د ٢٠١٠ ايکسل د فورمولونو په دوهمه برخه کې د هغه د اپريټرونو او د کارولو پر تخنيک وږغېدو، په دې برخه کې غواړم د نوموړو اپريټرونو د لا روښانتيا په خاطر ټول هغه نوموړي چې په ياده شوې برخه کې تر بحث لاندې نيول شوي په عملي توګه در وپېژنم. د يادونې وړ ده په روانه برخه کې د پنځو اپريټرونو يعنې جمع، تفريق، تقسيم، ضرب او طاقت چې د ايکسل په لومړۍ برخه کې تشرېح شوي دي له بيا څېړلو څخه ډډه کوم.
Percent (فيصدي) اپرېټر
داسې وګڼئ د درملو يو شرکت له ټولو درملتونونو څخه غوښتنه کوي چې د ياد شوي شرکت يوه ښيښه Ampicillin درمل په ١٢٠٠ افغانۍ وپلورئ او ٣ فيصده ګټه تر لاسه کړئ، که يو درملتون د نوموړي شرکت يوه ښيښه ياد شوى درمل په ١٢٠٠ افغانۍ وپلورې شرکت به څومره ګټه ورکړي؟ په همدې موخه په B4 کې 1200 او په B5 کې 3 وليکئ، ورپسې په B6 کې لاندنى فورمول وليکئ او لاندني شکل ته ځير شئ:
=B4*B5%
دوهم ډول يې: په B4 کې 1200 او په B5 کې %3 وليکئ ورپسې په B6 کې لاندنى فورمول وليکئ او لاندني شکل ته ځير شئ:
=B4*B5
نوموړى فورمول يوازې په يوه سيل کې هم تر سره کېږي، په B4 کې لاندنى فورمول وليکئ او لاندني شکل ته ځير شئ:
=1200*3%
له پورتنيو فورمولونو څخه په ډاګه شوه چې د درملو شرکت بايد نوموړي درملتون ته ٣٦ افغانۍ ګټه ورکړي.
Concatenation اپريټر
Concatenation اپرېټر د دوو ليکنو يا قيمتونو د يو ځاى کولو په موخه کارېږي، په همدې موخه په B4 کې Ahmad او په B5 کې Mahmood وليکئ، په B6 کې لاندنۍ فورمول وليکئ او لاندني شکل ته ځير شئ:
=B4&B5
د انګريزي ژبې د جوړښت له مخې بايد د دوو نومونو تر منځ فاصله موجوده وي، که پورتني شکل ته وګورو د احمد او محمود نومونو تر منځ کومه فاصله نشته، وجه يې دا ده چې موږ کومه فاصله نه ده کارولې، په همدې موخه B4 سيل بېرته په نښه کړئ او د F2، ورپسې د فاصلې (Space) او بيا Enter کيلۍ کښېکاږئ لاندني شکل ته ځير شئ:
که وګورو په پورتني فورمول کې د سيلونو دوې مرجع ګانې يعنې B4 او B5 قيد شوي دي، همدې کړنې ته
Cell Reference ويل کېږي، نوموړى فورمول په يوه سيل کې هم تر سره کېداى شي لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ
=”Ahmad “&”Mahmood”
نوموړى اپرېټر نه يوازې دا چې د ليکنې لپاره کارېداى شي، بلکې قيمتونه هم سره يو ځاى کولاى شي، د بېلګې په توګه په B4 کې 123 ، په B5 کې 456 وليکئ او په B6 کې لاندنى فورمول وليکئ او لاندني شکل ته ځير شئ:
=B4&B5
که مو د ايکسل دوهم لوست په غور لوستى وي، د Concatenation اپرېټر په اړه يوه يادونه شوې وه، هغه دا چې که د نوموړي اپرېټر له لارې دوه قيمتونه يو ځاى شي په Text String پېژندل کېږي، که پورتني شکل ته ځير شو د B6 بڼه له B4 او B5 سره توپير لري، وجه يې دا ده چې Concatenation اپرېټر د B6 قيمت د Text فارمټ له مخې ډېزاين کړى دى، ځکه ايکسل د خپل ذاتي جوړښت له مخې يوه ليکنه د سيل په کېڼ اړخ کې او قيمت په ښې اړخ کې ږدي لاندني شکل ته ځير شئ:
د پورتنۍ خبرې په تاييد Concatenation اپرېټر هم خپله پايله د ليکنې په څېر د سيل په کېڼ اړخ کې ښودلې ده، اوس خبره دا ده کوم قيمتونه چې د ليکنې په بڼه ډېزاين شوي وي د ايسکل په ډېرو فنکشنونو کې ردېږي، خو په ځينو فورمولونو کې بيا د قبول وړ وي، لاندني شکل ته ځير شئ د B6 پر قيمت ٢ جمع شوې دي:
که Concatenation اپرېټر د دوو ليکنو د يو ځاى کولو په موخه کاروئ او د سيلونو کومه مرجع نه قيدوئ، دواړې ليکنې په Quotes مارکونو کې دننه وليکئ لکه دا لاندنى فورمول:
=”Ahmad “&”Mahmood”
او که يې د دوو قيمتونو د يو ځاى کولو په موخه کاروئ بيا د Quotes مارکونو اړتيا نه ليدل کېږي:
=123&456
همداسې نوموړي اپرېټر يوازې د دوو ليکنو د يو ځاى کېدو په موخه نه کارېږي بلکې ډېرې ليکنې هم يو ځاى کولاى شي، د بېلګې په ډول دا لاندنى فورمول:
=”Ahmad “&”Mahmood “&”Nasim “
Logical Comparison اپرېټرونه
Logical Comparison اپرېټرونه د پرتلې په موخه کارېږي او د يوه بريد له مخې پرتله يېزه کړنه تر سره کوي، نوموړي پر ډېرو ډولونو کارېږي چې دلته يې يوازې يو ډول (جمع) تر بحث لاندې نيسو، که لاندنيو بېلګو ته ځير شئ ټول پرتله يېز اپرېټرونه په کار اچول شوي او بريد يې ٨٠٠ ټاکل شوى دى.
Equal to (=)
پورتنى اپرېټر د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې برابر يا په بل عبارت مساوي قيمتونه جمع کوي لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,”=800”)
Greater than (>)
پورتنى اپرېټر د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې لوړ قيمتونه جمع کوي لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,">800")
Greater than or equal to (> =)
پورتني اپرېټرونه د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې لوړ يا مساوي قيمتونه جمع کوي، د يادونې وړ ده که نوموړى اپرېټر په ليست کې ٨٠٠ ونه مومي يوازې لوړ قيمتونه او که ٨٠٠ هم موجود وي بيا دواړه جمع کوي، لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,">=800")
Less than (<)
پورتنى اپرېټر د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې ټيټ قيمتونه جمع کوي لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,"<800")
Less than or equal to (< =)
پورتني اپرېټرونه د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې ټيټ يا مساوي قيمتونه جمع کوي، د يادونې وړ ده که نوموړى اپرېټر په ليست کې ٨٠٠ ونه مومي يوازې تيټ قيمتونه او که ٨٠٠ هم موجود وي بيا دواړه جمع کوي، لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,"<=800")
Not equal to (< >)
پورتني اپرېټرونه د ټاکلي بريد (٨٠٠) له مخې نامساوي قيمتونه جمع کوي، يعنې پرته له ٨٠٠ څخه نور ټول قيمتونه جمع کوي، لاندني فورمول او شکل ته ځير شئ:
=SUMIF(C3:C15,"<>800")
پاى