ليکوال: زاهد شرجيل
ژباړه: عبدالله هنرمل

پاملرنه: ګرانو کتونکو د نيټ ورکنګ په برخه کې خپرېدونکي مواد ټول په کندهار کې نارنج خپرندويي ټولنې د کتاب په بڼه چاپ کړي دي او حقوق يې له نوموړې ټولنې سره محفوظ دى هيڅوک نه شي کولاى له دې ځايه يې په کاپي کولو سره د کتاب په بڼه چاپ کړي.

د سريزې پر ځاى

 د چا خبره:

لا به ډېر ګلونه واشي په دې باغ کې

د ګلزار د سپړېدلو يې اغاز دى

زه وياړم او ډېر خوښ يم چې د ادب پر پښتني اسمان د نورو ستورو تر څنګ دا ستورى هم چې له ځلا يې يوازې افغانان بې برخي وځلېږي.

کمپيوټر چې د اوسنۍ نړۍ يو له پر مختللو وسيلو څخه ګڼل کېږي، (د چا خبره هر څه کمپيوټري شول) يوازې خړ پښتانه ځينې بې برخې دي، د کمپيوټر نوم خو اوس دومره عادي شوى چې هر څوک ور سره اشنا دى، ما ځينې داسي کسان هم وليدل چې کمپيوټر يې نه پېژانده خو له نامه سره يې بلا ډېر اشنا وه، آن دا چې د يوه هېښوونکي منظر د نسب سلسله يې له کمپيوټر سره تړل.

که يې څوک بده نه مني او د ژبني تعصب نوم نه ورباندې ږدي د پښتو په پرتله نورې ټولې ژبې يوازې د کمپيوټر په برخه کې نه، بلکې د نورو تاليفاتو او ژباړو په ډګر کې هم له دې څخه ميدان وړى دى.

څنګه ښه يې ويلي: ياد مو ته کړه مړوي به مو خداى، دا وړوکى لارښود (ښايي ډېرې کمزورۍ او تېروتنې ولري) زما له لوري د يوې ډالۍ په نوم قبول کړئ، بايد ووايم دا کتاب مې له اردو متن څخه کټ مټ ژباړلى خو ځينې بدلونونه مې ځکه په کې راوستلي چې نوي هغه د زاړه په پرتله اسانه او ښه کار کولو جوګه ګرځېدل.

په پاى کې له هغو ټولو ملګرو څخه چې په دې لار کې يې خپلې هڅې او مشورې نه دي را څخه سپمولې، په ځانګړې توګه له ښاغلي امان الله نصرت څخه چې د متن په ژباړلو کې يې را سره ډېر ځان ستړى کړى او عبدالجبار فراز څخه چې په خورا ورين تندي يې د هغه د تصحيح لپاره خپل ټټر ډبولى و، مننه کوم.

 

لومړۍ برخه

 

نيټ ورکنګ څه ته وايي؟

 د دوو شيانو تر منځ  اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange  له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.

کمپيوټر نيټ ورک

په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي،  بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.

 د نيټ ورک ګټې

د معلوماتو Data  ګډه کارونه

داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.

يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.

د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.

 د سامانونو ګډه کارونه

په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.

که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.

 د پروګرامونو  ګډه کارونه

پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.

له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا  ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.

 د انټرنيټ  ګډه کارونه

د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.

 مرکزي واکمني (کنټرول)

څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.

  

د نيټ ورک ډولونه

هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:

 د جغرافيايي پولو پر بنسټ

نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري:   LAN   او WAN

LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى.  

Network

  د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:

١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.

٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.

٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.

WAN چې د Wide Area Network  لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.

 د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:

١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.

٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.

د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه - چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى - ډېر کم دى.

 Network

 

Bandwidth

هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.

MAN

پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.

MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پولو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي.

په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.

نوموړي نيټ ورکونه  له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.

ISDN  د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.

 نيټ ورک او دندې يې

نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:

١. Server او Client نيټ ورک

داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.

په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده  سرور ته اړ وي.

 Network 

په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated)  شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او....

 ٢. Peer to Peer  نيټ ورک

په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي،  هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.

که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.

Network

 

دلومړۍ برخې پاى