د Flash Memory يو تر ټولو مهم ابزار چې کمپيوټر ته د ابتدايي ننوتو او وتو سيسټم ټاکي د BIOS په نامه يادېږي. نوموړى عبارت دى له Basic Input Output System څخه چې د هر کمپيوټر بنسټ بلل کېږي، د هغه دنده دا ده چې د يوه کمپيوټر ټول قطعات او پرزې په دې هيله چې په خپلو کې په سمه توګه کار کوي که يا معاينه او وګوري، هر کمپيوټر په ځان کې له يو Microprocessor څخه چې يوه وړکي شان پرزه ده برخمن دى، نوموړې پرزه د کار پيلولو لپاره يوه سافټوير ته اړتيا لري او هغه د بايوس په نامه يادېږي.

د کمپيوټر هر کاروونکى له دوو ډولو سافټويرونو سره اشنا دى، لومړي هغه ته يې عامل يعنې Operating  يا په بل عبارت System  سافټوير ويل کېږي او دوهم ډول يې هغه سافټويرونه دي چې د يوه عامل سافټوير له لارې د کار وړ ګرځي. که ووايو بايوس يو درېيم ډول سافټوير دى چې کمپيوټر له هره پلوه ورته اړ دى پر ځاى خبره ده. بايوس بېلابېلې دندې په غاړه لري مګر تر ټولو مهمه يې د يوه عامل سافټوير پنځول دي.

د يوه کمپيوټر تر روښانېدو وروسته مايکروپروسيسور د خپل عادت له مخې د يوه عامل سافټوير د پنځولو پرېکړه کوي، که څه هم نوموړى په هارډ ديسک کې پروت وي مګر مايکروپروسيسور يې په يوازې سر نه شي پنځولاى، نوموړى له همدې امله د بايوس مرستې ته اړتيا لري او بايوس هغه لومړنى سافټوير دى چې يو عامل سافټوير د پنځولو لپاره مايکرو پروسيسور ته ور پېژنې.

بايوس ټولې هغه دباندنۍ او دنننۍ پرزې چې يو عامل سافټوير يې بايد په کار واچوي لکه کېبورډ، مونيټور او...  نوموړې ته ور پېژني. دا سافټوير پر مادر بورډ د يوه چيپ (Flash Memory) په بڼه لګېدلى وي، بايد وويل شي د بايوسونو ډولونه يو له بل سره توپير لري، يعنې ځينې بايوسونه تازه کېږي او ځينې بدلېږي. د بايوس تر ټولو لومړنى کار دا دى چې د يوه رېم پر مخ  ٦٤  بايټيزه معلومات چې د CMOS په چيپ کې کرار لري معاينه کړي.

CMOS چې د Chrome Metal Oxide System څخه عبارت دى و سيستم ته د دقيقو معلوماتو برابرولو دنده په غاړه لري.  هر وخت چې کمپيوټر روښان شي ټول هغه عمليات چې د بايوس له لورې تر سره کېږي د پردې پرمخ ليکل کېږي، په ځينو کمپيوټرونو کې نوموړي معلومات د پردې پر مخ او په ځينو کې د پردې تر شا ليکلي وي، يعنې په ځينو کې څرګند او په ځېنو کې پټ وي، د بېلګې په توګه د رېم سرعت، د هارډ ډيسک ډول د CD يا DVD ډول او.... ګرافيکي کارت فعالول هم د بايوس په غاړه وي.

پورتني معلومات د يو تازه روښان شوي کمپيوټر لپاره ليکل کېږي، د يو Restart شوي هغه لپاره نه، د تازه روښان شوي کمپيوټر لپاره تر پورتنيو معلوماتو وروسته بېلابېل پورټونه لکه USB, PS/2 د موږک او کېبورډ او PCI  سلاټونه د کارډونو د شتون په موخه کتل کېږي،  که پر دغه مهال له کومې ستونزې سره مخ شي معلومات يې د يوه پيغام په شکل د پردې پر مخ ليکل کېږي او که ستونزه ستره وي يا يې د کمپيوټر د روښانېدو مخه ډب کړې وي د يوه ځانګړې ږغ له لارې چې په انګريزي کې Beep ورته وايي خبر درکوي، بايد وويل شي نوموړى ږغ د ستونزو له مخې پر ډولونو ويشلى وي. چې په دې بلوګ کې پر ږغېدلي يو، البته په تېزو کمپيوټرونو کې دا هر څه د ډېر سرعت له مخې تر سره کېږي، ډېر ژر د بايوس ليکلي معلومات د پردې له مخې پاکېږي او د عامل سافټوير پاڼه غوړېږي.

تر پورتنيو معلوماتو وروسته  په CMOS کې د Boot په سيسټم پسې ګرځي او هڅه کوي د نوموړي لومړنۍ ټاکنه په کار واچوي، که يې لومړنۍ ونه موندله په دوهمه او همداسې په درېيمه او...  پسې ګرځي، تر څو يو عامل سافټوير ومومي او ويې پنځوي. که داسې پېښه شي په يو سيسټم کې هېڅ يو عامل سافټوير ونه مومي د پردې پر مخ د عامل سافټوير د نه موندنې پيغام پرېږدي.

پورتنۍ پروسې د خپلې خوښې له مخې بدلولاى شئ، و CMOS ته د ننوتلو لارې په هر کمپيوټر کې بېلابېلي دي، هر کمپيوټر د ځانګړې کيلۍ په کښېکښلو سره CMOS ته ننوزي د بېلګې په توګه ځينې په F2، ځينې په Delete، ځينې نور بيا په F10 او....

په ټوليز ډول هغه برخې چې په هر CMOS کې ثبت وي دا دي: وخت او نيټه، د بوټ ځانتياوې چې په کلک ډيسک، CD/DVD، نيټورک (PXE) پورې اړه لري، پر دې بر سېره د کمپيوټر لپاره شفر هم ټاکلاى شئ او يا يې هم د برېښنا او انرژي برخه څېړلاى شئ، په CMOS کې د هر بدلون پلي کولو پر وخت له ډېر دقت څخه کار واخلئ!  ښايي لږه بې غورې مو کمپيوټر له بوټېدو څخه بې برخې کړي، له نيکه مرغه نوموړى هر وخت د کمپنۍ اصلي ته حالت (Default) ته ګرځولاى شئ.

کومه بطرۍ چې په مادربورډ کې د ځينو معلوماتو د ساتنې په موخه لګېدلې ده، کولاى شي ټول هغه بدلونونه چې پر CMOS  پلي کېږي په کلونو کلونو خوندي کړي.

يوه سپارښتنه: څومره چې ممکنه وي بايوس تازه وساتئ، خو يوه خبره ياد ولرئ که د بايوس Flash کولو پر مهال پرته د هغه له پيغام څخه کمپيوتر بند شي مادر بورډ ته زيان رسېږي او له کاره لوېږي.

ژباړه: بهرنۍ سرچينې