دوهمه برخه

 نيټ ورک ټوپالوژي

په نيټ ورک کې ټوپالوژي ترتيب يا اوډلو ته ويل کېږي دا ترتيب يا اوډون پر دوه ډوله دى Physical Topology  او  Logical Topology.

فزيکل ټوپالوژي د نيټ ورک د دباندنۍ برخې معلومات وړاندې کوي، د بېلګې په توګه سامانونه او بهرنى شکل يې او لاجيکل هغې ټوپالوژۍ ته ويل کېږي چې د نيټ ورک د دنننۍ برخې معلومات وړاندې کړي، لکه د ډاټا راکړه ورکړه.

 د فزيکل ټوپالوژي برخې

Bus Topology : يوه ډېره اسانه ټوپالوژي ده، په دې ډول نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې پر يوه ګډ کېبل تړل کېږي، همدې کېبل ته Bus وايي، د دې ټوپالوژي تر ټولو لويه ستونزه دا ده که په نوموړي کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو له ډلې څخه يوکار پرېږدي، نيټ ورک هم له کاره لوېږي، د دې ستونزې له امله دا ټوپالوژي اوس له منځه تللې ده.

 Network

 Star Topology : په دې ټوپالوژي کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوه کېبل له لارې د مرکزي HUB يا Switch سره تړل کېږي، د دې نيټ ورک ټول کمپيوټرونه او وسيلې خپل پيغامونه او سيګنالونه هب يا سويچ ته ورکوي، د هغو پيغامونو او سيګنالونو دنده د هب يا سويچ پر غاړه ده، په نننۍ نړۍ کې له دې ډول نيټ ورکه ډېر کار اخيستل کېږي، سټار ټوپالوژي د بس ټوپالوژي په پرتله ډېره  باور وړ ده، د يوه کمپيوټر د بندېدو پر مهال نه نيټ ورک ورانېږي او نه هم په نيټ ورک کې پر پاتې کمپيوټرونو څه اغېز غورځولاى شي.

 Network

 Ring Topology : په دې ټوپالوژي کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوې دايرې په بڼه سره تړلي وي، په همدې شکل پيغامونه او سيګنالونه له يوه کمپيوټره بل ته ځي، هر کمپيوټر د پيغام او سيګنال پر تر لاسه کولو او بل ته استولو پوره واکمن وي، د دې ټوپالوژي تر ټولو لويه ستونزه دا ده که يو کمپيوټر کار پرېږدي ټول کمپيوټرونه او وسيلې په ټپه درېږي او نيټ ورک هم کار پرېږدي اوس له دې ټوپالوژي څخه هم کار نه اخيستل کېږي.

 Network

 

 لاجيکل ټوپالوژي

لاجيکل ټوپالوژي د فزيکل ټوپالوژي د ډيزاين تفصيل بيانوي، د بېلګې په توګه:

١.  له کوم ډول نيټ ورک انټرفيس کارډه کار اخيستل کېږي؟

٢.  له کوم ډول کېبله کار اخيستل کېږي؟

٣.  د ډاټا ترلاسه کولو او استولو کار څنګه پر مخ ځي؟ دې ټولو کړنو ته لاجيکل ټوپالوژي ويل کېږي، چې په نيټ ورک کې ورته Network Architecture هم ويلاى شو.

 د لاجيکل ټوپالوژي څو مهمې برخې

Ethernet:  په پخوانيو نيټ ورکونو کې لويه ستونزه دا وه چې يوازې يوه کمپيوټر بل ته ډاټا استولاى شواى، که به بل کمپيوټر ورګډ شو ډاټا به سره ټکر Collision شوه، د دغې ستونزې د هواري په موخه په ١٩٧٣ ع کال کې باب ميټ کالف Ethernet اختراع کړ، د هغه بنسټ يې IEEE802.3  معيار وټاکه.
نوموړى د Institute of Electrical and Electronics Engineers لنډيز دى دا يوه داسې اداره ده چې اقتصادي ګټې نه کوي خو په ١٥٠ هيوادونو کې ٣٦٥٠٠٠ څانګې لري، د دغې ادارې تر ټولو لوى کار د انجنيرۍ د حوالو دى، د کمپيوټر نيټ ورکنګ پر نوموړي ادارې (802 Project) لورولى دى، د دې پروژې موخه د لوکل اريا نيټ ورک په جوړښت کې د پروتوکولونو او امرونو لپاره معيار ټاکل دي.

 Data: ايدرنيټ د ډاټا په لېږنه کې له CSMA/CD لارې څخه کار اخلي،
 
CSMA/CD چې د Carrier Sense Multiple Access/Collision Detection لنډيز دى، دا برخه له هر کمپيوټر سره پر تړل شوي کېبل د ډاټا د شته والي احساس کولاى شي، که پر کېبل د ډاټا لېږدونه روانه وي، هېڅ کمپيوټر کافي ډاټا نه شي رسولاى، هغه سترګې پر لار کمپيوټر چې غواړي ډاټا واستوي په دې پوهېږي چې کېبل خالي شو يعني پر کېبل د ډاټا لېږدونه پاى ته ورسېده، بيا ډاټا استولاى شي.

 Ethernet Speed: ايدرنيټ ډاټا د سيريال نمبر په بڼه استوي، يعنې له ډاټا څخه نمبر جوړوي او استوي يې، تر رسېدو وروسته يې په خپله بڼه اړوي، له دې امله پر يوه وخت يو بيټ ډاټا استولاى شي، نوموړى درې ډوله سرعت لري:

١.  په ثانيه کې ١٠ ميګابيټه ډاټا استوونکي نيټ ورک ته Ethernet وايي.

٢.  په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه ډاټا استوونکي نيټ ورک ته Fast Ethernet  وايي

٣.  په ثانيه کې ١٠٠٠ ميګابيټه ډاټا يا زياتې ډاټا استوونکي نيټ ورک ته  Mega Bit Ethernet ويل کېږي.

 Ethernet Name:  د Ethernet Topology نوم د يو ځانګړي انداز له مخې ټاکل کېږي، تر ټولو مخکې لومړى د هغه سرعت، په دويم پړاو کې يې د سيګنال رسولو لار، وروسته يې د ګډ غځېدلي کېبل د ډول لپاره يو تورى (حرف) ليکل کېږي. د بېلګې په ډول: 10BASE5

د Ethernet په نامه کې ١٠ د ډاټا رسولو سرعت (يعنې په ثانيه کې ١٠ ميګابيټه) Base د سيګنال رسولو (Baseband) لار او ٥ د ګډ غځېدلي کېبل تر ټولو لويه فاصله ٥٠٠ متره ښيي.

 د Ethernet ډولونه

د Ethernet  ټوپالوژي مهم ډولونه په لاندې ډول دي:

ټوپالوژي

مهمې ځانګړتياوې

10Base2

د دې ګډ کېبل اوږدوالى تر ١٨٥ مترو پورې جوړېداى شي، دې تهThinnet ويل کېږي، له دې نيټ ورکه تر ډېره بريده کار نه اخيستل کېږي.

10Base5

د دې ګډ کېبل اوږدوالى تر ٥٠٠ مترو پورې جوړېداى شي، دې ته Thicknet ويل کېږي، له دې نيټ ورکه هم تر ډېره بريده کار نه اخيستل کېږي.

10BaseT

د دې لپاره ټووسټيډ پير کېبل کارېږي، دغه کېبل څلور لينه يعنې دوې جوړې لري.

10BaseF

د دې لپاره فايبر اپټېک کېبل کارېږي.

100BaseT

دې ته Fast Ethernet هم ويل کېږي او کېبل يې د Cat5 په نامه يادېږي.

1000BaseT

دې ته Giga Bit Ethernet  ويل کېږي، په ټووسټيډ کېبل کې څلور جوړې لينونه موجود وي او کېبل يې د Cat5 يا Cat6 په نامه يادېږي.

 Frame:  ايدرنيټ نيټ ورک ډاټا د فريم په بڼه استوي، د فريم تر ټولو کمه اندازه ٦٤ بايټه او تر ټولو لويه يې  ١٥١٨ بايټه ده، فريم په استونه کې ١٢ بايټه له سرچينې (Source)، ٢ بايټه له منزله (Destination)  او ٤ بايټه له CRC څخه کاروي، د دغو ١٨ بايټونو سره د ډاټا اندازه ١٥٠٠ بايټه راځي.
CRC دCyclic Redundancy Check لنډيز دى، د ډاټا لېږدونې پر وخت د احتمالي ورانيو د پيښېدو پوښتنه کوي، کله کله د ډاټا پر سيګنال د ورانيو امکانات پيدا کېږي

Token Ring:  ايدرنيټ ډاټا د CSMA/CD له لارې ډېره په اسانۍ استولاى شي، خو که پر ګډ غځېدلي کېبل د کمپيوټرونو شمېر زيات شي د CSMA/CD کار اغېزمن کېږي، چې وروستۍ پايله يې نه شي تر لاسه کېداى، د دې ستونزې د هواري په موخه IEEE  او  IBM  دواړو په ګډه په نيټ ورکنګ کې يو بل معيار وټاکه او هغه ته يې د IEEE802.5 Token Ring  نوم ورکړ.

 په دې ډول نيټ ورک کې د ډاټا لپاره يو ځانګړى بنډل شته چې Token ورته ويل کېږي، دا ټوکن په نيټ ورک کې ټولو کمپيوټرونو ته ځي او راځي، يو کمپيوټر چې ډاټا بل ته استوي هغه د ټوکن انتظار باسي، کله چې يې ټوکن وموند راګرځوي يې او د ډاټا استول پيلوي، د ډاټا له بشپړېدو سره سم ټوکن خوشي کوي. په داسې کړنو کې د ډاټا ترمنځ کوم ټکر نه راځي کېږي، ځکه هر کمپيوټر خپله ډاټا رسولاى شي، که پر يوه وخت ډېر کمپيوټرونه د ډاټا لېږدول پيل کړي يو له بل سره د ډاټا په تر لاسه کولو کې ځنډ پېښېږي.

FDDIچې د Fiber Distributed Data Interface  لنډيز دى نوموړى نيټ ورک هـــم د Token Ring نيټ ورک چې پـر هرکمپيوټر د ډاټا پر لېږدونه د ټوکن انتظار کوي په بڼه دى، توپير يې دا دى چې FDDI د منځنۍ واسطې لپاره فايبر اپټېک کېبل کاروي.

د فايبر اپټېک کېبل له لارې تر ١٠٠ کيلو مترو پورې د ډاټا لېږدونه تر سره کېږي، په ثانيه کې د ١٠٠ ميګابيټه ډاټا د استولو اسانتيا د لومړي ځل لپاره FDDI منځ ته راوړې، په دې نيټ ورک کې د سره تړل شوو دوو کمپيوټرونو واټن بايد دوه کيلو متره وي.

FDDI پر دوه ډوله کارېږي لومړى يې Class A او بل يې Class B دى، په Class A کې دوه Token Ring موجود وي، ټول کمپيوټرونه او وسيلې هغوى دواړه جوړه کاروي، که د يوې خرابۍ په وجه يو ټوکن کار پرېږدي، بل يې کار پيلوي، دا نيټ ورک هېڅکله تر کوم اغېز لاندې نه راځي. او په Class B کې يوازې يو ټوکن موجود وي.

 ATM

اې ټي ايم د Asynchronous Transfer Mode لنډيز دى، دا يوه نوې ټيکنالوژي ده چې دPackets Switching   او Multi Flexing څخه کار اخلي. دا ټيکنالوژي د اواز، ويډيو، يا ډېرې درنې ډاټا د لېږلو لپاره يوه ښه او باور وړ سرچينه ده.

اې ټي ايم ډاټا د يوه بنډل په بڼه چې ټول بنډلونه يې سره مساوي وي استوي، هر بنډل ته Cell ويل کېږي، د هر Cell اندازه ٥٣ بايټه وي، په هر Cell کې ٥ بايټه ضروري معلومات او ٤٨ بايټه د ډاټا لپاره ټاکل شوي وي.

اې ټي ايم د ډېر تېز سرعت څښتن دى، د هغه تر ټولو لږ سرعت په ثانيه کې ٢٥ ميګابيټه او تر ټولو تيز يې ١.٥ ګيګابيټه دى.

 د ATM ګټې او زيانونه

١.  نوموړى ډېره درنه ډاټا په ډېر تېز سرعت سره لېږدولاى شي.

٢.  نوموړى د موجوده ټليفون نظام بدلوي.

٣.  نوموړى د Cell د ځانګړي جسامت په وجه د ډاټا  Encryption په ډېره اسانۍ سره کوي، Encryption هغې کړنې ته ويل کېږي چې له ډاټا څخه نه لوستونکى بنډل جوړوي، له دې کاره يې موخه دا ده چې څوک يې غلا نه کړي، هدف ته تر رسېدو وروسته نوموړې ډاټا بيرته Decryption کېږي اوخپله لومړنۍ بڼه غوره کوي.

٤.  نوموړى نيټ ورک له Ethernet نيټ ورک او Token Ring نيټ ورک سره يو ځاى کېداى شي.

٥.  نوموړى نيټ ورک ډېر ګران لوېږي.

٦.  نوموړى نيټ ورک جوړول او ورڅخه کار اخيستل د بل هر نيټ ورک په پرتله ډېر پېچلى دى.

 د دوهمې برخې پاى