مادربورډ د کمپيوټر د نورو پرزو په پرتله ډېر لږ له ستونزو سره مخېږي، ما ځينې داسې کسان ليدلي چې کمپيوټر ته ستونزه له نورو پرزو پېښه وي خو دوى مادربورډ خراب بولي، په همدې موخه لومړى بايد ستونزه ولټول شي وروسته يې د هواري په اړه ګامونه پورته کړل شي، مخکې له دې چې د مادربورډ په اړه کومې پرېکنده پرېکړي ته ورسېږئ لاندني ټکي په پام کې ونيسئ:
د کمپيوټر د بوټولو (Bootable) سيسټم چې عبارت دي له مادربورډ، پروسيسور، کافي اندازه ريم، يو ګرافيکي کارډ او يو ډرايو چې بوټ شي بايد موجود وي، که له ذکر شوو شيانو څخه يو کم وي کمپيوټر پوره کار نه کوي.
پورتني ذکر شوي شيان بايد په سمه توګه نصب وي، د يوه رنځور کمپيوټر د رنځ معلومولو پر مهال له ډېر دقت څخه کار واخلئ د نوموړې هره پرزه په جلا جلا توګه بېله او بيرته يې نصب کړئ، تر څو ستونزې لرونکې پرزه په ګوتو درشي، همداسې ټول Jumper Settings په سمه توګه چيک او معاينه کړئ، له مادربورډ سره مل لارښود چې د يوه کوچني کتاب بڼه لري وګورئ داهم بايد وويل شي که پر بايوس Setup مو ځينې بدلونونه پياده کړي وي له سره يې Default کړئ.
پاورسپلاى بايد کومه ستونزه و نه لري، که مو د کمپيوټر پاورسپلاى جوړ کړى وي (موخه مو هغه پاورسپلايانې دي چې يو ځلې وسوځول شي وروسته بيا د کمپيوټر ترميموونکو له لورې له سره ورغول شي) يا مو هم نوې هغه په کې تړلې وي، ښايي د نه کارکولو وجه يـــې همدا وې چې پوره به يې نه شي چلولاى په ټوليز ډول يوه پاورسپلاى له ٢٥٠ څخه بيا تر ٣٠٠ واټو پورې برېښنا ته اړتيا لري.
بايوس وګورئ چې Update غواړي که يا، نوموړى د کمپيوټر بنسټيز توکى بلل کېږي، په ځينو مادربورډونو کې بدلېږي او په ځينو نورو کې بيا تازه Update کېږي، ښه به دا وي چې د انټرنيټ پر پـــاڼه د خپل کمپيوټر د بايوس د تازه کولو په اړه معلومات تر لاسه کړئ..
کيبورډ بايد کومه ستونزه و نه لري، ځينې وختونه د کمپيوټر روښانولو پر مهال د کيبورډ د نه شتون له پيغام سره مخېږئ، نوموړى پيغام دا معنا ورکوي چې يا کېبورډ له کمپيوټر سره وصل نه دى، يا کېبورډ د کار جوګه نه دى او يا هم د کېبورډ پورټ کار نه وي، که مو کمپيوټر له ورته ستونزې سره مخ وي د پورتنۍ لارښوونې له مخې ګام پورته کړئ او که نه وي دا احتمال شته چې نوى مادربورډ رانيسئ او د زاړه هغه پرځاى يې نصب کړئ.
مادر بورډ بايد د CMOS ستونزې ونه لري، پر ځينو ځانګړو وختونو د نوموړي د پاکولو اړتيا موجوده وي، يعنې که د CMOS شفر مو کمپيوټر ته ورکړى او بيا هېر وي، يا ځينې وختونه مو پر بايوس داسې بدلونونه پياده کړي وي چې د نوموړو په وجه کمپيوټر سم نه روښانېږي همدا لار ګټوره ده، د ځينو مادربورډونو CMOS په اسانۍ سره نه شي پاکېداى، خو په نننيو عصري مادربورډونو کې دا ستونزې تر ډېره کمې دي، د CMOS پاکولو لپاره څو لارې شته، ځينې مادربورډونه د CMOS د پاکولو لپاره يو Jumper Setting لري چې د نوموړى په څو شېبو ليري کولو سره CMOS پاکېږي، ځينې مادر بورډونه بيا داسې وي چې د نوموړي تر ليري کولو وروسته به کمپيوټر روښانوئ وروسته به BIOS Setup ته ننوزئ او بيا به يوه پړېکړه کوئ، هغه مادر بورډونه چې روښانېده نه غواړي يوازې د څو شېبو لپاره يې Jumper له ځايه بېځايه کړئ، د بطرۍ په ليري کولو سره هم CMOS پاکېږي، خو دا کړنه يو څه ستونزمنه ده له کمپيوټره بطرۍ ليري کول له يوې دقيقې څخه نيولې بيا تر پنځو دقيقو، يا هم ٢٤ ساعته يا هم دوې درې ورځې انتظار غواړي چې CMOS يې په بشپړه توګه پاک شي، يوه بله لار هم شته له مادربورډه بطرۍ ليري کړئ مثبت او منفي ځايونه يې د يوه تار په وسيله يو له بل سره ونښلوئ دا کړنه د ١٥-٣٠ ثانيو په اوږدو کې تر سره کړئ وروسته بطرۍ بيرته خپل ځاى ته واچوئ.
د يوه کمپيوټر وخت او نېټه يې بايد فعاله وي، ځينې وختونه په مادربورډ کې لګېدلې بطرۍ خپل عمر خوړلى وي، له همدې امله نه شي کولاى د کمپيوټر وخت او نيټه فعاله وساتي، د ورته ستونزې د ليري کولو په موخه د زړې بطرۍ پر ځاى نوې هغه نصب کړئ.
هڅه وکړئ هر څه د ډېر احتياط له مخې تر سره کړئ، په مادربورډ کې پروسيسور، رېم يا هم د هارډ ډيســـــــــک او
CD-ROM کېبلونه لګول بايد په ډېـــــر احتياط تر سره شي، پر داسې مهال لږه بې غوري کيداى شي زوړ مادربورډ مو په نوي هغه بدل کړي، په مادر بورډ کې په بې غورۍ سره د توکو تړل د هغه په ژوند د لوبو کولو په معنا دي، نوموړى په دې ډول Losing پيدا کوي او له کاره لوېږي.
ژباړه: بهرنۍ سرچينې