنده دى، ځکه هر ليکل شوى پروګرام د همدې يوزر له لارې په اسانۍ سره نصبېږي، يوازې په دې هيله چې د کمپيوټر امنيت مو تل خوندي پاتې وي د نوموړي پر ځاى بل يوزر کار کړئ، که ياد شوي يوزر ته اړتيا وي يوازې د Run as له لارې يې کار کړئ.
١٢. د کمپيوټر اېښودلو ځاى په نظر کې ونيسئ، يعنې مه پرېږدئ کمپيوټر مو په دوړو لړلى او په ګرم ځاى کې پروت وي، که يو کمپيوټر په ګرم ځاى کې وساتل شي هارډ ډيسک يې ډېر ژر له منځه ځي.
ژباړه: بهرنۍ سرچينې