راليږونکی : رحيم الله قادري
ټليفونشميره: 0700360285
برېښناليکپته: rahim.qaderi2008@yahoo.com
سرليک: دونډوز سيون پاسورډ ماتول
نېټه: 28.08.2010 10:55
ګرانه نيکي هيلي مي ومنه:
د ويبلاګ چلوونکي غواړم يوه پوښتنه وکړم زه څنګه کولاي شم د ونډوز سيون 7 پاسورډ مات کړم پدي خاطر که چيري زه بل ونډوز ور انسټال کړم نو زما ټوله ډاټا له منځه ځي هغه ډاټا مي ټوله پر ډيسک ټاپ پرته ده.
ليکوال: افغانسافټ
ګرانه وروره نيکې هيلې مې ومنه، ځينې کسان د شوخۍ په ډول ورته پوښتنې کوي، ځينې نور بيا د ځانګړو اهدافو لپاره او ځينې ملګري بيا رښتيا هم د ورته ستونزي ښکار شوي وي، خداى دي وکړي چې ته به يو له يادوو شوو لومړنيو دوو هغه څخه نه يې، دا دى اوس ستا د پوښتنې د ځوابولو پر لور ګام پورته کوم، خو که له دې لارې څوک مهم او محرم کمپيوټرونه مات کړي زه يې مسووليت په غاړه نه اخلم، دا معلومات يوازې او يوازې د هغو کسانو لپاره چې د ورته ستونزو ښکار شوي وي د يوه مرستيال په توګه وړاندې کوم.
مخکې له دې چې د يوه کمپيوټر د شفر ماتولو په اړه کومه پرېکنده پرېکړه وکړئ لاندني ټکي په پام کې ولرئ، بايد ووايم که مو شفر هېر وي لاندنيو لارښوونو ته اړتيا نه ليدل کېږي، د شفر ماتولو پر لور ګام پورته کړئ، هغه مهال له نوموړو لارښوونو څخه کار واخلئ چې شفر مو په ياد وي او کمپيوټر ته نه شئ ننوتلاى.
١. ايا کيبورډ له کمپيوټر سره سم وصل دى؟
٢. د کيبورډ Caps Lock کيلي خو به نه وي وهل شوې، که نوموړې کيلي وهل شوي وي په کيبورډ کې يو وړوکى څراغ روښان وي، همداسې که نوموړې کيلي وهل شوې وي د شفر ليکلو په سيمه کې د نوموړي کيلي په اړه (Caps Lock is On) معلومات ليکلي وي.
٣. ځينې وختونه په يوه لوکل کمپيوټر کې څو بېلابېلې ژبې ځاى پر ځاى وي يعنې پښتو، فارسي او انګريزي، مګر په هر کمپيوټر کې انګريزي د هغه Default ژبه ټاکل شوي وي، ډيفالټ يعنې هغه ژبه چې د کمپيوټر په هره سيمه کې لومړى په هغې سره ليکنه پيلېږي، ځينو کسانو نوموړې ډيفالټ ژبه بدله کړې وي، پر درېيم ګام ايا دا معلومات لرئ چې د کومې ژبې له مخې شفر ليکئ؟
٤. يوه يوزر ته په غلط شفر ورکولو سره يعنې که نوموړى څو ځلې تکرار شي، بيا هم نه شئ کولاى کمپيوټر ته ننوزئ، ځکه د هر کمپيوټر يوزر يو امنيتي سيسټم لري، د نوموړې سيسټم له مخې هر يوزر داسې عيار شوى دى که څوک په غلطه توګه يو شفر څو ځلې تکرار کړي بايد کار پرېږدي ان دا چې بيا په سم او صحيح شفر هم نه ننوزي، پر داسې مهال به کمپيوټر بندوئ او څو شېبې به انتظار باسئ.
تاسو په خپله پوښتنه کې دا نه دي ويلي چې د Administrator شفر ماتول غواړئ او که د يوه ځانګړي يوزر، يو ټکى چې تاسو روښانه ليکلى هغه وينډوز ٧ دى، په نوموړي وينډوز کې Administrator اکاونټ غير فعال وي، برعکس نوموړى اکاونټ په اکسپي وينډوز کې فعال وي، داسې لارې چارې هم شته چې نوموړى اکاونټ فعال کړئ او د هماغې لارې څخه د خپل ځانګړې يوزر شفر له منځه يوسئ، په دې ځاى کې زه نه غواړم د Administrator د فعالولو پر لارو چارو وږغېږم، ځکه نوموړې لارې چارې د هغو کسانو لپاره چې د کمپيوټر سره پوره بلد نه وي ډيرې ستونزمنې دي.
د پورتنيو لارښوونو تر پوره غور څارلو وروسته که بيا هم ستونزه له منځه نه تله د شفر ماتولو لپاره يوه سافټوير ته اړتيا ليدل کېږي، نوموړى هغه بايد پر CD ثبت او کمپيوتر د نوموړې CD له لورې Boot شي، په همدې موخه لاندنۍ لارښوونې په پوره غور وڅارئ:
١. د Ophcrack په نامه سافټوير کمپيوټر ته کښته کړئ، د سافټوير کښته کولو لپاره لاندنۍ پيوند کليک کړئ:
Click here to download the OPHCRACK
د پورتني پيوند تر کليکولو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢. د پورتني شکل له مخې له دوو پيوندونو سره مخېږو، لومړى د اکسپي او دوهم د ويسټا او ٧ وينډوز لپاره ځانګړي شوي دي، دا چې تاسو د وينډوز ٧ د شفر ماتولو خبره کړې د پورتني شکل له مخې لاندنى يعنې دوهم پيوند کليک کړئ، د پيوند تر کليکولو وروسته د فايل لپاره يوه سيمه په نښه او بيا د Save تڼۍ کليک کړئ.
٣. د فايل تر کښته کولو وروسته نوموړى د Nero يا هم Ultra ISO چې CD ثبتوونکي سافټويرونه دي له لورې پر يوه تشه CD ثبت کړئ، يوه ټکي ته مو بايد پام وي چې نوموړى فايل پر ټيکله د ډاټا غوندې ثبت نه کړئ، که تاسو تر اوسه کوم Image فايل پر ټيکله نه وي ثبت کړئ د لارښود وروستنۍ برخه ولټوئ.
٤. د ټيکلې تر ثبتولو وروسته نوموړې يوه Bootable هغه بلل کېږي، چې له يوه وړوکي Operating System څخه برخمنه ده، د همدې CD له لارې مو کمپيوټر کټ مټ داسې Boot کړئ لکه يو وينډوز چې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کوئ.
٥. که کښته کړى Image فايل مو پر ټيکله په سمه توګه ثبت کړى وي له لاندني شکل سره مخېږئ:
٦. په پورتني شکل کې کوم بدلون مه راولئ څو شيبې انتظار وکړئ يا هم Enter کيلي کښېکاږئ تر څو کمپيوټر خپل پروسيس پيل کړي، د پروسيس تر پيلېدو وروسته کمپيوټر ځينې اړين فايلونه په کار اچوي تر څو له لاندني شکل سره مخېږئ:
کله چې کمپيوټر د پورتني شکل سره مخ شي Ophcrack دا هڅه کوي چې د هغو ټولو يوزرانو شفرونه لڅ کړي چې ستاسو په کمپيوټر کې يې موندلي دي، بايد وويل شي نوموړې کړنه په اتوماتيک ډول تر سره کېږي.
يو مهم ټکى چې بايد دلته په غور وڅارل شي ټول هغه يوزران دي چې په User او ټول هغه شفرونه دي چې په NT Pwd کالمونو کې غونډ شوي دي، که چېري د يوه ځانګړي يوزر د NT Pwd په کالم کې څه نه وي ليکلي يعنې تش پاتې وي دا معنا ورکوي چې د نوموړي يوزر شفر لا تر اوسه نه دى لڅ شوى او کار دوام لري، که د پاڼې وروستۍ برخې ته ځير شو د شفر موندنې په اړه چې کوم ګامونه اخيستل کېږي په څرګنده توګه ښکاري.
لکه څنګه چې تاسو په پورتني شکل کې وينئ د Administrator او Guest لپاره د NT Pwd په کالم کې empty ليکلى دى، دا خبره دا معنا ورکوي چې نوموړي يوزران شفر نه لري.
که پورتني شکل ته وګورو د يوزرانو په ليست کې يو يوزر د Tim په نامه لرو د هغه لپاره د NT Pwd په کالم کې applesauce ليکلى دى، دا خبره دا معنا ورکوي چې د نوموړي يوزر شفر applesauce دى.
٧. د Ophcrack له لورې چې کوم شفر درته په ګوته شو پر يو کاغذ وليکئ، او کمپيوټر مو له سره روښان کړئ، او د هغه شفر له لارې کمپيوټر ته ننوزئ.
Image ثبتولو ته يوه ځغلنده کتنه
١. Ultra ISO پرانيزئ.
٢. د نوموړي پر ټولبار د Burn CD/DVD Image تڼۍ کليک کړئ.
٣. د Image File په سيمه کې Image وټاکئ، يعنې که ذکر شوى فايل مو کمپيوټر ته کښته کړئ وي چې وړاندې پر وږغېدلو، نوموړى يو ISO Image بلل کېږي، د Image File په سيمه کې نوموړى فايل په نښه او بيا د Burn تڼۍ کليک کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
هيله ده پوښتنه دي ځواب شوې وي، ستاسو د برياليتوب په هيله