د افغانسافټ له خپروونو څخه
مايکروسافټ په ٢٠٠٨ م کې د European Union له لورې ١٤٠٠ ميليونه ډالره جريمه شو، وجه يې دا وه چې د وينډوزونو لپاره يې مشتريانو ته معتبرې کيلۍ (Original CD-Key) نه وې ورکړې، په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي ډېره مهمه ده، که په بازار کې د وينډوز يوه ساده نسخه رانيسئ او د يوې معتبرې کيلۍ په ليکلو سره يې ځاى پر ځاى کړئ نوموړې به هغومره معتبره او ارزښتمنه وي لکه يوه ذاتي او اصلي نسخه.
د بېلګې په توګه که د تليفون اعتبار زياتولو لپاره په بازار کې يو د سلو افغانيو او بل د ٥٠٠ افغانيو کارډونه رانيسو او دواړو ته ځير شو يو هم له ١٤ او بل هم له ١٤ شمېرو څخه جوړ دي، خو لومړى يې زموږ اعتبار د سلو او دوهم يې د ٥٠٠ افغانيو د ارزښت له مخې زياتوي، CD-Key همدغسې واخلئ.
يوه معتبره کيلي د وينډوز له ځانګړي ټيکلي سره يو ځاى له مايکروسافټ څخه تر لاســــه کولاى شئ، خو XP وينډوزونه دا وړتيا لري چې يوه نسخه د بلې نسخې په معتبري کيلۍ سره ځاى پر ځاى کړئ، په همدې موخه غواړم يوه معتبره کيلي در سره شريکه کړم او ستاسو وينډوزونه د دې وړ وګرځوم چې په اسانه توګه له انټرنيټ څخه تازه( Update )، همداسې ټولې څېرې او توکي يې د کار وړ وګرځي.
Windows XP Original Key: FC8GV-8Y7G7-XKD7P-Y47XF-P829W
پورتنۍ CD-Key د اکسپي وينډوز د هرې نسخې يعنې Pck1, Pack2, Pack3 ټولو لپاره کارولاى شئ.
د يوه ځاى پر ځاى شوي وينډوز کيلي بدلول
د يوه ځاى پر ځاى شوي (Installed) وينډوز کيلي د لاندنيو لارښوونو په څارلو سره بدله کړئ:
١. د Change Product Key په نامه فايل د افغانسافټ له ويبلاګ څخه کمپيوټر ته کښته او اجرا کړئ، د نوموړي فايل تر اجرا کېدو وروسته د وينډوز زړه CD-Key له فعاليته لوېږي.
Download Change Product Key File
يپي
٢. پر دوهم ګام Start تڼۍ ورپسې Run کليک کړئ.
٣. په Run کړکۍ کې لاندنى امر وليکئ:
د پورتني امر تر اجرا کولو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ:
په پورتني شکل کې منځنى کور يعنې
Yes, I want to telephone a customer service representative to activate Windows په نښه کړئ او Next تڼۍ کليک کړئ، له لاندني شکل سره مخېږئ:
٥. په پورتني شکل کې Change Product Key تڼۍ کليک کړئ او ياده شوې CD-Key وليکئ لاندني شکل ته ځير شئ:
٦. د CD-Key تر ليکلو وروسته Update تڼۍ کليک کړئ او کمپيوټر له سره روښان کړئ.
د کمپيوټر تر روښانېدو وروسته Run يو ځلې بيا کليک کړئ او په نوموړې کړکۍ کې لاندني امر وليکئ:
د پورتني امر تر ليکلو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ، نوموړى د دې پخلى کوي چې نوې کيلي په برياليتوب سره ځاى پر ځاى شوې ده او وينډوز د چلاو وړ دى.
يادونه: پورتنۍ کړنې يوازې د XP وينډوز لپاره په کار واچوئ.