دوهمه برخه

په روانه برخه کې د ايکسل پر ځينو بنسټيزو توکو چې عبارت دي له Operators څخه ږغېږو، يو Operator د فورمول بنسټيز توکى بلل کېږي او په ځان کې يو Symbol دى چې يوه ځانګړې کړنه تر سره کوي، لاندني جدول ته ځير شئ:

Symbol

Operator

  +

 Addition   جمع

  -

 Subtraction   تفريق

  /

 Division  تقسيم

  *

 Multiplication ضرب

  %

 Percent  سلنه (فيصدي)

  &

 Text Concatenation  لړ، سلسله يا په بل عبارت د (او) په معنا

  ^

 Exponentiation طاقت

  =

 (Logical Comparison (Equal to  مساوي، برابر

  >

 (Logical Comparison (Greater than  غټه يا لوړه شمېره

  <

 (Logical Comparison(Less than  ټيټه يا کوچنۍ شمېره

  >=

 (Logical Comparison (Greater than or equal to  لوړه يا مساوي شمېره

  <=

 (Logical Comparison (Less than or equal to  ټيټه يا مساوي شمېره

  <> 

 (Logical Comparison (Not equal to  ضد، نابرابره شمېره

په حقيقت کې Percent  اپرېټر نه بلل کېږي، مګر نوموړى په ايکسل کې د يو فنکشن په ډول کار تر سره کوي، که د يو قيمت په وروستۍ برخه کې وليکل شي نوموړى قيمت پر سلو وېشي او ياد شوى سيل هم د Percent له مخې فارمټوي. همدا ډول ايکسل د اپريټرونو له يوه بل ټولګي څخه هم برخمن دى، نوموړي ته Reference Operators ويل کېږي چې د سيلونو مرجع ګانې قيدوي او په کار يې اچوي، لاندني ليست ته وګورئ:

Symbol

Operator

  : (Colon)

 Range د دوو مرجع ګانو تر منځ و ټولو پرتو سيلونو ته يوه مرجع ټاکل

  , (Comma)

 Union د بېلابېلو سيلونو يا رېنجونو مرجع ګانې په يوه مرجع کې قيدول

  (Single Space)

 Intersection د دوو مرجع ګانو و سيلونو ته يوه مرجع زېږول

اپريټرونه او د کارولو تخنيک يې

په لاندنيو فورمولونو کې د اپريټرونو د تخنيک په اړه ږغېږو

لاندنى فورمول دوې ليکنې چې هره يوه په Quotes  مارکونو کې نيول شوي يو ځاى کوي او د دواړو څخه نوې ليکنه چې (ahmad-23) ده زېږوي:

=”AHMAD-“&”23”

لاندنى فورمول د A1  او  A2 سيلونو ليکنې يو ځاى کوي:

=A1&A2

په عادي توګه Concatenation  اپريټر د دوو ليکنو د يو ځاى کولو په موخه کارېږي، مګر نوموړى د دوو قيمتونو لپاره هم کاريداى شي، د بيلګې په توګه د پورتني فورمول له مخي که په A1 کې 123 او په A2 کې 456 ليکلي وي پورتنى فورمول به د دواړو قيمتونو په يو ځاى کولو سره داسې 123456 وليکي، د يادونې وړ ده په دې ډول چې کومه ليکنه په لاس راځي نوموړې Text String بلل کېږي، که ياد شوى String د رياضي په يو فورمول کې په کار واچول شي ايکسل به له نوموړي سره د يوه قيمت له مخې چلند وکړي يعنې په نمبر به يې وپېژني، مګر ډېرى د ايکسل نور فنکشنونه به نوموړى رد کړي ځکه دى همداسې ډيزاين شوى دى.

لاندنى فورمول به ٦ د ٣ په طاقت ضرب کړي او پايله به ٢١٦ وښيي:

=6^3

د ايکسل يو بل ښه والى دا دى چې د ورته فورمولونو لپاره د يوه سيل مرجع هم په کار اچولاى شئ نوموړي کړنې ته يې Cell Reference ويل کېږي، په A1 سيل کې 6  او په يوه بل سيل کې لاندنى فورمول وليکئ: د لاندني فورمول له مخې به د A1 قيمت چې 6 په کې ليکلي دي د ٣ په طاقت ضرب شي.

=A1^3

لاندنى فورمول به د ٢١٦ مکعب جزر په لاس در کړي چې پايله يې ٦ ده

=216^(1/3)

د لاندني فورمول له مخې که د A1 قيمت د A2  تر هغه ټيټ وي، True  او که نه وي False ليکل کېږي:

=A1<A2

Logical Comparison Operators د يوې ليکنې لپاره هم کارېداى شي، يعنې که په A1 کې Alpha او په A2 کې Gamma وليکئ پايله به True  تر لاسه کړئ، ځکه Alpha د انګريزې الفبا د جوړښت له مخې تر Gamma وړاندې راځي.

لاندنى فورمول به هغه مهال True وليکي که د A1 قيمت د A2  تر هغه ټيټ يا ور سره برابر وي او که لوړ وي False  ليکل کېږي:

=A1<=A2

لاندنى فورمول به هغه مهال True وليکي که د A1 قيمت د A2  له هغه سره برابر نه وي او که برابر وي False ليکل کېږي:

=A1<>A2

بل پلو ايکسل په ځان کې د AND  او  OR لپاره ځانګړي اپريټرونه نه لري، د نوموړو لپاره د هغه له فنکشنونو څخه کار اخيستل کېږي، د بيلګې په توګه لاندنى فورمول به هغه مهال True وليکي که په A1 سيل کې 100 يا هم 1000 وليکل شي:

=OR(A1=100,A1=1000)

دا لاندنى وروستى فورمول به هغه مهال True وليکي که A1 او A2 سيلونه دواړه تر ١٠٠ ټيټ قيمتونه ولري:

=AND(A1<100,A2<100)

لېندۍ په فورمول کې

په فورمول کې ليندۍ کارول تر ډېره بريده د محاسبې کنټرول په لاس کې اخلي، د ايکسل په لومړۍ برخه کې هم په دې اړه ږغېدلي يو، لاندنى فورمول د دريو نومول شوو سيلونو لپاره ليکل شوى دى:

=Income-Expenses*TaxRate

د پورتني فورمول له مخې غواړو د Income له قيمت څخه د Expenses قيمت منفي کړو او پايله يې د TaxRate له قيمت سره ضرب کړو، په همدې موخه که پورتنى فورمول په کار واچوو پايله يې غلطه په لاس راځي، ځکه ايکسل پر لومړي ګام د Expenses قيمت د TaxRate له قيمت سره ضربوي او پر دوهم ګام کومه پايله چې يې په لاس راوړې د Income  له قيمت څخه منفي کوي.  که د پورتني فورمول پر ځاى لاندنى هغه وليکو پايله يې سمه په لاس راځي:

=(Income-Expenses)*TaxRate

که ځان د لينديو (Operator Precedence) له کارولو سره اشنا کړئ ښايي ډيرې پرتې ستونزې له منځه يوسئ، د يادونې وړ ده ايکسل د لاندني جدول له مخې محاسبه تر سره کوي، يعنې ضرب ته پر تقسيم او جمع ته پر تفريق لومړيتوب ورکوي:

Symbol

Operator ن

  Colon (:), Comma(,), Space

 ربطي اپريټرونه

  _

 رد

 %

 سلنه (فيصدي)

 ^

 طاقت

 * and /

 ضرب او تقسيم

 + and -

 جمع او تفريق

 &

 لړ، سلسله يا په بل عبارت د (او) په معنا

 =, <, >, <=, >=, and <>

 پرتله، مقايسه

 لاندنيو شکلونو ته ځير شئ چې لومړى يې غلطه او دوهم يې سمه پايله ښيي:

 

 

 په لېنديو کې لېندۍ (Nested Parentheses)

نوموړي عبارت دي له هغو لېنديو څخه چې د نورو لېنديو په غېږ کې ليکل شوي وي، کله چې يو فورمول په لېنديو کې نورې لېندۍ ولري ايکسل تر هر څه مخکې په دننه لېنديو کې نيول شوي قيمتونه محاسبه کوي، لاندني فورمول ته ځير شئ:

=((B2*C2)+(B3*C3)+(B4*C4))*B6

پورتنى فورمول د خپلو لېنديو له مخې پر څلورو برخو چې درې برخې په کې Nested بلل کېږي وېشلى دى ، ايکسل تر هر څه مخکې هره Nested برخه په جلا جلا توګه محاسبه کوي او بيا درې سره برخې جمع کوي چې وروسته يې د B6 د قيمت له مخې ضربوي لاندني شکل ته ځير شئ:

 

 په فورمولونو کې ازادې او خپلواکې لېندۍ کارول تر ډېره بريده ښه خبره ده، يو پلو نوموړې لېندۍ د محاسبې ترتيب او نظم ټاکي بل پلو د فورمول لوستل اسانه کوي، د بېلګې په توګه لاندني فورمول ته ځير شئ:

=A1*A2+1

پورتنى فورمول د A1 قيمت له A2 سره ضربوي او 1 پر جمع کوي، د ايکسل د محاسبې د ترتيب له مخې په پورتني فورمول کې د لېنديو کارولو اړتيا نه ليدل کېږي ځکه نوموړى د ياد شوي ترتيب له مخې ضرب ته پر جمع لومړيتوب ورکوي،  که د پورتني فورمول پر ځاى لاندنى هغه وليکو ډېره ښه خبره ده، د دواړو فورمولونو پايلې يو ډول دي:

=(A1*A2)+1

هره پيلېدونکې ليندۍ بايد وروستۍ لېندۍ ولري، که د لېنديو په غېږ کې ګڼ شمېر نورې (Nested) لېندۍ ولرئ، هره لېندۍ د خپل رنګ له مخې پېژندل کېږي، يعنې ايکسل په دې اړه ستاسو پوره مرسته کوي او د لېنديو هره جوړه تر تړلو وروسته په يوه رنګ در پېژني پر دې برسېره نوموړي د تړلو پر مهال Bold کوي هم.

ځينې وختونه که په يو فورمول کې غلطي لېندۍ ليکل شوي وي له يو پيغام سره مخېږئ چې لېندۍ مو اصلاح کړئ لاندني فورمول ته ځير شئ:

=((A1*A2)+(B1*B2)

ما په پورتني فورمول کې وروستنۍ لېندۍ قصدا پرې ايښې ده، تر څو له يو پيغام سره مخ شم لاندني شکل ته ځير شئ:

 

 د Yes  تڼۍ په کليکولو سره ليکلى فورمول اصلاح کېږي، خو يوه خبره ياد ولرئ هغه دا چې ايکسل هر وخت يو غلط ليکل شوى فورمول نه شي اصلاح کولاى، که څه هم د اصلاح کولو په موخه پورتني شکل ته ورته يو پيغام در کړي خو اصلاح يې له يوه اجراکوونکي فورمول سره ډېر توپير لري، له همدې امله له ډېر احتياط څخه کار واخلئ!.

د يادونې وړ ده اعشاريوي فورمولونه د ډېر احتياط له مخې وليکئ، د بيلګې په توګه که د 140 قيمت د 7.5 فيصدۍ له مخې محاسبه کول غواړئ فورمول په لاندنۍ بڼه وليکئ او ورپسې لاندني شکل ته ځير شئ:

=A1*0.075

 

 د يوه قيمت د فيصدۍ ټاکنې تر ټولو ښه لار دا ده چې د نوموړي قيمت لپاره د اعشاريوي فورمول پر ځاى د هغه تر څنګ په پراته سيل کې د هغه فيصدي وليکئ او د نوموړي سيل مرجع په فورمول کې په کار واچوئ، ياد شوى ډول پر Worksheet د بدلونونو پلي کول تر ډېره بريده اسانوي لاندني شکل ته ځير شئ:

 

 د دوهمې برخې پاى